تحلیلي - څېړنیز راپور؛ دېرش میاشتې طالبي نظام او افغانستان ته ور اوښتي دېرش زیانونه
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه د افغانستان د جمهوري نظام وروستی حاکمیت هم پای ته ورسېد او پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو هېښوونکی اعلان وشو.
د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم افغانستان په نړۍوال کچ له انزوا سره مخ شو او د راتلونکو ستونزو بنسټ له همدغې ورځې کېښودل شو.
په دغه څېړنیزه او تحلیلي لیکنه کې له هغو دېرشو ستونزو یادونه شوې، چې د طالبانو په تېرو دېرشو میاشتو واکمنۍ کې د طالباني تفکر او واکمنۍ له امله افغانستان ته ورپېښې شوې دي.
په دغه لیکنه کې له ۳۷ نړۍوالو، سیمه ییزو او کورنیو سازمانونو، دولتي ادارو او سرچینو په حواله معلومات او عیني واقعات راټول شوي دي.
لومړی: نړۍواله انزوا
له هغه وخته چې غازي امان الله خان د ازادۍ او د یوه خپلواک افغانستان اعلان وکړ، د روسیې په ګډون د نړۍ یو شمېر محدودو هېوادونو افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژاند، په خپلواک ډول له نورو هېوادونو سره د تعاملاتو پیل د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په جوړېدو سره پیل شو.
دا پروسه کله چټکه شوې او کله درېدلې ده؛ خو بشپړ سقوط یې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې وکړ، چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو تر منځ د جنجال مرکز وګرځېد.
د طالبانو د واکمنۍ د له منځه تللو وروسته افغانستان یو ځل بیا د یوه خپلواک هېواد په توګه د نړۍ له ۲۳۴ خپلواکو او نیمه خپلواکو هېوادنو څخه ۱۹۳ هېوادونو په رسمیت وپېژانده.
د ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو د سازمانونو په ګډون د نړۍ په ۴۹ هېوادونو کې افغانستان خپلې استازولۍ پرانیستې او له ۲۰ زیاتې قونسلګرۍ یې فعاله کړې؛ خو د طالبانو په راتګ سره د افغانستان څلوېښت میلیونه انسانانو خپلې دا استازولۍ له لاسه ورکړې او په نړۍ کې د رسمیت له حلقې ووت.
دا مهال د ګاونډیو په ګډون په ټوله نړۍ کې افغانستان څوک په رسمیت نه پېژني، دا په دې معنا چې یوه ځمکه د افغانستان په نوم شته" خو په رسمي او سیاسي تعاملاتو کې د ونډې حق نه لري.
طالبانو په خپل واک سره افغانستان په نړۍ کې له بشپړې سیاسي انزوا سره مخ کړی او دېرش میاشتې کیږي، چې دا هېواد د نړۍ په غیر علاقه بدل شوی دی.
دویم: د قانون نه موجودیت
د طالبانو په واکمنۍ کې اساسي قانون لغوه شوی او د اساسي قانون د نه موجودیت په صورت کې فرعي قوانین په خپل ذات کې لغوه شوي دي.
تر اوسه دا روښانه نه ده، چې د افغانستان زعامت له کومې لارې ټاکل کیږي، د عزل صلاحیت یې د چا په لاس کې دی او د ولس حمایت څه ډول باید تعریف شي.
له حقوقي اړخه هم لا دا نه ده څرګنده ده، چې د افغانستان وګړي کوم حقوق لري او هغه کومې سرې کرښې دي، چې د نه مراعت پر مهال یې یو انسان مجرم ګڼل کیږي.
د قانون په نه موجودیت کې د طالبانو له مشره نیولې تر کشره پورې دا صلاحیت په خپله خوښه ځانته ورکولی شي او ورکوي، چې یو څوک مجرم وپېژني او هغه په عام محضر کې په درو ووهي.
درېیم: له بشري حقونه سرغړونه
د بشري حقونو سازمانونو، نړۍوالې ټولنې، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او لسګونو نورو نړۍوالو او سیمه ییزو بنسټونو په وار - وار سره دا مستند کړي او وايي، چې په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه روانه ده او تر ټولو لوی عامل یې هم طالبان دي.
د یوناما په وروستي راپور کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې لسګونه بېلګې روښانه شوې دي، هره ورځ مستندې پېښې په نړۍوالو رسنیو کې خپریږي.
همدا راز د بشري حقونو د څار سازمان په وروستي راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې جبر ډېر شوی او په ښکاره توګه له بشري حقونو سرغړونه روانه ده.
شکنجې، خپلسرې محاکمې، پرته د محکمې له حکمه په دُرو وهل، له ځوانانو څخه په عامه ځایونو کې د هغوی د وېښتانو پرې کول او لسګونه داسې بېلګې شته، چې د بشري حقونو د نقض ګواهي ورکوي.
څلورم: غربت او اقتصادي ځوړ
وروستیو څېړنو، د نړۍوالو سازمانونو راپورونو او عیني پيښو ته په کتو افغانستان له ۲۰۰۱ کال راپه دېخوا د بیوزلۍ تر ټولو له سخت حالت سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې په روان ۲۰۲۴ کال کې نېږدې ۲۴ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې نازک اقتصادي وضعیت او د خوراکي توکو شدید نه خوندیتوب به د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې ۱۵،۸ میلیونه وګړي اغېزمن کړي، دا په دې معنا چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
همدا راز د خوړو نړۍوال پروګرام هم ویلي، چې د افغانستان له نیمايي زیات خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې تر ټولو لویه برخه یې مېرمنې او ماشومان دي.
بې کاري ورځ تر بلې زیاتېدونکې ده، له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول له پاکستان سره اقتصادي راکړې ورکړې ټکنۍ شوي، سلګونه کوچني او لوی شرکتونه تړل شوي، ګڼې بهرنۍ ادارې له افغانستانه وتلي او د ملا ماتونکې مالیې له امله کوچني متشبسینو خپلې چارې ځنډولي دي.
له نړۍ سره بانکي اړیکې پرې شوي، چې دغې چارې د افغان ملي او نړۍوالو سوداګرو سوداګریزې چارې ټکنۍ کړي او په افغانستان کې بانکي چارې د مافیايي سوداګریز پرنسیب پر بنیاد چې یوه لویه برخه یې د صرافانو د اتحادیې په لاس کې ده تنظمیږي.
