اسلام اباد کې د بلوڅ پرلت له ختمولو نه پس دویمه مرحله
او اخر هم له ډېر رياستي فشار نه پس ماهرنګ بلوڅ اعلان وکړ چې اسلام اباد کې د دسمبر پر ۲۰ پېل کړی پرلت په ۲۳ جنورۍ ختموي. دا پرېکړه له هغه وروسته وه چې د اسلام اباد پريس کلب نه يو ليک لېږل شوی او پکې لیکلي و، چې مونږ ته د بلوڅ مظاهرينو د پرلت له امله ډېرې ستونزې دي.
دا ليک د رياستي لفافو د هغه زيړ صحافت څرګندونه کوي چې هغوی د اسلام اباد د سرکاري او رياستي حساسو ادارو پريس کانفرنسونو په لومړي صف کې ناسته کوي او قلمونه یې محتاط سرکاري لفظونه ليکي.
د بلوڅ پرلتوالو په حواله د اسلام اباد د پريس کلب دا ليک هم هغوی ليکلی چې د پاکستان دارالخلافه کې د بلوڅانو دا پرلت نور نشی زغملی ځکه چې ټولې نړۍ ته دا غږ ورسېد او په نړيوالو رسنيو د بلوڅ "مس پرسن" یا ورکو کسانو خبرې وشوې.
ماهرنګ بلوڅ د پرلت ختمولو اعلان او بلوچستان ته واپس تګ سره د دویمې مرحلې اعلاميه خپره کړه، چې پکې راغلي، ځای په ځای به جلسې کوي او لومړۍ جلسه به کوټه کې کوي.
دا یې د پرلت دویمه مرحله ده او ور سره د ولسي سياسي نظر خپلولوو هڅه ده، خو دا وخت د ټولټاکنو له امله دبلوڅ مظاهرينو غږ روستو لاړ او د احتجاج کومه تيزي چې پېدا شوې وه هغه يو ځل بيا سړه شوه.
د ټولټاکنو شور بيا ورپسې په نتايجو د سياسيګوندونو اعتراضات او په يوبل د دهاندلۍ یا درغلۍ تورونه لګول، بيا د نوي واک ترلاسه کولو لپاره په مرکز او صوبو کې د حکومتونو جوړولو خريدو فروخت او د اميدوارانو ځانته راکش کولو مرحله او بيا په ايوانونو کې سياسي کبډي اوږده سلسله ده.
په داسې سياسي الغاو تلغاو کې به د ماهرنګ بلوڅ غږته ولسونه پام ونه کړي او بله بنيادي ستونزه به دا وي چې د بلوچستان غوندې علاقو نه به د بلوڅ مظاهرينو غږ رسنيو داسې نه خپريږي، څنګه چې له اسلام اباد خپريده، ځکه بلوچستان کې د خپرونو وسيلې کمزورې دي او دومره حساس نازک خبر څوک نه اخلي.
د بلوڅ پرلتوالو خپلو علاقو ته بې نتيجې واپسي او بيا خپلو خپلو علاقو ته خپرېدل په هاغه معنا لري چې «تقسيم یې کړه او حکومت پرې وکا»
د بلوڅانو خپريدل خو د ټولو لپاره دومره د خطرې نه دي څومره چې د ماهرنګ بلوڅ او ورسره د نورو تعليميافته پېغلو جينکو لپاره خطرناک عوامل لري.
ځکه چې هم د دوی په وجه د بلوڅ پرلت والو غږ مقامي او بهرنو رسنيو ته ورسېد او د پاکستان د رياستي جبر څرګندونه وشوه.
د دې پرلت والو په وجه او په خصوصي توګه د ماهرنګ بلوڅ مخامخ راتلو سره هغې ته لکه د پلار او ورور پشان حالات جوړ شوي دي.
بله دا چې هغه په خپله مبارزه کې د سياسي ګوندونو حمايت او ملاتړ نه لري، ځکه چې دا ټول ګوندونه پارلماني سياست کوي او د بلوڅ مس پرسن ايشو یا د ورکو کسانو مسله د پارلماني سياست لپاره د اقتدار اتحاديه په توګه پکاروي.
لکه اختر مينګل لومړی له عمران خان سره د اقتدار اتحاديو او د بلوڅو دغه ستونزه به یې ورته بيا بيا د سياسي اتحادي فشار په توګه پېش کوله، خو د عمران خان بېوسي بلوڅو اتحاديانو ته هم ښکاره وه چې دا کار د منتخب سياسي جمهوري واکمنو په وس نه دی.
په دويم ځل له پي ډي ايم سره عدم اعتماد ملګرتيا هم له نتيجو ترلاسه کولو پرته پای ته ورسېده، ځکه چې دا اختيار نه پارلمان لري، نه سياسي جمهوري اقتدار دا فصله کولی شي، حتا چې عدالت هم په دې معامله پخه چوپه خوله ناست دی، لکه چې هېڅ يو طاقت له پیريانو سره د مقابلې وس نه لري.
چرته چې ولسي رایه دومره کمزورې وي، چې پارلمان په دې معاملو وس نه لري او چې عدليه هم دا فیصله نشي کولي نو هلته د پرلت والو غږ بغېر د رسنيو نه بل هېڅ لاره او وسيله نه ويني.
