شننه؛ افغانستان، د ویښتیا فرهنګي غورځنګ او بهر مېشتي افغانان

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

زما له نظره د افغانستان د ستونزې بنسټ فرهنګي دی. موږ له ټیټ ټولنیز شعور څخه ځوریږو او د ټولیز شعور د لوړولو ځای ملي فرهنګ او فرهنګي شخصیتونه و بنسټونه دي.

اوس چې افغانستان له بده مرغه له خپلو فرهنګي کادرونو مخ په تشېدو دی، یا هغوی چې دننه په افغانستان کې پاتې دي، بیا هم له بده مرغه، چې نه څه ویلا او نه هم څه کولای شي، په داسې حالاتو کې ټوله تمه بهرمېشتو افغانانو په تېره بیا بهرمېشتو فرهنګي افغانانو ته ده، که څه هم زموږ دغه تبعید شوي فرهنګیان هم د کډوالۍ په چاپېریال کې له ګڼو او ډول ډول ستونزو، ربړو، محرومیتونو او اندېښتو سره ژوند تېروي، خو بیا هم د «څه ویلو» توان او فضا لري.

د بهرمېشتو افغانانو په اړه لاندې ځانګړنې شمارلای شو:

۱ـ ګڼ افغانان ،هر چېرې چې دي، افغانستان یې نه دی هېرکړی او غواړي یو څه وکړي ،خو دقیقاً نه پوهېږي، څه وکړي او څنګه یې وکړي؟

۲ـ له نېکه مرغه، چې افغانان هر چیرته په خپل افغاني همت ژوند کوي؛ ځېنې پخواني راکډوال شوي یې ښه اقتصاد لري ځېنې یې منځنی او ځینې یې هم کمزوری، خوټول غواړي افغانستان او افغان انسان ته یې ګټه ورسېږي.

یوه ستونزه به هم په یادساتو، چې له بده مرغه یو شمېر افغانانو بې اتفافي هم له ځانه سره بهرته وړې، سلیقه یې اختلافونه، په ایډیولوژیو سره ویشل کیدل، حزبي دښمنۍ او ... یې لاهم په ماغزو او زړونو کې د پټو وسوسو په څېر ښوري را ښوري خو له دې سره سره د وطنپالنې لپاره ټول یو بختور حسادت لري، چې ښايي قدر یې وشي.

هو! بهر میشتي افغانان ډېر څه کولای شي او باید ویې کړي، دوی د افغانستان او افغان انسان ژغورنې لپاره تر هر چا ډېر کار کولای شي او دلایل یې هم دادي :

۱ـ دوی نسبتاً په آزادو او دیموکراتیکو ټولنو کې ژوند کوي او غږ یې تر ډېرو ځایونو پورې رسیدلای شي.

۲ـ اقتصادي حالت یې تر هېواد میشته هېوادوالو ښه دی او هر مثبت بدلون، سیاسي فعالیت او د ملي رهبرۍ د رامنځ ته کولو لپاره هڅه یوه اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.

۳ـ له رواني او فکري پلوه دوی پیاوړي دي، ځکه نسبتاً په آرامو شرایطو کې ژوند کوي، دکورنۍ د نفقې غم یې هره شیبه نه سکونډي، او د بهرنیو هېوادونو د سیاستوالو له تجربو څخه یې زده کړه کړې، په دې پوهېږي چې په سړو مغزونو او ګرمو زړونو کار کول غوره دی او ښايي دا یې هم زده کړي وي چې د هغوی کوربانه ( د هغو هېوادونو خلک چې دوی په کې اوسېږي) څنګه له خپلو هېوادونو سره ریښتنې مینه لري.

۴ـ دوی مجرب او بانفوذه خلک دي ،ځکه پخوا یې په افغانستان کې په نسبتاً ښو شرایطو کې زده کړه او کار کړی او اوس اوس د نورو هېوادونو د سیاست کار او مبارزې تجربه هم لري، ځکه یې نو اعتبار هم په افغاني ذهنیتونو کې بد نه دی.

۵ـ دغه شمېر افغانان د هغې پېژندګلوﺉ او اړیکو پر بنسټ چې له نړیوالې ټولنې سره یې لري د یوه ملي لابي ګروپ په توګه د نړیوالو د ذهنیت په چمتو کولو او د یوې ملي رهبرۍ د رامنځ ته کېدو په ګټه د نړیوالو د پام را اړولو ډېر توان درلودلای شي.

د همدغو دلایلو پر بنسټ بهر میشتي افغانان دویښتیا دغورځنګ په بریالیتوب کې، چې د یوې ملي رهبرۍ تر سیوري لاندې د افغانستان د ژغورنې او ودانۍ علمي – عملي پروګرام پرمخ بیايي، بنسټیز رول لوبولی شي.

