‏طالبان: له ۱۸۰۰ څخه ډېر کډوال له ایران او پاکستانه په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول

AP ۱۴۰۲ کب ۱۵

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د کب په ۱۴مه له ۱۷۰۰ څخه ډېر افغان کډوال په خپله خوښه او یا هم جبري توګه د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت په یوه بل خبر کې لیکلي، چې له ۱۰۰ ډېر کسان له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، د کب په ۱۴مه ۱۲۹ افغان کډوال چې ټولټال ۲۴ کورنۍ کېږي د تورخم له لارې هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
‏د تورخم د سرحدي امریت د راپور له مخې، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.
‏تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی و، چې له پاکستانه تر دې مهاله د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر له ۵۰۳ زرو واوښت.
له بل پلوه د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې د اوچا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي و، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې نږدې نیم مېلیون افغانان له پاکستانه بېرته ستانه شوي او په ۲۰۲۴کال کې اټکل کېږي، چې شاوخوا ۴۸۳،۵۰۰ افغانان به له پاکستانه ستانه شي چې ۹۸ سلنې سره به یې مرستې وشي.
اوچا وایي، چې اوس‌مهال شاوخوا ۶.۳ مېلیونه کسان په هرو اوو افغانانو کې یو یې د اوږدې مودې بې ځایه کېدو سره مخ دی، چې ډېرو یې د یوې لسیزې په اوږدو کې خپل کورونه پرېښي دي. دا په سویلي اسیا کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو تر ټولو لوی شمېر او په ټوله نړۍ کې دویم لوی شمېر دی.
خو له بلې خوا بیا د پاکستان پخواني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

نور خبرونه

رادیو