د برېتانیا د پاچا نږور له افغان ښځو سره یو ځای اشک او منتو پاخه کړل

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۴

مګان مارکل په سویلي کلفورنیا کې له افغان مېرمنو سره په یوه کلتوري پروګرام کې ولیدل.

نوموړې په دغه پروګرام کې له هغو ۱۵ افغان مېرمنو سره اشک او منتو پاخه کړل، چې په دې وروستیو کې امریکا ته تللې دي.

د برېتانیا د پاچا نږور مګان مارکل په سویلي کلفورنیا کې له افغان مېرمنو سره په یوه کلتوري پروګرام کې خبرې اترې وکړې.
مېرمن مارکل د شنبې په ورځ له دوی سره د ښه راغلاست په پروګرام کې وکتل.
د ښځو دغه ډله چې په دې وروستیو کې امریکا ته کډوالې شوې دي، له پخلي وروسته یې د خپل ژوند داستانونه وړاندې کړل.
د اچول بنسټ د بیانیې له مخې؛ ټاکل شوې چې دا پروګرام به د هغو ښځو لپاره چې په دې وروستیو کې افغانستانه امریکا ته لیږدول شوې دي، د خوندي پټنځای او پراخ چاپیریال رامنځته کړي.
دا پروګرام د ارچول ډلې او مینا نوملړ په همکارۍ جوړ شوی دی.
مینا نوملړ له ۲۰۱۴ کال راهیسې په افغانستان کې له ښځینه سیاسي فعالانو او مشرانو سره په افغانستان کې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې همکاري کوي.
دغه سازمان په ۲۰۲۱ کال کې له له افغانستانه د څه باندې دوه زره افغان ښځو او کورنیو د اېستلو په برخه کې مرسته کړې ده.

نور خبرونه

رادیو