پاکستان ۵ لکه او څه باندې ۳ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته لېږلي دي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۳

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې له ۵ لکه، ۳ زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته لېږل شوي دي.

دغه راډیو د رسمي سرچینو په حواله لیکي، چې په تېره اونۍ کې له پاکستانه څه باندې پنځه زره افغان کډوال اېستل شوي دي.

دغې رسنۍ د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې له پاکستان څخه د استوګنې له رسمي اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا هم روان دی.

پاکستان د تلې په میاشت کې هغو کډوالو ته چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه درلودل د اکتوبر تر لسمې نېټې پورې له هېواده د وتلو امر کړی و.

له ټاکلې مودې وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو کور په کور تالاشي پیل کړه او ګڼ شمېر افغان کډوال یې ونیول او و اېستل.

که څه هم د پاکستان دغه اقدام په نړۍواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوی؛ خو د پاکستان حکومت د افغان کډوالو شړلو ته دوام ورکړی.

تر دې مخکې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د اوسېدو له اسنادو پرته د کډوالو د ایستلو د پلان له تصویب راهیسې، ۵۴۱ کډوال چې ډېری یې افغانان دي، له دغه هېواده ایستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو