بدخشان او نېږدې سیمې د رېښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزلې لړزولي دي

له بدخشان څخه یو شمېر سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نن د شپې ۷:۵۲ بجې یې د زلزلې ټکانونه حس کړي دي.
د زلزلو او اتش فشانونو د ارزونې او څارنې ادارې د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) پر خپلې ویب پانې لیکلي، چې دغه زلزله د ریښتر په کچه ۴،۳ درجې وه، چې د بدخشان اشکاشم او فیض اباد سیمې یې لړزولې دي.
د یادې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې؛ د زلزلې ټکانونه په کابل، کندز، کونړ، بغلان، ننګرهار، لغمان، پروان، پنجشیر او د خېبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې هم حس شوي دي.
یاده ویب پاڼه زیاتوي، چې د زلزلې دغه ټکانونه د تاجکستان په یو شمېر سیمو کې هم حس شوي دي.
تر اوسه پورې د دغې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.