طالبانو په سپین بولدک ولسوالۍ کې سوداګریز مرکزونه تړلي او لسګونه هټۍوال یې بندیان کړي

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ څخه سرچینې وايي، طالبانو تېره ورځ یو شمېر لوی سوداګریز مرکزونه د کلدارو د کارولو په تور وتړل او لسګونه هټۍ وال او کارکوونکي یې بندیان کړل.

ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، د یادې ولسوالۍ ځايي طالبانو د چهار شنبې په ورځ د (مرغومي ۲۷مه) نږدې لس لوی سوداګریز مرکزونه وتړل او لسګونه هټۍ وال او کارکوونکي یې بندیان کړل .

د سرچېنو د معلوماتو له مخې طالبانو دغه سواګریز مرکزونه په پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې په تور بندیان کړي او سوداګریز مرکزونه او هټۍ یې د یوې میاشتې لپاره ورتړلې دي.

د کندهار د دغې سوداګریزې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، یوه میاشت وړاندې هم نږدې سل هټۍ وال او د بهرنیو اسعارو د تبادلې کاروباریان د سپین بولدک ولسوالۍ د طالبانو له لوري د کلدارو د کارولو په تور بندیان شوي وو، او څو ورځې وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب را خوشې شول .

خو تر اوسه پورې په رسمي ډول د ځايي طالبانو له لوري د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کلدارو د کارولو په تور د سوداګریزو مرکزونو د تړلو او د هټۍ والو د بندي کولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو کابو درې میاشتې وړاندې د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله د یو فرمان له مخې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز ولګاوه. او له یاد فرمان څخه سرغړونکو ته یې د طالبانو له لوري د سزا ورکولو خبره هم کړې وه .