د ښځو نړیواله ورځ؛ د افغانستان پارلمان پخوانې استازې وایې، پردي هېواد کې هېڅ هم نه ده

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

د لغمان ولایت څخه د افغانستان د پارلمان پخوانې استازې افغانستان انټرنشنل – پښتو سره د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت په خبرو کې وايي، چې د افغانستان له سقوط مخکې، په پارلمان کې د حکومت جوړونې یوه برخه وه خو اوس په کاناډا هیڅ هم نه ده.

اغلې صافۍ د افغانستان انټرنشنل خبریالې مسکا سنګر نیازۍ سره له هېواده بهر د خپل ژوند په اړه د زړه خواله کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان په پارلمان کې درې دورې د لغمان د خلکو استازې وه. په افغانستان کې د قانون جوړونې، د وزیرانو د ټاکلو، استیضاح او لېرې کولو، د بېلابېلو قوانیو، د بودیجې او ملي پروژو د تصویب او داسې نورو خورا مهمو مسالو یوه برخه وه.

هغه وايي: "دلته مې ژبه نه ده زده او له همدې امله له بیکارۍ کړیږم، ځکه څوک مې حتا په رسټورانټ کې د یوې کارګرې په توګه هم په کار نه ګماري."

اغلې صافۍ وايي، چې په زرهاوو موکلین یې لرل او د هغوی ستونزې به یې حلولې. نوموړې زیاتوي، چې په خپل هېواد کې د شان او شوکت خاونده وه، خو اوس په کاناډا کې د کډوالۍ تریخ ژوند تېروي.

زیفنون صافۍ وایي، چې کله طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیوه، هغه مجبوره شوه چې د ځان د امنیت په خاطر له خپلې کورنې سره هېواد پریږدي او پاکستان ته ولاړه شي.

هغه وايي: "له پاکستان څخه یونان او بیا کاناډا ته کډواله شوم او اوس د کاناډا په کالګرۍ ایالت کې ژوند کوم."

مېرمن صافی وایي، چې کډوالي یوه ډېره ترخه تجربه ده. "په کډوالۍ کې له ډېرو ستونزو سره مخ یم. د لسیزو لاسته راوړنې مې له خاورو سره خاورې شوې او اوس باید هر څه له سره پیل کړم."

مېرمن زیفنون وایي: "تر هر څه راته دا ډیره دردونکې ده چې موکلین مې له افغانستانه د مرستې غوښتنه کوي،‌خو زه ورته هیڅ هم نشم کولای."

نور خبرونه

رادیو