لسګونه افغان ښوونکو له دندو د اېستل کېدو په غبرګون کې ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ

AP ۱۴۰۲ کب ۱۵

د سید جمال الدین افغان د ښوونې او روزنې انستیتیوت لسګونه ښځينه ښوونکو د طالبانو د پوهنې وزارت له تشکیلاتو د لېرې کېدو په غبرګون کې ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ.
طالبانو د کب په ۱۲مه نیټه دغه انستیتوت ته د ۵۱ ښوونکو د ننوتلو او د حاضري د لاسلیک کولو مخه ونیوله.

دغو ښوونکو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د اعتراضلیک په لېږلو سره ویلي، چې دا اداره، د بشري حقونو ملاتړي ادارې، ټام وېسټ او د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري باید په دې برخه کې اقدام وکړي.
دغو ښوونکو په خپل لیک کې د حیثیت د اعادې غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو له تېرو دوه نیمو کلونو راهېسې ښځې له ټولنې لېرې کړي دي.
په دې لیک کې ښوونکو لیکلي، چې د دوی د غږ د اورېدو لپاره هیڅ کومه مرجع نشته تر څو یې معقولو غوښتنو ته ځواب ورکړي.
ښځینه ښوونکو دغه راز زیاته کړې، چې د خپلو کورنیو یوازینۍ ګټندویه دي او د طالبانو دغه چلند د دوی پر روحي او رواني وضعیت ناوړه اغیزې کړي دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت بیا له دندې د دغو ښوونکو د لېرې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې پر افغان ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي او د ښځو د روزنې، زده کړو او په دولتي ادارو کې یې د دوی د کار کولو مخه نېولې ده.
تر دې وړاندې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د افغانستان د پوهنې وزارت له جوړښت څخه د ښوونکو د روزنې واحدونه اېستلي دي.

نور خبرونه

رادیو