افغانستان د یوې ډلې که د ټولو افغانانو لپاره؟

صفدر سلېمانخېل

مېلمه لیکوال

د دې پوښتنې ځواب طبعا واضح دی چې افغانستان باید د هېواد د ټولو اوسېدونکو شریک کور وي خو دلته په دې غږېږو چې ولې په عمل کې داسې نه وینو؟

په دې اړه بحث به د جنرال نبي عظیمي له یوې خاطرې پیل کړم. ستر جنرال محمد نبي عظیمي چې د پرچم ډلې غړی و، ارکانحرب جنرال و او پر نظامي پوهه سربېره د فرهنګ او قلم څښتن و.

د ده کتابونه ډېر لوستونکي لري. ده د «من و آن مرد موقر» په نوم د خپلو خاطراتو په اساس یو کتاب لیکلی دی چې په هغه کې یې د حفیظ الله امین د قدرت په وخت کې د خپل ژوند حالات بیان کړي دي.

جنرال عظیمي د ثور له کودتا وروسته د غزني د فرقې قومندان ټاکل کېږي. څه موده وروسته چې د کارمل او امین تر منځ کشمکش زیاتېږي، دی د پرچمډلې یو مهم غړی، عبدالوکیل- چې وروسته بیا خارجه وزیر شو- په پټه کابل ته ورغواړي.

عبدالوکیل ورته وایي چې که زموږ او خلقیانو تر منځ څه جنجال پېښ شو، نو فرقه تیاره کړه. جنرال عظیمي لیکي:«راته وایي که کارمل صاحب غاړه کې نه ښوده او خارج ته نه لاړ نو امین یې له منځه وړي. ایا په داسې حالت کې به زموږ نظامي ملګري د اعتراض په توګه، نه د کودتا یا مسلحانه قیام په توګه، چې په هر ځای او هر دریځ کې وي، د دنیا او افغانستان خلکو ته د خپل اواز د رسولو لپاره ځانونه او خپل قطعات مسلح نه کړي او واټونو ته به راونه وځي؟ »

پوښتنه ترې کوم چې رفیق وکیل، تاسې خو نشه نه یاست چې دا خبرې کوئ؟ داسې لوی ریسک منل خو څه ټوکې نه دي؟ راته وایي، نو چاره څه ده؟ ایا لاس تر زنه کښېنو او د خپل رهبر او ګرانو ملګرو وژل ووینو؟

له ځان سره وایم، وای، په عجب جنجال کښېوتم. زه اخر دې خواږه ملګري ته، چې د یوې فرقې د حرکت په اړه هیڅ معلومات نه لري، څه ووایم. کاش پوهېدای چې دغسې څه کولو ته حد اقل دوه اویا ساعته وخت پکار دی، هغه هم په نورمال شرایطو کې، په داسې شرایطو کې چې لاس او زړه دې نه رېږدي او د پټې کار نه وي. دی به نو څنګه پوهوم چې ګرانه دوسته، د فرقې تیاری یعنې په عسکرو باندې د وسلو، مهماتو او خوړو وېشل، یعنې په تخنیکي لحاظ د وسایطو چمتو کول او حرکت ته تیارول چې دا ټولې چارې وخت غواړي. توپونه او ټانکونه هم باید تیار شي، ځکه بې ثقیله وسیلې خو جګړې ته تګ نه کېږي.۳۶ مخ

عبدالوکیل ټینګار کوي او نبي عظیمي یې بالاخره ورسره مني. جنرال غزني ته راستنېږي او خپل ملګري منصبداران ورغواړي او ورته وایي:« ... که رفیق کارمل زنداني کړي، غبرګون به مو څه وي؟ ټول په یوه غږ: موږ هم سلاح اوچتوو او انتقام اخلو.» ۳۹ مخ

