د امباني واده؛ په غزه او افغانستان کې له لوږې مړه ماشومان!
له عاطفې او اخلاقو سره پردی شوی بشریت؟
کله چې په یوه ورځ او په یوه رسنۍ کې دوه خبرونه ولولې:
۱ـ« د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: د غزې په شمال کې ماشومان له لوږې مري. په یوه ورځ کې شپاړسم ماشوم په داسې حال کې مړ شو، چې وجود یې د خوړو او اوبو له نشت څخه د کمزورۍ روستي برید ته رسېدلی و...»
یو کوشنی زړه ودرېد، ډوډۍ او اوبه نه وې.
۲ـ« د هیندي میلیاردر موکېش امباني د زوی انانت امباني په واده کې یوازې یوې سندرغاړې ریحانا د یوې شپې سندرو لپاره اووه میلیونه ډالر تر لاسه کړل، په دې واده کې د خوړو د ډولونو مینیو ۵۰۰ ډوله وه، له ټولې نړۍ څخه لوی سرپخوونکي او سینګاروونکي راغوښتل شوي و...»
د ښاغلي امباني واده دې مبارک شي، زموږ پرې د نړۍ ټولې خوښۍ پېرزو دي، خو د غزې، افغانستان، افریقا، یوکراین او ... له لوږې، زخمونو او محرومیت څخه مړه کېدوني ماشومان به څنګه کوو؟
د ریحانا سندرې خو به واورو، مګر چې د ښاغلي تدروس ادهانوم د خبرداري غږ په کې ورک شي، نو بیا؟
د کابل و کندهار و ننګرهارو هرات د هغو کوشنیو نجونو د ژړا غږ په دې سندرو او نڅاګانو کې هیڅوک نهاوري، چې په خپلو ښوونځیو پسې ژاړي.
دا دوه خبرونه په یوه ورځ خپاره شوي او ښيي، چې د یویشتمې پېړۍ انسانان لاهم له عاطفې او اخلاقو پردي پاتې شوي دي.
زما د پورته لیکل شویو جملو په وړاندې به شوني غبرګونونه ښايي داسې وي:
- دا یوازې یویشتمه پېړۍ نه ده، بلکې د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو د ژوند توپیرونه همدومره وو.
- ستا شاعرانه ګیلې د اوسنۍ زمانې له پرګماتیکو سیاستونو سره سمون نه لري.
- «اخلاق» او «عاطفه» نسبي او نسبتي مفاهیم دي او له مکان، زمان، ټولنیزو او فرهنګي شرایطو او موقعیتونو سره توپیر مومي.
- سیاست د ګټو او ځواک موندلو لوبه ده او په دې کې اخلاقو، عاطفې او زړه سوي ته ځای نشته...
او ښايي داسې ګڼ نور دلایل هم وي، چې زما اندېښنه به بېمانا کوي.
د روم د مرییانو مشر سپارتاګوس، د مرییتوب په وړاندې پاڅون وکړ، ویل یې: ولې مرییان انسانان نه ګڼل کیږي او د ځناورو په شان سره جنګول کیږي؟ تر دې چې ووژل شي یا خپل بل ملګری ووژني؟ (ګلادیاتورانو ته اشاره).
هغه مهال د سپارتاګوس دا پوښتنه بادارانو ته مسخره ښکاره شوه. ان ګڼ مرییان حیران ول، چې سپارتاګوس څه وايي؟ رومي اشرافو روحانیون وهڅول چې د مرییانو پاڅون تکفیر کړي.
د دغه پاڅون منطقي پوښتنو شاوخوا اوولس یا اتلس پېړۍ روسته د امریکې په وچه کې هغه وخت بیا انګازې وکړې، چې تورپوستو د مرییتوب زنځیرونه وشکول.
ایا مرییتوب له منځه ولاړ؟ نه، بلکې بڼې یې بدلې شوې. نننی انسان روان دی، چې د خپل مخلوق (تکنولوژي) په مریي بدل شي.
کټ مټ هغسې، لکه په جزیرةالعرب کې چې د نجونو ژوندي خښول د اسلام له سپيڅلې رڼا سره منع شول، خو په یویشتمه پېړۍ کې له ښوونځي و پوهنځي څخه په محرومولو یې د ژوندي خښېدلو دود دوام وکړ، یوڅه په بدله بڼه.له پوهنې د نجونو محرومول د هغوی د ژوندي خښېدا په مانا ده.
د عاطفې او اخلاقو هېرول هم همداسې کیسه ده. د لویو اېمپراتورانو د عیاشیو، لګښتونو او تجمل له کیسو تاریخونه ډک دي، چې په وړاندې یې میلیونونه انسانان له ولږې و محرومیت څخه مړه کېدل. د دواړو نړیوالو جګړو پرمهال، چې د څو سیاسي ایزمونو په خاطر سلګونه میلیونه انسانان ووژل شول، ټپیان، بېپته، بې کوره، کډوال او لیوني شول دا ټول ښيي، چې بشریت د تاریخ په اوږدو کې له عاطفې و اخلاقو سره ریښتینی چلند کړی نه دی.
خو اوس ولې دا کیسه راپورته کوو؟
موږ د نړیوالتیا Globalization په زمانه کې یو. ویل کیږي، چې نړۍ په یوه کوشني کلي بدله شوې ده. «نړیوال نظم» ، « نړیوال ارزښتونه»، (نړیوال انسانمحور کنوانسیونونه» او بالاخره «بشري حقونه» داسې مفاهیم دي، چې په نړۍ کې تقریباً هروګړي اورېدلي دي.
موږ له دومره بداخلاقه تاریخي دوران څخه تېریږو، چې ان همدغه ښه مفاهیم هم د انسان په ضد کاریږي. د سیاسي ګټو، پانګې، ځواک، امنیتي – استخباراتي برلاسي او نړیوال پرستیژ لپاره له پورتنیو مفاهیمو سره لوبې کیږي او په نړۍ کې مېشت بشریت ښه په دې حقیقت پوهیږي. لوی قدرتونه هم پرې پوهیږي،خو اعتراف نهپرې کوي. یعنې لوی قدرتونه بشریت ته دروغ وايي او دروغ ویل تر ټولو لویه بداخلاقي ده.
افغانستان، غزه، یوکراین، افریقا، سوریه، عراق او ګڼې نورې بېلګې ستاسو په مخ کې دي، وګورئ چې پانګوالو زبرځواکونو په دغو جغرافیو کې له یادو اخلاقي – عاطفي مفاهیمو سره څنګه چلند وکړ؟
د حکومتونو، پانګوالو، پوځیانو او سیاسیونو لپاره عاطفه او اخلاق مانا نه لري، دوی یوازې ګټې او اقتدار پېژني. دا سمه ده، خو زما خبره بل ځای ده.
زه اوس راځم اصلي کیسې ته.
د نړۍ فرهنګي شخصیتونه (نخبهګان) ولې د عاطفې په وچکالۍ، د اخلاقو په نسناستي (اسهال) او د انسانیت په فقر اخته شول؟
انسانپلوي فیلوسوفان څه شول؟
سارتر چیرې دی، چې د نوبل جایزه د دې لپاره رد کړي، چې د بداخلاقه پانګوالۍ نښه یې بلله؟
بیتلي او هیپي تفکر څه شو، چې حاکم اخلاق یې له دې امله مسخره کول، چې د واکمنو له خوا یوازې د لاس لاندې پوړونو د رام کولو احکام یې بلل؟
د بشري عاطفې د غږپورته کوونکیو شاعرانو ستوني پرې شوي دي. جبران له خپل «پيامبر» سره ورک دی او د موسیقۍ د هغو یاغي ډلو د جازونو قهرجن دربهار چېرته دی، چې د مجللو تالارونو پرځای به یې د وږیو تږیود خټیونو کوډلو په منځ کې ترانې ویلې، چې هم د وږیو ماشومانو په شونډو خندا خوره شي او هم یې د کنسرت له عاید څخه د هغوی ګېډو ته ډوډۍ واخلي؟
« د نړۍ په تر ټولو ګرانبیه ودونو کې نڅېدونکیو هنرمندانو» ولېټول هغه وږي، تږي او محروم ماشومان هېر کړل، چې په غزه و افغانستان کې مري؟
دوی خو سیاستوال او پانګوال هم نه وو. دوی خو ارزښتونه پېژندل، دوی خو د عاطفې استازي ګڼل کېدل.
ولې د انسان ابدي ورکې (انساني عاطفې) د راژوندي کولو لپاره ادبیات نه پنځيږي؟
څه باید وشي؟
ایا یو نړیوال فکري، فرهنګي او معنوي نهضت راپېلېدلای شي، چې اخلاق و عاطفه هم نړیوال کړي؟
د بشري حقونو کرښې د لویو قدرتونو له یرغمله راخلاص کړي، مړې کرښې یې له سپینو کاغذونو راوباسي او د ملګرو ملتونو په نامه د سیاسي نڅاګرې د پایزېبونو له ګونګرو څخه د بشري حق ارزښت وژغوري؟
دا غږ باید پورته شي. د یوه فرهنګي نهضت په بڼه.
د پانګې، ګټو، استخباراتو، اقتدار، وسلو او دروغو له مرییتوب څخه د بشریت د ژغورنې یو بل پاڅون بویه!
ښايي دوه زره کاله روسته پایله ولري، خو لږ ترلږه راپیل خو یې کړو.
دا کیسه به اوس ناشونې بریښي، د مرییتوب پای هم یو مهال ناشونی برېښېده او د نجونو د ژوندي خښېدو کیسه هم. هیله و فکر یې چې رامنځته شو، یو مهال بشریت ځان ورورساوه.
وخت یې نه دی، چې د دې انساني هیلې لپاره چیغه پورته کړو، چې:
د نړۍ «انسانانو» سره یو شئ!
او
د دې لیکنې په پیل کې د دوو خبرونو په لوستلو له ځانونو سره فکر وکړئ!
وګورئ، چې دا فکر مو چېرته رسولای شي؟
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېڅ لیکوال د نظر تایید نه کوي.