د نړۍوال بانک په وروستي راپور کې د افغانستان د دوامدراه منفي انفلاسیون یادونه شوې، دا راپور د افغانستان اقتصادي ننګونو ته اشاره کوي، چې دا هېواد د ۲۰۲۳ په اکټوبر کې ۸،۱- سلنه له دوامداره منفي انفلاسیون یا ډېفلاسیون سره مخ دی.
د انفلاسیون دا شمېر د ۲۰۲۳ کال په جنوري میاشت کې منفي یو و؛ مګر په اکټوبر کې دا شمېر ۸،۱ -
د انفلاسیون منفي حالت په دې معنا چې اقتصادي وضعیت د تباهۍ پر خوا روان دی او دې ته د اقتصاد دوکتورین ډیفلاسیون وایي.
ډیفلاسیون هغه حالت دی، چې توکي وي؛ خو خلک یې د اخېستو توان نه لري، پولي ګردش له منځه تللی وي او بالاخره توکي خپل پولي ارزښت له لاسه ورکړي.
له منفي حالت څخه هدف دا دی، چې پولي ګردش نه شته، بانکي سیستم پر ځای ولاړ دی، له خلکو سره پېسې نه شته مګر د توکو غوښتنه لوړه ده.
پنځم: د ښځو حقونه او زده کړې
د افغانستان په وروستي سل کلن تاریخ کې دوه ځلې ښځې په بشپړ ډول له زده کړو، ټولنیز ژوند او کار څخه منع شوي، چې لومړی ځل د طالبانو لومړۍ دوره او دویم ځل د جمهوري نظام له سقوط وروسته د طالبانو دویمه دوره ده.
دا د یویشتمې پېړۍ تر ټولو ستر جبر او بې توله ظلم دی، چې د نړۍ په څه باندې اته میلیارده انسانانو کې یوازې د افغانستان شا او خوا ۲۴ میلیونه مېرمنې او نجونې د زده کړو، ټولنیز ژوند، سیاست او کاروبار حق نه لري.
د یونېسف د معلوماتو له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي او نېږدې د یو میلیون نجونو پر مخ پوهنتونونه تړل شوي دي.
د افغانستان د مېرمنو جمعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د بې سوادۍ، پر نورو د تکیې او ټولنیز ژوند څخه د محوه کېدو پر خوا روانې دي او دا شاتګ کوم غیر شعوري عمل نه دی؛ بلکې د یوه شعوري محدودیت او افراطي تفکر پر اساس پرې بندیزونه لګېدلې دي.
د ۲۰۲۱ کال د جون د میاشتې د پخواني جمهوري دولت دولتي احصایې ښيي، چې په افغانستان کې له پنځو میلیونو ډېرو نجونو او مېرمنو په افغانستان کې زده کړې، کار، سیاست او په ټولنیز ژوند کې ځانګړی کردار لوباوه؛ چې دا شمېره یوازې په روغتونونو کې د ښځینه ډاکترانو تر شمېر پورې محدوده شوې ده.
نجونو او مېرمنو د کار، زده کړو، سوداګرۍ، سپورت،په خپله خوښه د ژوند، سیاست او ګڼ نور هغه حقوق له لاسه ورکړي، چې د یویشتمې پېړۍ په ژوند کې لومړني انساني حقوق ګڼل کیږي.
د طالبانو مشر له پنځوسو زیات شفاهي او لیکلي فرمانونه د ښځو د محدود کولو په موخه صادر کړي او د فرمانونو له شدت او کمیته یې داسې ښکاري، چې د ښځو د محدودیت موضوع ورته ډېره مهمه ده.
شپږم: اعدام او صحرايي محکمې
په ټوله اسلامي نړۍ کې محکمې، اعدام او یو چا ته د سزا ورکولو مساله یوه ډېره مهمه او حساسه مساله ده؛ خو د طالبانو په واکمنۍ کې صحرايي محکمې زیاتې شوې دي.
هره هغه سزا او د جرم تثبیت چې بنسټ یې تعریف شوی او منل شوی قانون نه وي، صحرايي او خپلسرې ګڼل کیږي، دا مهال طالبان هېڅ ډول منل شوي اساسي او فرعي قوانین نه لري؛ نو پرېکړې او د سزا ورکولو ټول اړخونه یې صحرايي او خپلسرې ګڼل کیږي.
تر ډېره د شخصي علاقې په اساس پرېکړه کیږي او د دوی فردي قانون ته طالب او عام وګړی توپیر لري، د بېلګې په توګه ګڼ طالبان په یو شمېر جرمونو ونیول شول، ویډیوګانې یې خپرې شوې؛ خو تر اوسه هېڅ طالب ته سزا ورنه کړل شوه، مګر عام وګړی په معمولي شک هم په دُرو وهل شوی، لاس ترې پرې شوی او ان اعدام شوی دی.
اووم: د بیان نه ازادي او معلوماتو ته نه لاسرسی
که څه هم د افغانستان پخواني جمهوري نظام ښايي د کیفیت له اړخه ځینې ستونزې درلودلې؛ خو د بیان د ازادۍ وروستی رشد او د پخته ګۍ په لور حرکت په سیمه کې بېساری و.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څخه وړاندې په ټول افغانستان کې څه باندې ۱۰۷ ټلویزوني چینلونه، ۲۸۴ راډیوګانې، سلګونه چاپي رسنۍ او څه باندې اتلس سوه انلاین وېبپاڼې فعالې وې.
د بې پولې خبریالانو د وروستي راپور پر بنسټ؛ په افغانستان کې د رژیم له بدلون څخه د مخه د ټولو رسنیو شمېر۵۴۷ ته رسېده، چې نېږدې نیمايي رسنۍ یې تړل شوې دي.
بې پولې خبریالانو ویلي، چې د جمهوري نظام د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د نارینه او ښځینه خبریالانو شمېر له ۱۲ زرو څخه زیات و؛ خو د طالبانو په راتلو یې درېیمه برخه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
پر رسنیو محدودیت زیات شوی، لسګونه خبریالان په بېلابېلو پلمو نیول شوي، وهل شوي او د دندې پرېښودو ته اړ شوي دي.
د تازه معلوماتو پر بنسټ؛ د طالبانو مشر ملا هبت الله په افغانستان کې پر انځور اخېستو بندیز لګولی او خبریالانو ته د انځوریزو راپورونو د جوړېدو اجازه نه ورکوي، چې دا چاره په خپل ذات کې پر رسنیو لا شدید محدودیت څرګندوي.
