شننه؛ د پاکستان د ټولټاکنو پایلو او روان کړکېچ ته یوه کتنه
د پاکستان په انتخاباتو کې درې ډلې وړاندې ښکاري؛ ښياړخي پاپیولیستان (تحریک انصاف)، د پاکستان په وجودي منطق کې ورشریک د استبلېشمینت او پوځ له پلوۍ برخمن پانګوال (مسلملیګ ن) او په سېند کې دودیز کین اړخي پاپیولیست (پیپل پارټي).
د پښتونخوا ملتپالو پښتني ګوندونو بده ماتې منلې، د پوځ له ملاتړ برخمنو مذهبي ګوندونو هم چندان ګټه کړې نه ده او په سهیلي پښتونخوا کې د ملتپالو پښتنو برخلیک هم خوندور نه بريښي.
د ټاکنو له لومړنیو (ناحتمي – ناروستیو) پایلو څخه څو خبرو ته رسېدلای شو.
۱ـ پوځ تل د پاکستان د ټولټاکنو په مهندسي کې ځواکمن لاس درلوده. دا ځل یې وغوښتل اقتصادي ناورینځپلی، بېثباته او له نړیوال ګوښیتوب(انزاو) سره مخامخ پاکستان ته د دغو انتخاباتو په مټ نسبي ثبات وروبښي. نواز شریف د فساد له ګڼو حقوقي دوسیو سره سره د همدې لپاره پاکیستان ته راغی (راوغوښتل شو) چې که د پوځ په مټ بریالی شي، ښايي د پاکستان تاوتریخجن سیاسي وضعیت او لړزاند اقتصادي حالت ته به یو څه ټیکاو وروبښي، خو د لومړنیو ناحتمي پایلو له مخې په بندیخانه کې د پروت عمران خان مخکښۍ ښايي ټول هېښ کړي وي، یو خو د پوځ د مهندسي هڅه ناکامه شوه، بل که د خلکو اراده د تحریک انصاف په ګټه وي، نو دا تر ټاکنو روسته د پاکیستان کړکېچن وضعیت نور هم خرابولای شي. تحریک انصاف او عمران خان له دوی سره د شویو ناانصافیو لپاره له ګرومونو (عقدو) څخه ډک دي.
۲- بله دا څرګنده شوه، چې د قائد اعظم په پله روان د استبلېشمنت دعوا دار پانګوال مسلملیګ په پاکستان کې دودیز –تاریخي اغېز بایللی دی. عمران خان د دوو لویو سره سیال پارټیو د اوږده فساد او د هغوی د ناکامو سیاستونو په پایله کې د اقتصادي بحران راپېښېدو څخه ګټه پورته کړه او د ښي اړخي عوامپسند یا پاپیولیست سیاست په پایله کې یې تر دواړو پارټيو (مسلم لیګ او پیپل) ځان مخکې کړ. عمران خان ځان د عامو پاکیستانیانو استازی معرفي کړ او سیاست یې د فیوډالو پنجابي کورنیو او سېټمشربه سیندهي میراثخورو له ګورت څخه راوویست.
۳- نوي وضعیت ته په پام، پوځ غوښتل د ملافضل الرحمان او نورو مذهبي پنډتانو بخت هم و ازمايي او د دې لپاره، چې په خپلو پنډغالیو کې د روزلیو ځانمرګیو له بریدونو وژغورل شي، له دغو پنډتانو څخه د یوه ایډیولوژیک ډال په توګه کار واخلي. پوځ چې په خپله هم تر پوزې په مالي فساد او مذهبي بنسټپالنه کې ډوب دی، په دې هڅه کې هم ناکام شو. ملافضل الرحمان په خپل کور کې له عليامین ګنډاپور څخه مات شو.
