بنفشه یعقوبي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړه ورو مېرمنو جایزه تر لاسه کړه

AP ۱۴۰۲ کب ۱۲

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د «زړورو مېرمنو» د جایزې لپاره د یوولسو مېرمنو تر څنګ د افغانستان د بشري حقونو د سازمان پخوانۍ غړې بنفشې یعقوبي ته هم دغه جایزه ورکړه.

دغه جایزه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د لومړۍ مېرمنې جېل بلنډ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ګډون یوې غونډې کې ګټونکو ته ورکړل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوې خبر پاڼه کې ولیکل، مېرمن یعقوبي چې «د سترګو دید یې کم‌ دی» له کلونو راهیسې د هغو مېرمنو د حقونو ننګه کوي چې د زورزیاتي سره مخامخې دي، هغې د ۱۳۸۶ کال را په دې خوا د خپل خاوند په مرسته د «رهیاب بنسټ» په نامه یوه ټولنه جوړه کړه، چې د نابینا وګړو سره یې د زده‌کړو او د هغوی د ځواکمنولو په برخو کې کار کاوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې مېرمن یعقوبي تل د معلولانو لپاره د عدالت غوښتنه کړې او د کم بینا او نابینا ماشومانو له پاره یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د دغې خبرپاڼې له مخې، مېرمن یعقوبي دا مهال په جلا وطنۍ کې ژوند کوي او لا هم د معلولانو، نابینا ماشومانو او افغان نجونو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.
د مېرمن یعقوبي تر څنګ د نړۍ ۱۱ نورې مېرمنې هم د دغې جایزې ګټونکې اعلان شوې دي.
له دغې ډلې د ایران د بشري حقونو فعاله فریبا بلوچ هم د دغې جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.
د زړوه ورو ښځو له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو جایزو لړۍ له ۱۳۹۶ کال راهیسې پیل شوې او تر ډېره دغه جایزې هغو مېرمنو ته ورکول کېږي، چې د سولې په ملاتړ، عدالت، بشري حقونو، جنسیتي انډول او د ښځو او مېرمنو په ځواکمنولو کې یې زړورتیا ښودلې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سږنی کال د دغو جایزو اتلسم پړاو ترسره کوي.

تېر کال د افغان کډوالو ملاتړې ډاکترې ذاکره حکمت ته دغه جایزه ورکړل شوې وه.

نور خبرونه

رادیو