ګڼو رسنیو خپل مالي ملاتړي له لاسه ورکړي او طالبان په ماهیت کې له رسنیو د ډارولو او محدودولو پر تیورۍ باور لري.
اتم: د مدني او سیاسي فعالیتونو ځنډول
د طالبانو د واکمنۍ له پیله دغې ډلې په افغانستان کې په ټولو سیاسي او مدني فعالیتونو بندیز لګولی، د دغې ډلې د عدلیې وزارت د ملا هبت الله د شفاهي فرمان په اساس په افغانستان کې ټول ګوندونه لغوه اعلان کړي او د مدني ټولنو فعالیت ته جواز نه ورکوي.
لسګونه مدني او سیاسي فعالان لا هم بندیان دي او ګڼو یې افغانستان پرېښی دی.
د دغې ډلې مشرانو او ویاندویانو په بېلابېلو ویناو کې ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ ګوند او مدني ټولنه د فعالیت حق نه لري او یوازینۍ ډله طالبان دي، چې د حاکمیت په چوکاټ کې سیاست کولی شي.
نهم: فساد
که څه هم طالبان په افغانستان کې د فساد د له منځه وړلو خبره کوي؛ خو د دغې ډلې په راتګ سره نه یوازې دا چې فساد زیات شوی بلکې دغې ډلې ته محدود شوی دی.
د وروستیو څېړنو له مخې؛ له دې سره چې په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی محدود دی، د فساد اکثره ډولونه نه مستند کیږي؛ خو بیا هم افغانستان ۱۲ درجې د فساد په برخه کې شاتګ کړی، دا په دې معنا چې په افغانستان کې فساد زیات شوی او محدود شوی دی.
د ګمرکاتو د اسکواډ سیستم چې د فساد د مخنیوي لپاره یو مهم او د نړۍ موډرن ترین سیستم دی، د دغې ډلې له خوا په بشپړ ډول له منځه وړل شوی او په هماغه پخواني ګمرکي سیستم اموال ګمرک کوي، چې د فساد کېدو احتمال یې سل سلنه حتمي دی.
له دولتي بودیجې څخه د اوپراتفي پیسو په نوم د بودیجې اخېستل زیات شوي، په ماليې وزارت کې څلور ځانګړي مالي کوډونه جوړ شوي، چې له یوه کوډ څخه یې د ملاهبت الله دفتر ته بودیجه ځي، دویم کوډ یې د سراج الدین حقاني په خدمت کې دی، درېیم کوډ د ملا محمد حسن، ملا برادر او ملا یعقوب لپاره جوړ شوی او څلورم کوډ یې د استخباراتو د اضافي مصارفو لپاره جوړ شوی دی.
په لیکلي او احتمالي ډول د افغانستان بودیجه نه ده روښانه شوې، چې دا چاره د فساد لپاره په ډېرې اسانۍ اسانچاري کولی شي.
لسم: بې سارې کډوالي
د افغانستان وروستي سل کلن تاریخ ته په کتو د طالبانو په راتګ سره بې سارې کډوالي زیاته شوې، د افغانستان نخبه او لوستی قشر له افغانستان څخه وتلی او یا لا هم د وتلو په حال کې دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره په خپل وروستي راپور کې وايي، چې له افغانستان څخه نېږدې لس میلیونه انسانان کډوال شوې دي، چې شا او خوا درې میلیونه یې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان پرېښی.
دا شمېر که څه هم بشپړ دقیق نه دی؛ خو د تایید لپاره یې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي ټام وېسټ نقل قول هم راوړو، چې وايي د طالبانو له راتګ وروسته له درې میلیونو څخه زیات افغانان ګاونډیو او یو شمېر لویدیځو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د کډوالۍ دا بهیر لا هم روان دی، هره ورځ لسګونه ځوانان له قاچاقي لارو څخه له افغانستان څخه بهر د اروپا په تکل وځي، یوه برخه د امریکا او اروپا د بشر دوستانه ویزو له لارې افغانستان پرېږدي او یوه لویه برخه په دې لټه کې ده، چې افغانستان پرېږدي.
یوولسم: د نړۍوالو ترهګریزو ډلو ښکاره فعالیت
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور له مخې؛ په افغانستان کې یو ځل بیا د داعش په ګډون یو شمېر ترهګرو ډلو په ښکاره توګه فعالیت پیل کړی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې یو شمېر ترهګرو ډلو په افغانستان کې له امریکا پاتې شویو وسلو ته لاسرسی پېدا کړی دی.
د ملګرو ملتونو یاد راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې د داعش وسلوالو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له شپږو زرو څخه اوړي.
که څه هم يو شمېر معلومات په افغانستان کې د څه باندې ۲۰ بهرنیو ترهګرو ډلو فعالیت په ګوته کوي؛ خو په دغه هېواد کې د فعالو بهرنیو ترهګرو ډلو شمېر ۱۴ ته رسېږي.
القاعده او له هغوی سره تړلې (AQIS)، د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU)، د تاجکستان انصارالله، د تاجکستان اسلامي تحریک، د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM)، د خراسان ولایت اسلامي دولت (ISKP)، د پاکستاني طالبانو تحريک (TTP) او د هغه اړوند کوچنۍ څانګې، لشکر طیبه (LeT) او جیش محمد (JeM) په دې ډلو کې شامل دي.
دا ټولې ډلې په افغانستان کې د طالبانو په کوربتوب فعاليت کوي.
د یادولو ده، چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱ مه د القاعدې ډلې مشر ايمن الظواهري د کابل په زړه کې د سراج الدين حقاني اړوند ځای کې ووژل شو.
دولسم: فحشا او پر ماشومانو جنسي تېری
که څه هم طالبان په بار - بار هڅه کوي، چې په یو نه یو شکل پخوانی نظام او د نظام تر چتر لاندې مېشتو افغانانو ته دا وښيي، چې ګواکې پخوا په افغانستان کې فحشا او جنسي تېري موجود وو او اوس دوی په افغانستان کې فحشا له منځه وړې؛ خو د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانکړي دفتر په خپل راپور کې ویلي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د جدي سرغړونو ۴۵۱۹ پېښو تر څنګ د طالبانو په لیکو کې د ۲۵۷ تنه ماشومانو د ګومارلو راپور تایید شوی دی.