۴- بلوچستان د بېلتونپالنې لمبو په سر اخیستی،تر ټاکنو یوه ورځ مخکې په کې دوه بمي چاودنې وشوې او تر دېرشو یې زیات کسان ووژل. له جغرافیايي او ستراتيژیک پلوه په دغې تر ټولو سترې صوبې کې د بدامنۍ له ډاره ټاکنې داسې وشوې، لکه نه چې وي شوې. خو په پښتونخوا کې ملتپالو پښتنو ګوندونو بده ماته زغملې ده. په خپل مورني ټاټوبي مردان کې د ګوند مشر مرستیال علي حیدر هوتي ناکام شو، مسئولیت یې ومانه او سمدلاسه یې له خپلې ګوندي څوکۍ اوږه وڅنډله.
تر ډیورند کرغېړنې کرښې هاغاړه پښتنو ملتپالو ګوندونو ریښه له افغانستان سره په نږدې اړیکو کې وه. دوی په افغانپالنه کې داسې ژوندي وو، لکه کب، چې په اوبو کې ژوندی وي. افغانستان ته شا ګرځول به خامخا د دوی لپاره دغسې پایلې لري، چې نن یې ګورو.
ملي سیاست دا نه دی، چې پښتون ملتپال دې ځان د (ښه پاکستاني) په نوم رنګ کړي او بیا دې له پښتنو څخه رایه وغواړي. یا دې بلې خواته یو بل پښتون ګوند په افغانستان کې ځان د هغې واکمنۍ استازی وګڼي، چې ټاکنې، اساسي قانون او ولسواکي و جمهوریت کفر ګڼي، خو پخپله دې بیا ټاکنو ته ولاړ وي. پښتانه شعور لري، پوهیږي او بالاخره په کاسه کې هغه څه راوځي، چې په دیګي کې پاخه شوي دي.
پښتانه ملتپال نه ( ښه پاکستانیان) شول او نه هم ملتپال افغانان پاتې شول. خلکو وروښوله، چې که له موږ څخه رایه په دې نامه غواړئ، چې ګواکې ښه پاکستانیان یاست، په دې معیار خو بیا تر تاسو عمران خان او تحریک انصاف والا ډېر سوچه او ښه پاکیستانیان دي.
لنډه يې دا، چې پاکیستان تر ټاکنو روسته یوې نوې کړکېچنې او متشددې دورې ته ورننوت. تحریک انصاف ډېرې رأیې ګټلي، خو مشران یې په بندیخانو کې دي. څه به کیږي؟
نورو ټولو ته، چې د پوځ سترګې وې، مات شوي دي.د شریف کورنۍ له یوې خوا او د بوټو د کورنۍ د پاتې شونو چلند له بلې خوا د تحریک انصاف او عمران خان نه هېریږي. عمران خان به خامخا دا په یاد ساتي، چې ملافضل الرحمان څه ورته ویل؟ او دا دی اوس په انتخاباتو کې د دوی په وړاندې راڅملاستلی دی.دا به روسته څرګندیږي، چې په زندان کې پراته ګټونکي او ازاد بایلونکي څه سره کوي؟
پوځ به هم خپلنوي حیثیت خامخا وارخطا کړی وي.
بېلتونپالنه له بلوچستان څخه ګېلګيټ بلټستان ته ورخوریږي، پښتانه خو ورځه لا له دې شعور څخه لرې دي، خو پاکیستان به په تشه خزانه دغه نوی کړکېچ څنګه مدیریت کوي؟ راروانه زمانه به یې سپینوي.
د افغانستان ګاونډ په کړکېچ کې ډوب دی او لګېدلی اور ګرد ترې تاویږي.پاکستان ښايي دا پند اخیستی وي، چې د ګاونډيو په کور کې ثبات ړنګول او په سیمه کې ولسواکي ماتول په حقیقت کې په خپل کور کې دیموکراسي ضد ځواکونه راپاڅولای او ثبات د باد بڼکه کولای شي.
یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د لیکوالو د نظر درناوی کوي.