ولکر ترک: په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو سیستماټیکې سرغړونې غندو

AP ۱۴۰۲ کب ۱۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک وایي، په افغانستان کې د بشري حقونو پرله پسې او سیستماټیکو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه هراړخیزې سرغړونې، چې دوی یې د عامه ژوند له هرې برخې څنډې ته کړې په کلکه غندي.

د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر له‌خوا ښاغلي ترک په خپلې تازه خپره شوې وینا کې چې د کب په ۱۳مه خپره شوې ویلي، د ښځو او نجونو حقونه باید د ټولو هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې کار کوي تر ټولو زیات لومړیتوب ولري.
هفه زیاته کړې، چې د ټولو افغانانو مدني ازادي او د رسنیو ازادي په ژوره توګه تر پښو لاندې شوې.
هغه وایي، د بشري حقونو ډېری مدافعین او خبریالان د خپلسرو نیونو سره مخامخ دي.
د هغه په وینا:« د عامه اعدامونو بیا پیلېدل وحشتناک دي.»
هغه له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو پر اېستنې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي:« زه د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو پر جبري اېستنې اندېښمن یم، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې د ځورونې، ربړونې یا د نورو نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخامخ دي.»

نور خبرونه

رادیو