دغه راپور زیاتوي، چې ۳۲۴۸ تنه وژل شوي او معلول شوي، په ۲۱ تنو جنسي تېري شوي او ۳۳ تنه تښتول شوي دي.
د طالبانو د ګڼو چارواکو ویډیويي او غږیز کلیپونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، چې پکې ښودل کیږي طالب چارواکي له یو شمېر هلکانو او نجونو سره له واک څخه په استفادې جنسي اړیکه نیسي.
غوره بېلګه یې د کابل د برېښنا شرکت د رییس ویډیو ده، چې له خپل ساتونکي سره په یو ځای څملي او جنسي اړیکه ټینګوي.
دیارلسم: د هنر فرار او بندیز
د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پر هنر بندیز لګېدلی، ګڼو هنرمندانو افغانستان پرېښی او هغه چې په کور دننه پاتې دي، له هنر سره یې مخه ښه کړې ده.
دغې ډلې پر سندرو، موسیقۍ او ګډا کلک بندیزونه لګولي او هر هغه څوک چې سندرې اوري، وايي او یا یې د ترویج لپاره کار کوي مجرم ګڼل کیږي.
دا مهال د افغانستان له نیمايي زیات هنرمندان ګاونډیو او لویدیځو هېوادونو ته کډوال شوي دي، که په کور دننه کوم څوک د موسیقۍ پر اورېدلو ولیدل شي سخت مجازات کیږي.
څوارلسم: د نشه یي توکو قاچاق
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۴ کال کې یو راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو، په افغانستان کې د نشه یي توکو تر ټولو په لوی قاچاق کې د طالبانو یو شمېر قوماندانان لاس لري.
دا مساله دلته تم او غلې نه شوه، بلکې له دې وروسته په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د یوه ځانګړي تفصیلي راپور له مخې د وخت ولسمشر محمد اشرف غني ته معلومات وړاندې کړل، چې یوازې په ۲۰۱۷ کال کې د هلمند له لارې د ۴ میلیارده ډالرو د نشه یي توکو قاچاق شوی، چې تر ټولو لوی شریک یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اوسنی مرستیال ابراهیم صدر دی.
په اوس وخت کې د طالبانو اکثره سیمه ییز قوماندان د نشه يي توکو پر قاچاق بوخت دي، چې غوره بېلګه یې په بدخشان کې د دغې ډلې امنیه قوماندان قاري واصل دی، چې د «نشه یي توکو د قاچاق او له دولتي تاسیساتو د ناوړه ګټې اخیستنې» په تور له دندې ګوښه شوی دی.
د نشه یي توکو د قاچاق مساله د طالبانو په راتګ نه یوازې دا چې کمیږي نه، بلکې لا پراختیا مومي او د ایران په ګډون تاجکستان او پاکستان له افغانستانه د نشه یي توکو د قاچاق له ستونزې سر ټکي.
د ایران له نشه يي توکو سره د مبارزې د همغږۍ شورا منشي اکبر منتظري د روان کال په لیندۍ میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید او لېږد یې له نشه یي توکو سره مبارزه لا ستونزمنه کړې ده.
یاد ایراني چارواکي ادعا کړې وه، چې د نړۍ ۹۵ سلنه نشه یي توکي په افغانستان کې تولیدیږي او له همدغه ځایه قاچاق کیږي.
که څه هم ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق او کښت د کموالي خبره کړې ده؛ خو د ایران د نشه یي توکو د کنټرول ادارې ویلي وو، چې په افغانستان کې نه یوازې دا چې د تریاکو کښت کم شوی نه دی، بلکې څو چنده زیات شوی هم دی.
پنځلسم: انساني قاچاق
په افغانستان کې د نشه یي توکو د قاچاق سربېره انساني قاچاق هم زیات شوی، چې د انساني قاچاق مرکزونه په لویو ښارونو کې په ښکاره ډول فعالیت کوي.
د انساني قاچاق دا مراکز د طالبانو د یو شمېر سیمه ییزو قوماندانو ځانګړی ملاتړ له ځانه سره لري او یو شمېر ځوانان په قاچاقي لارو د ایران په ګډون، ترکیې او لویدیځو هېوادونو ته لېږي.
د وروستیو راپورونو له مخې؛ سږکال په قاچاقي توګه برېتانیې ته د تلونکو او یا ورغلو افغانانو شمېر له نورو ټولو کډوالو زیات دی او په لاره کې د نورو کډوالو په پرتله د افغانانو د مړینې او وژنې کچه هم ډېره ده.
فرانسه او جرمني هغه هېوادونه دي، چې پکې د افغان کډوالو شمېر په دویم مقام کې راغلی دی.
د ترکیې د دولتي شمېرو له مخې؛ له ۲۰۲۱ کال را په دېخوا یې په دغه هېواد کې د انساني قاچاق وړونکو په ګډون له ۳۰ زرو زیات افغانان نیولي، چې په قاچاقي لارو یې اروپا ته د تګ هوډ درلود.
د انساني قاچاق یوه بله برخه په منځنۍ ختیځ کې د جګړه ییزو وسله والو په توګه له یو شمېر افغانانو څخه استفاده ده.
د عراق د شفق نیوز د وروستي څېړنیز راپور له مخې؛ هغه ۱۲ وسله وال چې په سوریه کې د ایران د ملاتړو پر پوځي اډې د امریکا په برید کې وژل شوي وو، افغانان وو.
دا دولس وژل شوي کسان د فاطمیون د لېوا برخه وو، چې ځینې یې په قاچاقي ډول ایران ته تللي او پرته له دې چې په فاطمیون کې شمولیت وکړي او سوریې ته د جګړې لپاره لاړ شي بله لار یې نه لرله.
شپاړلسم: د معدنونو چور
یو ډېر مهم بحث چې هغه د افغانستان معدنونه دي، دا مهال د طالبانو له خوا په ډېره ارزانه او غیرمسلکي او غیرقانوني توګه په قرارداد ورکړل شوي دي.
د دغو قراردادونو یوه لویه برخه شخصي جېبونو ته ځي او نړۍوال مارکیټ ته په کتو د افغانستان معدنونه په ډېره ناچیزه بیه پلورل شوي دي/کیږي.
طالبان له یوې خوا د یوه نظام په توګه د معدنونو استخراج په قرار داد ورکوي؛ له بلې خوا سلګونه کوچني او لوی معدنونه د دغې ډلې د وسله والو له خوا په شخصي ډول کېندل کیږي.
د افغانستان انټرنشنل پښتو د یوه راپور پر بنسټ د بدخشان یو شمېر معدنونه د دغې ډلې د وسله والو له خوا په شخصي ډول کېندل کیږي، چې ګټه یې هم د همدغو قوماندانو جېبونو ته ځي.
- د بدخشان د لاجوردو کانونه:
د افغانستان په طبیعي زېرمو کې یو غټ کان د بدخشان په کران منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کان دی، چې یوازې شاوخوا یونیم سل د کېندنې غارونه لري، چې د را رسېدلو معلوماتو له مخې؛ دغه کان د وردوج ولسوالۍ د طالبانو د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان په واک کې دی، چې مشري یې د طالبانو دوه ځواکمن غړي، د دغې ډلې لوی درستیز قاري فصیح الدین او مولوي امان الدین منصور کوي.
دغه دوه لوړ پوړي بدخشاني طالب مشران د جمهوریت د پیل له څو کلونو راهیسې تر دې مهاله د دغو کانونو په بې قانونه کېندنو او قاچاق کې لاس لري.
د بدخشان د لاجوردو کان د غیر قانوني استخراج قراردادونه د دغو دوو طالب چارواکو د استازو له خوا ترسره کیږي او پیسې یې د وسله والو ترڅنګ دغو مشرانو ته رسیږي.
- د بدخشان د راغستان د سرو زرو کانونه:
د بدخشان بل ستر کان سره زر دي، چې د دې ولایت د راغستان ولسوالۍ په وېکادور سیمه کې موقعیت لري.
ځايي سرچینې تاییدوي، چې دغه کان د لغمان اوسني امنیه قوماندان مولوي نجیب الله بدخشاني په واک کې دی، چې هره میاشت میلیونونه افغانۍ عواید ترې تر لاسه کوي.
مولوي نجیب الله بدخشانی د راغستان ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې سلګونه وسله وال په خپل کنټرول کې لري.
په دغه ستر کان کې د دغه طالب چارواکي وسله وال موجود دي او کان په نامسلکي ډول استخراجوي او په قرارداد یې ورکوي.
- د بدخشان شیوه کې د سرو زرو کان:
دا هم د بدخشان د لویو کانونو په قطار کې شمېرل کیږي او د دغه ولایت په شیوه ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د سرو زرو دغه کان په بدخشان کې د طالبانو د یوه ځايي قوماندان نظام الدین چې د ارغنجخواه ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په کنټرول کې دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه کان کې هم د دغه طالب ځايي قوماندان وسله وال موجود دي او ګڼ وسلوال یې د کېندونو پرمهال څارنه او امنیت نیسي.
- په بدخشان کې د لاجوردو او سرو زرو کانونو کېندنه او قاچاق:
په تېر جمهوریت کې د وخت حکومتونو له چینایي او ترکي کمپنیو سره د بدخشان د دوو سترو کانونو، د راغستان د سرو زرو او په کران منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کانونو د قراردادونو د لاسلیکولو هڅې کړې وې؛ خو وروسته معلومه شوه، چې د دغو سیمو امنیت خراب دی او دغه بهرنۍ کمپنۍ نه شي کولی هلته قانوني او فني استخراج وکړي.
په بدخشان کې د تېر جمهوریت پرمهال ځینو ځايي دولتي او غیر دولتي زورواکو او د ولسي جرګې ځینو استازو وسله والې ډلې جوړې کړې وې؛ ترڅو د کانونو سیمې ناامنه کړي او غیر قانوني کېندنو او قاچاق ته لارې هوارې کړي او پیسې دوی ته ورسیږي.
یو وخت دغه وسله وال د دولتي او غیر دولتي ځايي زورواکو له کنټروله وځي او د یو بل مخالف کیږي ، چې ځینو د ولسي جرګې استازو په پارلمان کې وویل، چې د بدخشان په کانونو کې غیرقانوني کېندنې روانې دي او حکومت باید عملیات وکړي.
د طالبانو اوسنی لوی درستیز او د جمهوریت پرمهال په دغه ولایت کې د طالبانو جنګي مشر قاري فصیح الدین له لومړنیو بدخشي طالبانو څخه دی، چې له طالبانو سره یوځای شو.
قاري فصیح الدین په پاکستاني مدرسو کې روزل شوي طالب وسله وال ګروپونه سره یوځای منظم کړل او د جمهوریت لپاره لوی سرخوږی جوړ شو.
د یادولو ده، چې بدخشان د هغو ولایتونو په قطار کې و، چې هغه مهال یې د افغانستان په ملي اردو کې زیات سرتیري درلودل.
د جمهوریت د مهال حکومت په بدخشان کې څو ځله عملیات وکړل او ولسي پاڅون کوونکي وسله وال یې هم وګمارل؛ خو له سختو جګړو وروسته پر کانونو د کنټرول هڅه ناکامه شوه او کلونه په دغه ولسوالیو کې کانونونه د بدخشي طالبانو په کنټرول کې پاتې شول.
د طالبانو ډلې ته د بدخشي طالبانو ورتګ مشروع و، دوی له کندهاري طالبانو د یوه قرارداد په اساس چې د بدخشان د کانونو کنټرول به یوازې د بدخشان طالبانو په ولکه کې وي، یو ځای شول.
د دغې برخې د پایلې په توګه ویلی شو، چې کټ مټ دې ته ورته د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزادو، حصارک، ګوشته او یو شمېر نورو سیمو کې معدنونه د سیمه ییزو قوماندانانو په کنټرول کې دي او په شخصي ډول یې پلوري.
اولسم: د روزنیزو مرکزونو تضعیف
د جمهوریت له سقوط وروسته ګڼو د پوهنتونونو استادانو، د ښوونځیو ښوونکواو د روزنیزو چارو متخصصینو افغانستان پرېښود او یو شمېر چې په افغانستان دننه پاتې وو، یوازې په دې بهانه چې ځینو یې په موسساتو او حکومتي څوکیو دندې ترسره کړې وې له دندو ګوښه شول.
ښځینه استادانې پر کور کېنول شوې او د افغانستان روزنیز نظام له یوه پېچلي کړکېچ سره مخ شو.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د کابل پوهنتون له ۴۰۰ زیاتو استادانو دندې پرېښي او له افغانستانه وتلي دي.
په دغو استادانو کې یې ۴۷ کسان (پي اېچ ډي) وو او پاتې نورو یې د ماسترۍ تر کچې د افغانستان دننه او بهر زده کړې کړې وې.
په تېرو دېرشو میاشتو کې دغې ډلې په ټول افغانستان کې نېږدې ۱۰۰۰ تنه بې تجربې او د دغې ډلې غړي د استادانو په توګه ګومارلي دي.
د ګڼو پوهنتونونو لپاره داسې مشران ټاکل شوي، چې په علمي کادر کې شمولیت نه لري او له پوهنتوني چارو سره په پوره ډول نا اشنا دي، چې غوره بېلګه یې د بلخ پوهنتون لپاره د نوي مشر ټاکل دي.
اتلسم: کورنۍ جنګي ډلې او د نیابتي کورنۍ جګړې بستر سازي
د زور او جګړې له لارې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو سره سم، د دغې ډلې پر وړاندې یو شمېر جنګي مخالفې ډلې رامنځته شوې، چې دې چارې په افغانستان کې د جګړې د اور د موجودیت تضمین کړی.
د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د طالبانو له وحشته ډکو عملیاتو دغه پروسه لا چټکه کړه او دا مهال څو مخالفې وسله والې ډلې فعالې شوې دي.
د مقاومت د جبهې په ګډون، د ازادۍ جبهه او یو شمېر نورې وسله والې ډلې چې لا یې د فعالیتونو نښې ډېرې روښانه نه دي، رامنځته شوي او په اوږدمهال کې جګړه بېرته زیاتولی شي.
تراوسه په افغانستان کې جګړه نه ده درېدلې او پر رسنیو د جبري فشار له موجودیت سره سره بیا هم له افغانستان څخه د چاودنو او وژنو خبرونه راځي او د طالبانو د واکمنۍ له پیل څخه تر اوسه په پېښو کې زیاتوالی لیدل کیږي.
د مخالفو وسله والو ډلو موجودیت د سیمې یو شمېر هېوادونو ته دا فرصت هم په لاس ورکړی، چې پر دغو ډلو پانګونه وکړي او د طالبانو پر وړاندې یې د جګړې په قطار کې ودروي.
نولسم: د واک انحصار
که څه هم د دوحې په تړون کې طالبانو دا منلې وه، چې په افغانستان کې به د یوه ټولګډونه حکومت لپاره کار کوي؛ خو دغې ډلې واک ته په رسېدو سره ټول واک انحصار کړی او ان داسې نښې ښکاري، چې دولتي واک تر کندهاره محدود دی.
ملګرو ملتونو، امریکا او د سیمې هېوادونو په ځلونو دا ویلي، چې په افغانستان کې باید یو ټولګډونه حکومت رامنځته شي؛ خو طالبان بیا دا خپله کورنۍ چاره ګڼي او وایي، چې چا ته په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه ورکوي.
له همدې امله طالبان هم له یوې نړۍوالې انزوا سره مخ دي او هم په کورني چاپیریال کې له خنډونو سره مخ دي.
د طالبانو په لیکو کې د واک د انحصار په اړه کورني اختلافات هم رامنځته شوي دي؛ ځکه اکثره حکومتي څوکۍ د څو کورنیو تر منځ وېشل شوې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هغو طالب مشرانو په ډله کې دی، چې خپل او خپلوان یې په لوړو څوکیو ګومارلي دي.
حقاني خپل ورور حافظ عزیز حقاني په کورنیو چارو وزارت کې د خپل ځانګړي سکرتر په توګه مقرر کړی، بل ورور یې انس حقاني له افغان شخصیتونو سره د تماس په کمېسیون کې غړیتوب لري، تره یې خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر او ماما یې مالي خان د ملي دفاع وزارت د مرستیال په توګه کار کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل ورور محمد نبي متقي په بهرنیو چارو وزارت کې د ځانکړي سکرتر په توګه ګومارلی دی، بل ورور یې احمد الله متقي د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مشر په توکه کار کوي، بل ورور یې امان الله افغان د طالبانو په فرهنګي کمېسیون کې غړیتوب لري، عبدالله متقي چې د کابل په شش درک کې د ریاض العلوم مدرسې مسوولیت په غاړه لري؛ په رسمي ناستو کې د مشرانو میلمنو په لومړي قطار کې ناست وي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم د شیخ شهاب الدین دلاور زوی مغفور الله شهاب په ازبکستان کې د طالبانو سفیر ټاکل شوی، بل زوي یې روح الله شهاب د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت کې رییس دی، وراره یې مهدي الله احساس په بهرنیو چارو وزارت کې د یوه ریاست مرستیال او زوم یې شمس الدین احمدي په کابل ښاروالۍ کې د دويمې ناحیې د رییس په توګه کار کوي.
د موندنو پر بنسټ، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري چې د خوست اوسېدونکی دی، خپل ورور یې حافظ راشید د خوست د امنیه قومندان په توګه ټاکلی دی.
د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ؛ د طالبانو د اوبو او برېښنا د وزیر عبدالطیف منصور زوی عارف الله منصور د افغانستان د سرې میاشتې د رییس په توګه کار کوي.
دا له لسګونو او سلګونو بېلګو څخه ډېرې کوچنۍ بېلګې دي، چې روښانوي طالبانو واک په خپل منځ کې وېشلی او په لوړو څوکیو یوازې د دې ډلې ملګري او د کورنۍ غړي د کار کولو حق لري.
شلم: د پاسپورټ بې ارزښتي
که څه هم د افغانستان پاسپورټ د طالبانو له واکمنۍ مخکې هم بې اعتباره و؛ خو د طالبانو د واکمنۍ په راتګ سره د افغانستان پاسپورټ د نړۍ د ټولو هېوادونو څخه وروستی پاسپورټ وګڼل شو، چې د اعتبار کچه یې تر ټولو کمه ده.
په ۲۰۱۸،۲۰۱۹ ا،۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې د افغانستان پاسپورټ بې ارزښته و؛ خو د نړۍ بې تر ټولو اعتبار ترینه پاسپورټ نه و، چې هغه کم اعتبار هم د طالبانو د واکمنۍ په راتګ سره ترې واخیستل شو.
