شنبه‌های ارغواني غورځنګ: طالبانو ته فرصت مه ورکوئ او مشران یې محکمې ته راکاږئ

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، چې طالبانو نړۍوالې ټولنې ته د خپلو ټولو ژمنو خلاف د افغانیت او اسلامیت تر نامه لاندې ښځې او نجونې له خپلو ټولو انساني او اسلامي حقونو او ازادیو محرومې کړې او له ټولنې د هغوی سیستماټیکو حذفولو سره یې د «بشریت ضد جنایت» او «جنسیتي توپیر» ترسره کړی دی.

دغه غورځنګ د ښځو نړۍوالې ورځې په پار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا درېیم کال دی چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو تر تورې واکمنۍ لاندې د ښځو د نړۍوالې ورځې د رارسېدو شاهدانې دي.
دوی زیاته کړې، چې نږدې درېیو کلونو کې نه یوازې دا چې د ښځو وضعیت ښه نه شو؛ بلکې دغې ډلې په پراخه کچه ښځې په هره برخه کې وځپلې او که دغه حالت دوام وکړي؛ نو د ښځو او نجونو وحشتناکه ځپنه به هم ورسره روانه وي.
دوی وایي، په دې باوري دي؛ که طالبان په واک کې پاتې شي په افغانستان کې به د بشري حقونو وضعیت ایران ته ورته شي.
دوی ټینګار کړی، چې د ښځو په برخه کې دې نړۍواله ټولنه او امریکا پر طالبانو لا زیات فشار راوړي او د دوی مشران دې په تور لېست کې د اضافه کولو ترڅنګ تر نړۍوالو محکمو کش کړي.
دوی د افغانستان دننه او بهر له ټولو فعالینو غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې سره یو شي او د دوی پر وړاندې دې یوه قضایي قضیه پرانیزي.
له بل پلوه دوی په افغانستان کې له یوناما د طالبانو سره د اونیزې ۴۰ مېلیونه ډالرو مرستو د جزییاتو د شریکولو غوښتونکې دي.
دوی تمه لري، چې بې له کومه ځنډ او خنډه دې ملګري ملتونه «جنسیتي توپیر» په رسمیت وپېژني.
دوی د ملګرو ملتونو څخه د « جنسیتي توپیر» د نه رسمیت پېژندلو په اړه ځواب غواړي، چې ولې لا تراوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی؟
د دوی په وینا، طالبان په دې اند وو چې افغان مېرمنې هماغه شل کاله پخوانۍ مېرمنې دي؛ خو په تېرو درېیو کلونو کې د افغان مېرمنو له زړورتیا سره مخ شول، چې هیڅ کله به هم دوی ته تسلیمې نه شي.
دوی د طالبانو له بنده د منیژې صدیقي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.
دوی وایي، چې د طالبانو ډله نه بدلېدونکې ده باید پرې فشار راوړل شي او په یوه بدیل یې فکر وشي.

نور خبرونه

رادیو