د رېښتر په کچه ۴.۴ درجې زلزلې د بدخشان ځینې سیمې ولړزولې

د يکشنبې ورځ د سلواغې په ٢٢مه سهار شاوخوا پنځه بجې د بدخشان ولايت ځينې برخې زلزلې ولړزولې. د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې په ویب پاڼه کې د دغې زلزلې شدت ۴.۴ ښودل شوی او مرکز یې د بدخشان ولایت جرم ولسوالي ده.
تر اوسه پورې د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
تېره شپه هم د کابل په ګډون د افغانستان ځینې سیمې یوې زلزلې لړزولې دي.