معترضو مېرمنو "د نړۍوالو بنسټونو په دوامداره چوپتیا" اندېښنه ښودلې ده

AP ۱۴۰۲ کب ۱۶

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د ښځو د نړۍوالې ورځې په درشل کې د طالبانو تر واک لاندې د معترضو ښځو د بد وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه.

دې شبکې په یوې اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې د افغان مېرمنو اوسنی وضعیت به د دغه هېواد، سیمې او نړۍ لپاره خطرناکې پایلې ولري.
دغو مېرمنو د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۶مه) په خپله اعلامیه کې لیکلي، چې د ښځو نړۍواله ورځ په داسې حال کې رسیږي چې د افغانستان ښځې له ۳۱ میاشتو راهېسې د طالبانو په نوم د یوې ترهګرې ډلې تر حاکمیت لاندې له خپلو ټولو انساني، ټولنیزو او مدني حقونو څخه بې برخې شوې دي.
دغه معترضې ښځې په دې باور دي، چې د طالبانو د «جنایتونو» پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې چوپتیا د ښځو پر وړاندې د ظلم او د بشري حقونو سرغړونې تاییدوي.
دوی په خپله اعلامیه کې "د نړۍوالو بنسټونو په دوامداره چوپتیا" اندېښنه څرګنده کړه.
دغې شبکې همداراز زیاته کړې، که څه هم اوس نړۍ په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې ده؛ خو طالبانو د افغانستان د ښځو برخلیک او راتلونکی په خپلو منګلو کې نیولی دی او د ښځو په منزوي کولو سره له نړۍوالې ټولنې څخه خپلو نامشروع غوښتنو د رسېدو غوښتونکي دي.
د دې سیاسي شبکې په اعلامیه کې راغلي، چې نړۍواله ټولنه باید د بشري حقونو د عامه سرغړونو او د هغو ښکاره جنایاتو پر وړاندې چې طالبان یې د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې ترسره کوي، جدي مبارزه وکړي او دا ډله باید نړۍوالې محکمې ته ځواب ورکولو ته مجبوره کړي.
دغې ډلې له نړۍوالو ټولنو او د بشري حقونو له سازمانونو هم غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره لا زیات کار وکړي.
د دغې اعلامیې لیکوالانو له افغان مېرمنو غوښتي، چې له اعتراض څخه ونه ویریږي.
دغې ډلې ټينګار وکړ، چې خپلو بر حقو غوښتنو ته تر رسېدو پورې مبارزه کوي او خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو