یونیسېف: په افغانستان کې ماشومان د زدهکړې لپاره خوندي او مناسب چاپېریال لري
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسېف) له لوري په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، په تېر میلادې کال کې یې ۵،۷ مېلیونه زدهکوونکو سره د زدهکړو، خوندي او مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په برخو کې مرستې کړې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسېف) د چهار شنبې په ورځ د (سلواغې ۴مه) د خوندي ښوونځي، خوندي راتلونکې تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی او وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په ښوونځیو کې ۵،۷ مېلیونه ماشومانو سره د درسي کتابونو، د زدهکړې تجهیزاتو، او نورې درسي مرستې کړې، چې ۴۰ سلنه یې نجونې دي.
یونیسېف په خپل دغه راپور کې ویلي چې، سږ کال به د یوې برخې په توګه له اروپایي ټولنې سره په ګډه تر ۲۰۰۰۰۰ زیات ماشومان په لومړنیو ښوونځیو کې شامل کړي.
د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، یونیسېف او اروپایي ټولنه د لومړنیو ټولګیو له پاره چې د زدهکړو پياوړی بنسټ را منځته کوي ۳۸۵۰ ښوونکي روزي چې د تدریس څرنګوالی نور هم ښه کړي.
یونیسېف ويلي چې، سږکال یې د اروپایي ټولنې سره په ګډه په افغانستان کې په ۳۸۵ عامه لومړنیو ښوونځیو کې د ښوونځیو ودانیو او د ټولګیو له پاره مناسب چاپېریال جوړ کړي؛ ترڅو نجونې او هلکان وکولای شي پر زدهکړو ښه تمرکز وکړي.