دغه لاره چاره هم د مقامي ملکي رسنيو کار نه دی، بلکې د بهرنیو رسنيو له لارې دغه غږ خپريږي ځکه چې په ملکي رسنيو هم د رياستي بنديزونو د غېر محسوس انداز يو فشار هر وخت موجود دی.
ثبوت یې د بلوڅ پرلتوالو پر ضد د اسلام اباد پريس کلب له لوري دغه ليک دی چې د پرلتوالو نه یې شکايت درج کړی دی او ماهرنګ بلوڅ د پرلت نه پاڅېدلې ده،ټول پرلتوال واپس بلو چستان ته تلي دي.
د دویمې مرحلې اعلان یې هم کړی دی، خو د هغوی اواز به هومره زورنه لري چې غږ یې د بلوچستان د وروستو پاتو علاقو نه را وخيږي، ځکه د ملکي مقامي رسنيو رسد نشته او که وي نو هغوی د بهرنیو رسنيو پشان کار نشي کولی.
له اسلام اباد نه واخله تر بلوچستان پورې د ماهرنګ بلوڅ او ورسره د ټولو اعلا تعليميافته جينکو لپاره ژوند ژواک کار روزګار يا تعليمي سلسلې جاري ساتل هم ګران ښکاري، ځکه چې په ايران کې کوم کسان په نښه کړی شوي دي هغوی د ترهګرو په فهرست کې شميرل شوي دي او ماهرنګ بلوڅ یې اعتراف کړی دی چې د هغوی وارثان پرلت کې ناست دي، په يو حساب دا د رياستي جبر خلاف باغيان دي او د وسله وال مزاحمت شکل لري.
دغه خبرې د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو د څانګې وزير جان اڅکزي هم کړېدي چې ماهرنګ بلوڅ په پردۍ ايجنډې کار کوي. اشاره یې هند ته ده.
نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ هم د مس پرسن په حواله د استخباراتي شبکو ژبه وایي او په تېره اسمبلۍ کې یې په دې هکله وینا هم په ريکارډ موجود ده چې د بې درکه بلوڅانو اعداد شمار او ټول موقف د پوځ طرفداريښیي.
د نګران وزيراعظم په توګه د هغه انتخاب هم دغه تقرير ياديږي چې مقتدره ادارو ته " منظور نظر" خوښ شخصيت وګرځېد چې ذهن یې باوري دی او د يوې خاموشه مارشلا رول لوبوي.
که نګران وزيراعظم انوارالحق دی، که جان اڅکزی دی دواړه د باپ ډلې دي او د دواړو سياسي رول په هرچا څرګند دی چې په هره څانګه یې ناسته کړې ده، بد بختانه دواړو سره د پښتنو د لويو غټو قبيلو نوم تړلی دی، خو اسلام اباد د غټو قبيلو نومونه او خاصيتونه لکه د موسمونو بدلوي نو په سرکاري پښتنو خپل واردات داسې کوي لکه په اجرتي قاتلانو چې څوک بل وژني خو دا يو نفر وژل نه دي قامی وژنه ده.
اوس د بلوڅ پرلت والو د واپسۍ نه پس چې کوم نوی صورتحال مخې ته راځي، نو هغه د نګران وزيراعظم د خبرو پر ضد د مزاحمت کارو هغه دړکه هم د پام وړ ده چې انوارالحق کاکړ ته یې ويلي، دی ته به واپس بلوچستان ته اخر هم راځي.
د دې خبرې نه څرګنده ده چې يو سياسي شخصيت ته ولس کې ګرځېدل به څومره ګران وي، ځکه چې نګران وزيراعظم په اسلام اباد کی د پرلتوالو ملاقات څه چې د همدردۍ کلمات هم ادا کړي نه دي او پرلتوالو په زړونو کې خپګان یووړ.
بل خوا د پرلتوالو د واپسۍ نه پس ماهرنګ بلوڅ او نورو جينکو ژوند ژواک ته ستونزې ډېرې شوې، اسلام اباد ته راتګ یې انساني، اخلاقي، سياسي جمهوري حق دی، خو واپسي یې لکه د نورو پرلتونو بې نتيجې ده، خو دا واپسي نور حساسيت ځکه لري چې په اسلام اباد یې بهرنو رسنيو د لارې خپله مقدمه درج کړه چې په ټولو رياستي ادارو يو ګوزار دی.
د بلوڅ پرلت والو له واپسۍ نه پس چې د حالاتو په شيشه کې څه ښکاري، نو وسله وال بلوڅ به د مزاحمت په لور تېزو عملياتو ته را پاڅي، خو په عکس العمل به رياستي ادارې په ځان د لګېدلو الزامونو د سپا کولو لپاره هغه اوازونه په داسې طريقه خاموشوي چې مثال به یې د دې شعر پشان وي.
دامن پہ کوئی چھینٹ نہ خنجر پہ کوئی داغ
تم قتل کرو هو کہ کرامات کرو هو
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل - پښتو سیاست نه منعکسوي.