‏د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۲۰۰ ډېر کډوال په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شول

AP ۱۴۰۲ کب ۱۷

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د تورخم له لارې تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال په جبري توګه ستانه کړای شول.
د ننګرهار د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه ۲۱۹ افغان کډوال د کب پر ۱۶مه په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شوي دي.

د دغه وزارت په وینا دغه راستنېدونکي له سرحدي امریت سره تر ثبتېدو وروسته، د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو نړۍوال ‏سازمان او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.
‏تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی و، چې له پاکستانه تر دې مهاله د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر له ۵۰۳ زرو واوښت.
له بل پلوه د فبرورۍ په ۱۳مې نیټې د اوچا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي و، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې نږدې نیم مېلیون افغانان له پاکستانه بېرته راستانه شوي او په ۲۰۲۴کال کې اټکل کېږي، چې شاوخوا ۴۸۳،۵۰۰ افغانان به له پاکستانه راستانه شي چې ۹۸ سلنې سره به یې مرستې وشي.
خو له بلې خوا بیا د پاکستان پخواني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

نور خبرونه

رادیو