درېیمه لاره :

اوس به نو د څه کولو او څنګه کولو پر میکانیزمونو رڼا واچوو.

ټول بهر میشتي افغانان چې دافغانستان او افغان انسان لپاره د څه کولو اراده لري ښايي د همکارۍ او همغږۍ یو نړیوال جال جوړ کړي. دوی که په خلیج کې دي که په اروپا یا امریکا او استرالیا کې، که د پخوانۍ شوروي په هېوادونو یا د افغانستان په ګاونډیو، هند او یا بل ځای، د ویښتیا د غورځنګ بهر میشتی زړی ( هسته) جوړولای شي، چې بیا په کور دننه ( افغانستان کې) د ویښتیا د غورځنګ هڅې پیاوړې کړي. په افغانستان کې دننه د ملي رهبرۍ لپاره هڅې او بیا له دې لارې د ژغورنې د علمي او عملي کړنلارې د رامنځ ته کولو او عملي کولو لپاره د بهر میشتو مرسته خورا ضروري ده، د بهر میشتو افغانانو مرسته په لاندینیو مشخصو برخو کې مهمه ده :

۱ـ د ګډونونډې ( حق العضویت)، بسپنې، مالي مرستو او تجهیزاتو په برابرولو کې ونډه.

یادونه : د ویښتیا غورځنګ ښايي په خپله د بهر میشتو افغانانو په مرسته داسې یو شفاف او حساب ورکوونکی سیستم رامنځ ته کړي چې هر مرسته ورکوونکی افغان بشپړ ډاډ ولري چې یوپول یې هم بې ځایه نه ځي. مانا دا چې دا به د هغو NGO ګانو یا فرهنګي ټولنو په څېر کار نه وي چې له بده مرغه د بهر میشتو افغانانو اعتماد ته یې زیان وررسولی او دوی یې له نورو مرستو څخه زړه توري کړي دي.

۲ـ له نړیوالو مثبتو لوریو سره د تماس اود افغانستان د ملي ګټو لپاره د داسې بین المللي اړیکو جوړول چې د یوې ملي رهبرۍ په رامنځ ته کېدوکې لږ تر لږه خنډونه له منځه وړلای شي او نړیوالو ته داسې ذهنیت ورکړای شي، چې د ویښتیا دغورځنګ بریالیتوب یوازې د افغانستان نه ،بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی.

۳ـ د پوهې، تجربې او عملي هڅو پر بنسټ د جوړوشویو طرحو او فکرونو رالېږدول، بهر میشتي افغانان ښايي له دې اړخه هم دویښتیا غورځنګ پیاوړی کړي.

۴ـ د سختیو پرمهال له بهره د ملاتړ لاس راغځول :

دویښتیا د غورځنګ هېواد میشتي فعالین خامخا له ګواښ، محدودیتونو او ډول ډول ستونزو سره مخامخ کېدای شي.

دا مهال نو بهر میشتي د پراخو اعتراضونو، خبرونو او دنړۍ د دیموکراتو، پر بشري حقونو ولاړو او د آزادۍ سرلارو غورځنګونو، بنسټونو او شخصیتونو مرسته راوننګوي، او په اصطلاح د مظلومو روښانتیاپالو افغانانو چیغه پورته کړای شي. نن سبا د مدني ټولنې نړیوال جال شته او په هر هېواد کې د مدني بنسټونو او شخصیتونو غږنړیوالې څپې رامنځته کولای شي. د افغانستان د مدني غورځنګونو غږ بهر میشتي افغانان ښه ترا او چتولای شي.

د ویښتیا او روښانتیا په دواړو پړاوونو کې بهر میشي افغانان ژوند بښونکې ونډه درلولای شي، موږ فکر کوو: دا د افغانستان د ژغورلو یوازینۍ لاره ده چې پر یوه ملي اوعلمي محور راټول شو ( پر علمي محور ځکه ټېنګار کوم چې ښايي د افغانستان دخپلو شرایطو پر بنسټ له فکر او غور وروسته جوړ شي).

که بهرمیشتي افغانان له سیاست څخه ستړي وي او وايي: له سیاسته یې تېر، بیا نو راځئ یوه فرهنګي حللاره وڅېړو او وګورو څوک به ورته رامخکې شي؟

ټول کورمیشتي او بهر میشتي افغانان، چې له زدکړو د خپلو بچیو پر پاتېدا ژاړي او هغوی، چې خواخوږي کوي، که لاس سره یو کړو، نو ځایناستې (بدیلې) لارې یې موندلای شو.

