د طالبانو د کډوالو وزارت: له پاکستانه ۲۰۰ افغان کډوال په جبري توګه راستانه شول

AP ۱۴۰۲ کب ۱۶

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې ۲۰۰ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.
دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال د تورخم له لارې له پاکستانه په زرو راستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت نن چهار شنبه د (کب ۱۶مه) په ایکس پاڼه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي چې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۰۰ تنه کیږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې.
د وزارت د معلوماتو له مخې دغه شمېر کډوال وړمه ورځ د کب په ۱۴مه هیواد ته راستانه شوي.
د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
روانه اوونۍ د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی و چې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې پنځه لکه، درې زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې د تورخم له لارې ۸۱ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.
د پاکستان مخکني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

نور خبرونه

رادیو