ټام ویسټ: ویاړم چې د ۲۰۲۴ د زړورو مېرمنو نړېوالې جایزې له ګټونکې بنفشې یعقوبي سره مې ولیدل

AP ۱۴۰۲ کب ۱۷

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي د ویاړ ځای دی چې د ۲۰۲۴ کال د زړورو مېرمنو د نړیوالې جایزې له ګټونکې بنفشې یعقوبي سره یې وکتل.
هغه وايي، د ټولو معلولو افغانانو د حقونو دفاع لپاره د نوموړې نه ستړي کېدونکې هڅې ستایي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د زړورو مېرمنو د جایزې لپاره د ۱۱ مېرمنو تر څنګ د افغانستان د بشري حقونو د سازمان پخوانۍ غړې بنفشې یعقوبي ته هم دغه جایزه ورکړه.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ نن پنج شنبه د (کب ۱۷مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ۲۰۲۴ کال د زړورو مېرمنو نړېوالې جایزې له ګټونکي بنفشې یعقوبي سره په لېدو یې د خوښۍ احساس درلود چې د ده په ټکو هغې د ټولو معلولو افغانانو د حقونو د دفاع لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې کړې دي.
دوه ورځې وړاندې د سې شنبې په ورځ د افغانستان له پاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډکر د افغان ښځو د حقونو فعالې بنفشې یعقوبي ته د امریکا له‌ لوري د زړورې ښځې د نړېوالې جایزې د ورکولو ستاینه وکړه.
مېرمن ډکر په خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې له اغلې یعقوبي څخه د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او معلولو افغانانو د ملاتړ لپاره مننه کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي و، مېرمن یعقوبي چې «د سترګو دید یې کم‌ دی» له کلونو راهیسې د هغو مېرمنو د حقونو ننګه کوي چې د زورزیاتي سره مخامخې دي، هغې د ۱۳۸۶ ل کال راهیسې د خپل خاوند په مرسته د «رهیاب بنسټ» په نامه یوه ټولنه جوړه کړه، چې د نابینا وګړو سره یې د زده‌کړو او د هغوی د ځواکمنولو په برخو کې کار کاوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي و، چې مېرمن یعقوبي تل د معلولانو لپاره د عدالت غوښتنه کړې او د کم بینا او نابینا ماشومانو له پاره یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، مېرمن یعقوبي دا مهال په جلا وطنۍ کې ژوند کوي او لا هم د معلولانو، نابینا ماشومانو او افغان نجونو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.
د زړورو ښځو له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو جایزو لړۍ له ۱۳۹۶ کال راهیسې پیل شوې او تر ډېره دغه جایزې هغو مېرمنو ته ورکول کېږي، چې د سولې په ملاتړ، عدالت، بشري حقونو، جنسیتي انډول او د ښځو او مېرمنو په ځواکمنولو کې یې زړورتیا ښودلې وي.

نور خبرونه

رادیو