د طالبانو د کډوالو وزارت: نږدې ۱۰۰ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

AP ۱۴۰۲ کب ۱۴

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې ۸۱ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.

دغه وزارت وايي، دغه شمېر کډوال له پاکستانه د په زرو راستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو وزارت نن دوشنبه د (کب ۱۴مه) په ایکس پاڼه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي چې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۱ تنه کیږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

د وزارت د معلوماتو له مخې دغه شمېر کډوال تېره ورځ د کب په ۱۳مه هیواد ته راستانه شوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوالې سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

تېره ورځ د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی و چې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې پنځه لکه، درې زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د پاکستان مخکني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

نور خبرونه

رادیو