د پاسپورټ اعتبار په اقتصادي وضعیت، نړۍوال تعامل، رسمیت پېژندنې، جګړه ییز حالت، سیاسي ثبات، د بشري حقونو وضعیت او د پاسپورټ ورکولو په پروسه کې احتمالي فساد ته په کتلو ټاکل کیږي، چې دا مهال په افغانستان کې پورته ټول ذکر شوي موارد له کړکېچ سره مخ دي.
له دې سره - سره چې د افغانستان پاسپورټ په نړۍ کې د اعتبار له مخې وروستی پاسپورټ حسابیږي؛ خو د دغه پاسپورټ د اخیستو پروسه تر ټولو ډېره ستونزمنه او سخته ده.
یویشتم: د ملي بېرغ او ملي سرود له منځه تلل
افغانستان او د افغانستان خلکو د طالبانو له واکمنۍ سره یو بل زیان د ملي بېرغ او ملي سرود په له منځه تللو کې کړی دی، دا مهال افغانستان خپل ملي بېرغ په ملي او نړۍوال سټیج له لاسه ورکړی دی.
ملي بېرغ چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ و او د یوې ملي جرګې د تایید له مخې ټاکل شوی و، ځای یې د یوې جګړه ییزې ډلې بېرغ نیولی دی او همداراز ملي سرود هم له منځه تللی او پر ځای یې طالبي ترانې غږول کیږي، چې د طالبانو دا سپین بیرغ او ترانې د ۴۰ میلیونو انسانانو تایید له ځانه سره نه لري.
دوه ویشتم: په جبري دود د افراطي تفکر عملي کول
د طالبانو ډلې په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر په نوم یو وزارت رامنځته کړی، چې د دغې ډلې محتسبین دا حق لري، چې په ټولو دولتي، غیر دولتي ادارو او عامو وګړو څار وکړي او پر دوی د اسلام په نوم هغه لار عملي کړي، چې د دغې ډلې له خوا رامنځته شوې ده.
د دغه وزارت له جبري کړنو هره ورځ راپورونه خپریږي، د موسیقي اورېدونکي ګواښل کیږي، هغه کسان چې ږیرې خریلي دي ځپل کیږي، پر طالبي حجاب ټینګار کوي او ان په ځینو مواردو کې یو شمېر ځوانان او مېرمنې بندیانوي.
دغې ډلې د رسنیو ګڼ خبریالان بندیان کړي، د مدني ټولنې غړي یې ګواښلي او شکنجه کړي دي.
همداراز طالبانو د افراطي تفکر د ترویج او له دغه فکره د دفاع لپاره په کابل کې د ټولنیزو رسنیو لپاره یو شمېر چلوونکي په دندو ګومارلي، چې په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو په اړه تبلیغات او ضد تبلیغات وکړي.
دوی په کابل کې په درېیو جلا ډلو کې د طالبانو په اړه د مثبتو تبلیغاتو، له جهاد او اسلام څخه د دفاع په نوم د یو شمېر افراطي افکارو په موخه فعالیت کوي.
د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د بدري مجازي فدایان، د دفاع وزیر ملا یعقوب عمري مدافعان او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق اماراتي ابابیل په نوم ځانګړې او جلا ډلې لري، چې په ټولنیزو شبکو کې په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي.
درویشتم: د نړۍوال اعتبار له منځه تلل
افغانستان د نړۍوال اعتبار له رکود سره مخ دی او دا مهال په سیمه ییزه او نړۍواله کچه هغه اعتبار چې په وروستیو شلو کلونو کې د حکومتولۍ، خپلواکو او ولسواکو بنسټونو، د مدني ټولنې، د بیان ازادۍ، د مېرمنو د حقونو او د زده کړو په برخه کې تر لاسه کړی و؛ له لاسه ورکړی دی.
دا اعتبار ورځ تر بلې مخ پر ځوړ دی؛ ټول نړۍوال کنوانسیونونه، تړونونه او رسمي سیاسي تعاملات له منځه تللي، نو له همدې امله افغانستان له نړۍوال اعتبار څخه بې برخې شوی دی او دغه هېواد ته ټوله نړۍ د یوه مافیايي بانډ په سترګه ګوري.
څلرویشتم: د ولسواکو بنسټونو له منځه وړل
د طالبانو د واکمنۍ په رامنځته کېدو سره په افغانستان کې د زعامت د انتخاب ولسواک دود له منځه ولاړ، ټاکنې، پارلماني بنسټونه، ولایتي شوراګانې او د لوړ رتبه دندو د انتخاب مسلکي او تخنیکي ادارې له منځه تللي دي.
دغې چارې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې علاقه هم کمه کړه او د سیمې په کچه یې اوپراتیفي تعاملاتو ته لار پرانیسته.
د واکمنو په ټاکلو کې د ملت د انتخاب حق له منځه ولاړ او دغې چارې د بین النسلي او بین الملتي تعاملاتو تر منځ د واټن د رامنځته کېدو پروسه چټکه کړې ده.
پنځه ویشتم: د دیني اقلیتونو ځپل
طالبانو له اوله د دیني او مذهبي اقلیتونو په ځپلو پیل کړی دی.
د دغې ډلې د یو شمېر مبلغینو او ځینو مشرانو هغه غږونه چې خپاره شوي پکې د دیني او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې کرکه ښکاري.
د افغانستان لویه برخه هندو باوره او سیکان له افغانستانه ووتل، ځینې یې د جمهوریت پر مهال د طالبانو د بریدونو ښکار شول او پاتې نور یې په افغانستان کې اوس د طالبانو له خوا ځپل کیږي.
د شعیه، بریلوي، پنج پیري، اهل حدیث، تبلیغي او په یو شمېر نورو نومونو طالبانو ځینې دیني علماء او د دغو لارو پیروان ځپلي او غوره بېلګه یې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم خبرې دي، چې یو شمېر مذهبي ډلې کافرانې بولي او وايي، چې پر وړاندې یې باید طالبان بې فکره پاتې نه شي.
د نړۍوالې مذهبي ازادۍ په اړه د متحده ایالاتو تېره میاشت ویلي وو، چې په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ وضعیت په دوامداره توګه خرابیږي؛ ځکه چې سیاسي افراطي ډلې چې ادعا کوي د اسلام استازیتوب کوي، لکه طالبان، په سیمه کې واک ته رسېدلي دي.
د بېلابېلو مذهبي ډلو کډوالۍ د هېواد په ټولنیز جوړښت کې تشه رامنځته کړې ده او دا تشه ورځ تر بلې په یوې عقدې بدلېدونکې ده.
