د بلوچستان په پښین کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۴۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۸

په بلوچستان کې د پولیسو رسمي سرچینې وایي، چې په پښین کې د یوه خپلواک نوماند په ټاکنیز دفتر د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.
د عیني شاهدانو په وینا، ټپيان نږدې روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
پولیس وایي، چې چاودنه د ټاکنیز نوماند له دفتره بهر شوې ده.
د دوی په وینا، د چاودنې له خبر سره سم پوليس سيمې ته رسېدلې او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د جيو نيوز د خبريال په وینا چاودنه د پخواني وزير اسفنديار کاکړ د دفتر مخې ته شوې ده؛ خو هغه په دفتر کې نه و، د چاودنې پر مهال په سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه.
ویل کېږي، چې په دغې سیمې کې د نورو سیاسي ګوندونو دفترونه هم شته.
دا د پاکستان د ټاکنو په درشل کې چې سبا ته ترسره کېدونکې دي، نوې چاودنه ده چې د ټاکنو له پاره د یو ولاړ نوماند پر دفتر ترسره کېږي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر ټاکنیزې غونډې او کمپاینونه تر بریدونو لاندې راغلي دي؛ خو حکومت په بیا، بیا ویلي چې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت له پاره یې لسګونه زره ځواکونه ګومارلي دي.

نور خبرونه

رادیو