کرن ډېکر د افغان متشبېثو مېرمنو لپاره د ډېرو فرصتونو د برابرېدو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ کب ۱۷

په قطر کې د افغانستان سفارت لپاره د امریکا شازدافېره کردن دېکر د افغان متشبتو مېرمنو لپاره د ډېرو فرصتونو غوښتنه وکړه.

نوموړې د افغانستان امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې غړو سره خبرو کې ویلي دا کار به پخپلو پښو د افغانستان درېدو کې مرسته وکړي.

کرن ډېکر نن خپل اېکس کې وايي، پرون یې له دې خونې سره ولیدل او په دې یې خوشالي څرګنده کړې چې ور سره یو ځای شوې ده.

خو مېرمن ډېکر دا نه دي ویلي چې د افغانستان- امریکا سوداګرۍ خونې سره څنګه یو ځای شوې ده.

د افغان مېرمنو لپاره د نوموړې د ډېرو فرصتونو غوښتنه په داسې مهال ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د هرې ورځې تېرېدو سره پر ښځو ډول ډول بندیزونه لګېږي او پر نارینه وو یې تکیا زیاتېږي.

نور خبرونه

رادیو