شپږویشتم: د سیمه ییزو ترهګرو ډلو ملاتړ
که څه هم طالبان د رهبرۍ په کچه په ځلونو ویلي، چې افغانستان د هېڅ یوې وسلوالې ترهګرې ډلې ملاتړ نه کوي؛ خو سلګونه داسې بېلګې شته چې طالبان په سیمه کې د (ټي ټي پي) ملاتړ کوي او د افغان ځواکونو یو شمېر وسلو ته یې هم لاسرسی پېدا کړی دی.
له (ټي ټي پي) سره د پاکستان د حکومت د مذاکراتو د پروسې پیل او د منځګړي په توګه د طالبانو د رول لوبول هم دا روښانه کوي، چې د پاکستان له تحریک طالبان ډلې سره د افغانستان د طالبانو اړیکې له بل هر چا پیاوړې دي.
د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU)، د تاجکستان انصارالله، د تاجکستان اسلامي تحریک، د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM)، د پاکستاني طالبانو تحريک (TTP) او د هغه اړوند کوچنۍ څانګې، لښکر طیبه (LeT) او جیش محمد (JeM) هغه ډلې دي، چې په ښکاره ډول په افغانستان کې فعالیت کوي او د طالبانو له مستقیم او غیرمستقیم ملاتړ څخه برخمنې دي.
اوه ویشتم: رواني بې ثباتي
د طالبانو د واکمنۍ له پیله په افغانستان کې رواني بې ثباتي مخ پر ودې او د اوج پوړیو ته رسېدلې ده.
د رواني مسایلو بنسټونه، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، د روغتیا نړۍوال سازمان او ګڼو نورو بنسټونو راپورونه ورکړي، چې په افغانستان کې مېرمنې له رواني ستونزو سره مخ دي.
ماشومان دویمه ډله انسانان دي، چې له رواني بې ثباتۍ څخه کړیږي او درېیمه ډله هغه نارینه دي، چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو څخه پورته دي.
د افغانستان، پاکستان او هند د ښځو د حقونو شبکې د راپور له مخې؛ په سلو کې ۸۸،۴ افغان ښځې د پولیسو او محاکمو خدمتونو ته لاسرسی نه لري، چې له امله یې رواني بې ثباتي رامنځته شوې ده.
دغه شمېر د افغان ښځو د وضعیت او په پاکستان او هند کې د کډوالو ښځو پر ژوند د طالبانو د حکومت د اغېزو په اړه د دغې شبکې په درېیو راپورونو کې راغلي.
دا څېړنه له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان، پاکستان او هند کې له سلګونو ښځو سره د مخامخ خبرو، انلاین مرکو او د پوښتنلیکونو د وېش پر بنسټ ترسره شوې ده.
دا څېړنه د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې له ۵۰۰ مېرمنو سره په بلخ، بامیان، هرات، جوزجان، کابل، کندز، لغمان، ننګرهار، نیمروز او پکتیا کې مخامخ مرکې او په پنجشیر کې د انلاین مرکې ترسره شوې دي.
د دې څېړنې له مخې؛ په افغانستان کې ۸۶ سلنه ښځې رواني ستونزې لري.
د ځوانانو اکثریت برخه د نامعلوم برخلیک له امله له رواني بې ثباتۍ سره مخ دي، چې له امله دا بې ثباتي ورځ تر بلې د ترویج په حال کې ده.
اته ویشتم: د افراطي مدرسو ډېرښت
په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان او پاکستان کې د افغانستان لپاره د مدرسو موجودیت د افراطي جګړو د شدت تر څنګ د عصري او ديني علومو تر منځ واټن او عقده رامنځته کړې ده.
مګر د طالبانو په بیا واک ته رسېدو سره د مدرسو د جوړېدو چارې دومره چټکې شوي، چې ساری یې په تېرو سلو کلونو کې نه لیدل کیږي.
د طالبانو د پوهنې وزارت رسمي معلومات ښيي، چې دا مهال په افغانستان کې د دیني زده کړو څه باندې۱۵۴۰۰ زره مرکزونه فعالیت لري، چې ۱۱ زره یې نارسمي مدرسې او ۴۴۵ غیر رسمي دارالحفاظونه دي.
د طالبانو د قوماندانانو دغو مدرسو په افغانستان کې د مذهبي توندلارۍ لمنه په چټکۍ سره پراخه کړې ده.
دا د اندېښنې خبره ده، چې د افغانستان نېږدې څلوېښت میلیونه نفوس ته له پنځلس زرو زیاتې داسې مدرسې جوړې شي، چې پکې یوازې افراطي تفکر تدریسیږي.
نهه ویشتم: د ملي روایتونو له منځه تلل
د حکومتونو او نظامونو د پاېښت لپاره اړینه ده، چې ملي روایتونه تقویه شي او د ملي سمبولونو په توګه ترې استفاده وشي، چې همدا روایتونه د ملي سرو کرښو په معنا کارول کيږي.
طالبان په لوی لاس رامنځته شوي ملي روایتونه ړنګوي؛ لکه د غازي امان الله خان او د امانیه دورې او ازادۍ په باب رامنځته شوی او غښتلی روایت؛ خو طالبان هڅه کوي، چې د افغانستان د ازادۍ کرېډیټ له نوموړي واخلي او په شعوري ډول د خپلې ډلې او ملا عمر روایت غښتلی کړي.
د افغانستان ملت د یوه لرغوني روایت په توګه د طالبانو اوسنی روایت چې دوی یې په ملي جامه کې د وړاندې کولو هڅه کوي، منلو ته تیار نه ښکاري.
دېرشم: د ژبنیو او قومي اختلافاتو زیاتېدل
د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ سره په افغانستان کې د قومي شخړو، اختلافاتو او ناندریو سلسله لا غښتلې شوه او دا چاره په اوږدمهال کې د یوه ملت په توګه افغانستان ته لوی خنډونه جوړ کړي.
که څه هم د طالبانو اصلي طالبي تفکر د یوه قوم پر بنسټ نه دی جوړ شوی؛ ځکه چې دا ډله د یوې مذهبي افراطي ډلې په توګه خپل ځانګړي اهداف تعقیبوي؛ خو په لوی لاس د یو شمېر اقوامو له نظره غورځول د دې سبب شوي دي، چې په افغانستان کې د قومي شخړو، عقدو او ناندریو له پاره لاره هواره شي.