ځایي سرچینې: طالبانو د څمکنیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پخواني حکومت یو سرتېری وژلی

ځایي سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته وویل، چې طالبانو د تېر حکومت د پکتیا د دویم سرحدي کنډک د دویم ټولي سرتېری وژلی دی.
دغه سرتېری شفیق د لعل جان زوی د پکتیا د پټان ولسوالۍ د څپرې کلي اوسیدونکی و. د شفیق جسد د سې شنبې په ورځ د څمکنيو ولسوالۍ اړوند د سلطانګۍ راغه کلي کې موندل شوی دی.

د شفیق له جسد څخه څرګندیږي چې لومړۍ شکنجه شوی او بیا وژل شوی دی. سرچینه وایي نوموړي له چاسره شخصي دښمني نه لرله.
د سرچینې له قوله، طالبانو څو میاشتې مخکې د شفیق په ورور چې د تېر حکومت سرتېری و هم حمله کړې وه. د شفیق پلار هم د تېر حکومت نظامي و، چې په تېر نظام کې شهید شو.
یوناما په کراتو ویلي، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د تېر حکومت مامورین او سرتېري نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.