یوشمېر ښځینه فعالانو او د دوی خوځښتونو د م.م د ځانګړي راپور ورکوونکي له راپوره هرکلی کړی

AP ۱۴۰۲ کب ۱۲

یوشمېر ښځینه‌و خوځښتونو د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریجارډ بېنېټ له راپوره هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په دغه راپور کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو هغو مواردو ته اشاره شوې چې په کور دننه ښځینه فعالانو یې غږ اوچتاوه.

په دې لړ کې د شنبه‌های ارغواني غورځنګ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښاغلي بېنېټ په راپور کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې د ښځو له حقونو سرغړونې ډېرې شوي، چې د دوی په اند دا ټول طالبانو ته د باج ورکوونې او د تعامل سیاست ته د دوام پایلې دي چې په کابل کې د یوناما د دفتر د مشرې له خولې اورېدل کېږي.
د دغه غورځنګ په وینا، د طالبانو سره د تعامل سیاست دوام نه یوازې دا چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو نقضول ډېروي؛ بلکې د سیمې او نړۍ امنیت او ټیکاو ته هم ګواښ پېښوي.
خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو سره د تعامل سیاست هغو نورو افراطي ډلو ته هم دغه پیغام لېږدوي چې د زور او ترهې له لارې کولای شي د یوه ملت پر برخلیک واکمن شي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د افغانستان له خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې له هغه وحشتناک او ظالمانه چلنده کار اخیستی، چې د واکمنۍ په تور تاریخ کې به یې ثبت شي.
د خبرپاڼې په وینا:« لکه څنګه چې د ښاغلي بېنېټ په راپور کې په وروستیو میاشتو کې د بې حجابۍ په تور ښځې او نجونې ونیول شوې، دا په خپله د جنسبتي توپیر یوه روښانه بېلګه په ډاګه کوي.»
دغه غورځنګ نه یوازې دا چې د دغه راپور هرکلی کړی؛ بلکې په دې برخه کې د عدالت پلې کېدل هم د افغان ټولنې یوه اړینه اړتیا بولي.
دوی له دغه حالته د وتلو لپاره د یوه مشروع، ډیموکراټیک او د خلکو په رایو جوړ شوی حکومت د حل لار ګڼي.

نور خبرونه

رادیو