د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د نوي ښوونیز کال پیل به د نجونو لپاره ډېر غمجن یاد وي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۷

په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې یو ځلې بیا به د افغان نجونو لپاره دغه «غمجنه کلیزه» بیا تکرار شي.
متیو مېلر ویلي، چې امریکا ښوونځیو ته د نجونو د بېرته تګ په موخه پر طالبانو له هر ډول فشار راوړلو کار اخلي.

میتو مېلر د چهارشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریالې مرضیه حسیني هغې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې پوښتلي یې و ایا ښوونځیو ته د نجونو د بېرته تګ لپاره کومه هیله شته؟:« نه پوهېږم. یوه غمجنه کلېزه راروانه ده او موږ په زغرده دا اعلان کړی، چې له هماغه لومړیو ورځو نجونې باید ښوونځیو ته له تلو نه وې منعه شوې.»
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې امریکا د افغان ښځو او نجونو د حقونو ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.
هغه زیاته کړې:« موږ ښوونځیو ته د نجونو او ښځو بېرته تګ او پر طالبانو د لا فشارونو پر راوړلو له هر فرصته کار اخلو.»
د نړۍوالې ټولنې د فشارونو سره، سره طالبانو د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون لپاره لا تراوسه کوم ګام نه دی اخیستی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم دا منلې، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا خلاصون لپاره هیڅ کوم څرک نه تر سترګو کېږي.
طالبان وایي، چې د منځنۍ دورې څخه د لوړو ټولګیو د نجونو له زده‌کړو سره مخالف نه دي؛ خو د هغوی له انده په ښوونیزو بنسټونو کې د نجونو د زده‌کړو لپاره شرعي شرایط نه دي برابر شوي، هغه څه چې هېڅ یوې افغانې زده‌کوونکې ته د منلو نه دي.

نور خبرونه

رادیو