راځئ لاس په کارشو او نړۍ راوننګوو، یونیسکو، یونیسیف، ټول ملګري ملتونه، د زدکړو نور نړیوال بنسټونه او مرستندویان له ګریوانه راونیسو او دا دوه طرحې عملي کړو. بشري، مدیریتي او اکاډمیک ظرفیتونه خپل لرو، په مالي او تخنیکي برخه کې به نړیوال مرسته وکړي.

اول:

د افغان نجونو او هلکانو لپاره باید یوه نړیواله برېښنايي پراخه شبکه (انلاین ښوونځي او پوهنځي) جوړه کړو، چې له لومړي ټولګي تر دولسم او بیا په ټولو پوهنتوني څانګو کې افغان پېغلو او زلمیو ته وړیا درس ورکړي. نجونو او هلکانو ته مې ځکه وویل، چې په افغانستان کې نور نو د هیچا لپاره زدکړې نه شته، ځکه هغه بدلونونه چې په نصاب کې راروان دي، یوازې نجونې نه، بلکې هلکان هم له زدکړو شړي.

وړیا د زدکوونکیو او محصلینو لپاره، نه د استادانو او کارکوونکیو لپاره. په دې ورځو کې مې د ځینو کسانو ژمنې ولوستې، چې حاضر دي وړیا انلاین درس ورکړي، د دوی دې کور ودان وي، باید مننه ترې وکړو، خو پوهېږو، چې هریو کورنۍ لري، موږ باید داسې یوه لویه ملي پروژه طرحه کړو، چې په هغه کې په زرګونو استادان درس ورکړي او معاش ولري او میلیونونو زدکوونکیو او محصلینو ته داسې منظم درس ورکړي، چې د فراغت اسناد او دیپلومونه یې معتبر او پر نړیوال کچ د پېژندو وړ وي.

د دې طرحې جزئیات بل ځای غواړي او دلته یې شرحه ناشونې ده. د مدیریت لپاره یې د تېرو لسیزو فساد ته په کتو، که پر خپلو افغانانو باور کړلای نه شو، نو ښايي د یونیسکو، یونیسیف او نورو نړیوالو سازمانونو یوه کومېټه یې روڼتیا وڅاري یا یې حتی مدیریت کړي.

دویم:

موږ له رسنیز سقوط څخه هم کړیږو. افغانان اوس هېڅ ملي - افغاني رسنۍ نه لري، چې د (افغان او افغانستان) غږ پورته کړلای شي. پخوانۍ رسنۍ یا د ترهګرو تر اغېز لاندې راغلې، یا د پردیو په اشارو قومي شخړو ته لمن وهي او یا دومره کمزورې دي، چې شتون یې نه حس کیږي. ( څو سالمې رسنۍ به هم وي، خو اغېزمنتیا یې په هېڅ شمار ده) بهر میشتي افغانان که وکړلای شي یوه ملي - افغاني رسنیزه ټولګه (تلویزیون، راډیو، چاپي او انلاین) جوړه کړي، چې په نړیوال کچ د افغانستان د خلکو غږ پخپله دوی او نړیوالو ته ورسوي، زه باور لرم، چې له اغېزه به یې ملت په شعوري ویښتیا ځان له اوسمهالي ناورین څخه هم وباسي.

د دې لپاره هم عملي جزئیات شته، که افغانانو یې عملي کېدو ته لاسونه بډوهل ورسره شریک به شي.

راځئ!

که ترهګر راپرځولای نه شئ، پر خپل هېڅ افغان خواخوږي باور کولای نه شئ، نو لږ تر لږه د خپلو بچو لپاره د زدکړو او د خپلو غږونو د رسولو لپاره خو پر دغو طرحو عمل وکړئ!

د افغانستان د ملي موسیقۍ، انځورګرۍ، ادبیاتو، سینما، تیاتر او نورو هنرونو د ژوندي ساتلو لپاره په ګډه داسې میکانیزمونه رامنځته کول، چې هم د افغان فرهنګ ارزښتونه کوربنو (بهرنیو هېوادونو) ته ورمعرفي شي او هم د دغو ملي فرهنګي ارزښتونو پالنه او ساتنه وشي، هرکله که افغانستان د یوه ولسواک او ملي حاکمیت خاوند شو او راکډوال شوي افغانان بېرته ورستنېدل، نو کړلای شي، دغه پالل شوي، روزل شوي او پیاوړي شوي هنري او فرهنګي صنفونه او اثار بېرته هېواد ته ستانه کړي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو د نظر درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.