رینا امیري: د بې ثباتۍ او د جګړې دوام د مخنیوي لپاره باید د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/c6a30adcca545cc3fc8e0a6c4540b8d64e941541-700x400.jpg?rect=0,3,700,394&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د مارچ اتمې «د ښځو د نړۍوالې ورځې» په درشل کې د افغانستان د ښځو نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانکړې استازې رینا امیري وایي:« په ټولنه کې د ښځو بشپړ ګډون له پامه نه شو غورځولی.»
اغلې امیري په اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې په اقتصادي برخه کې د لا بې ثباتۍ څخه د مخنیوي، رادیکالیزه کېدو او د جګړې دوام لپاره باید بشري حقونو او په ځانکړې توګه د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو څه کم درې کاله کېږي؛ خو ورځ تر بلې پر افغان ښځو نوي بندیزونه لګول کېږي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ښوونیز کال د پیلېدو په درشل کې دی؛ خو لاهم د ۹۰۰ ورځو په تېرېدو له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۲۴ مېلیونه ښځو او نجونو د کار، زدهکړو، سوداګرۍ، سپورت، په خپله خوښه د ژوند، سیاست او ګڼ نور هغه حقونه له لاسه ورکړي، چې په ۲۱مه پېړۍ کې د ژوند کولو لپاره لومړني انساني حقونه ګڼل کېږي.