لکه جنرال عظیمي چې د هغه وخت په نظامیانو کې لوستی سړی و، عبدالوکیل هم د هغه وخت په پوهو او لایقو وزیرانو کې شمار و خو د دواړو په ذهن کې دا خبره نه تېرېده چې فرقې، اردو او مسلح قوتونه د هېواد د ساتنې لپاره وي نو کهپه ګوندي اختلافونو کې وجنګېږي، د هېواد انجام به څه وي؟ اصلا یو ګوند ولې باید په اردو کې خپل کسان ولري؟

که د پولیسو او اردو منصبداران او قاضیان په سیاسي ډلو کې د شمولیت حق ولري، بیا خو یو ملت د عدالت تمه نه شي کولای او یو هېواد له داسې ادارو بې برخې کېږي چې ټولو ته د منلو وي.

طالبان وروسته له څو لسیزو هماغه ناکامه تجربه تکراروي چې د میلیونونو افغانانو د وژلو سبب شوه. دوی له کابو نیمې پېړۍ کشمکشه وروسته بیا هم غواړي چې اردو، نظام او لنډه دا ټول هېواد دې د دوی د ډلې په خدمت کې وي.

ځینو طالب مشرانو دا خبره نه ده پټه کړې چې که د ښځو د کار او تعلیم اجازه ورکړي نو د ډلې ځینې کسان یې خپه کېږي. که د نیم نفوس ژوند تباه شي او په میلیونونو کورنۍ ناکرارې شي، پروا نه کوي خو د دوی یو څو خپل ملګري باید خپه نه شي ځکه دوی تر نورو خلکو زیات دي.

په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا تورخم بند شو چې زموږ سوداګرو او ټول ملت د میلیونونو ډالرو تاوان وکړ خوطالبان چې له ټي، ټي، پي سره یارانه لري نو که نور ټول ملت تاوان کوي، مهمه نه ده، خو دا یارانه باید خرابه نه شي.

که د روغتون رییس، د پوهنتون رییس او لنډه دا د هرې مسلکي ساحې رییس، بې تجربې او تر ډېره حده نالوستی طالب ټاکل کېږي، پروا نه کوي، ځکه افغانستان د طالبانو دی او مهمه دا ده چې طالبان باید خوشحاله وي.

د یوې ډلې د خوشحالولو لپاره ټول ملت محروم ساتل، دومره ناکامه تجربه ده چې په نهایت کې ان د هغې یوې ډلې راضي ساتل هم مشکل شي.

د افغانستان معاصر تاریخ د دې شاهد دی چې په ډلو کې همیشه انشعابونه راغلي او اند ډلې مشر او معاون د یو بل سخت مخالفان شوي دي.

تره کی او امین د یو بل د وینو تږي شول او د جمعیتاسلامي د مشر د کلونو کلونو مرستیال او د الازهر د زدکړو ملګری، استاد موسی توانا، د کابل په هغه جګړه کې چې د استاد رباني د پرځلو لپاره وه، د رباني د مخالفانو په خوا کې ودرېد.

دډلې لپاره د امتیاز اخیستل، نه د ټول ملت لپاره، یوازې په دې دلیل ناکامه لاره نه ده چې ملت ناراضه کېږي، بلکې په دې وجه هم ناکامه لاره ده چې په امتیازونو اموخته شوي، د امتیازونو لپاره په خپل منځ کې هم نه سره جوړېږي.

تر هغو چې د هېواد په کچه فکر کولو د ډلې، سمت یا قوم په کچه فکر کولو او امتیاز اخیستلو ځای نه وي نیولی، دوامداره سوله او نېمکرغي د مرغۍ پۍ دي.

د ډلې په کچه فکر کوونکي به یا په غزني کې فرقه هڅوي چې له کابل سره وجنګېږي او یا به د جنرال شهنواز تڼي غوندې له باګرامه الوتکې راپاڅوي چې ارګ بمبارد کړي او داسې نور ګڼ مثالونه خو د هېواد په کچه فکر کوونکي د ټول هېواد ګټو ته لومړیتوب ورکوي او اردو او سیاست له یو بله بېل ساتي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو پالیسي نه منعکسوي.