نیکي هیلی د امریکا په ټاکنو کې د جمهوريپالو له خوا د نوماندېدو له سیالیو په شا کیږي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۶

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې نیکي هیلي غواړي، د جهموريپالو له خوا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندېدو د سیالیو کمپاین پرېږدي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، چې مېرمن هیلي به دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.
رسنیو نیکي هیلي ته د نېږدې سرچینو په حواله دغه راپور خپور کړی دی.


تمه کیږي چې د سیالیو له ډګر څخه د نیکي هیلي په وتلو سره به ډونالډ ټرمپ د جمهوريپالو نوماندي وګټي او په راتلونکو ټاکنو کې به د اوسني ولسمشر جوبایډن په وړاندې ودریږي.
رویټرز راپور ورکړی، چې ښاغلی ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د سویلي کارولینا په چارلستون کې وینا وکړي.
نیکي هیلي په ۱۵ ایالتونو کې په لومړنیو ټاکنیزو سیالیو کې له سختې ماتې سره مخ شوه او یوازې په یوه ایالت کې یې ټرمپ ته ماتې ورکړه.
مېرمن هیلي یوازې په واشنګټن ډي سي کې د جمهوري غوښتونکو په ټاکنو کې خپل سیال ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه.
نوموړې د سویلي کارولینا پخوانۍ والي او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره ده.

نور خبرونه

رادیو