قومي مشرانو او عالمانو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې نجونو او ښځو ته د تعلیم اجازه ور کړي
د افغانسان د ټولو ولایتونو په استازۍ ځینې قومي مشرانو او عالمانو د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې وغوښتل چې نجونو ته ښوونځي او پوهنتونونه پرانیځي. دا غوښتنه په داسې حال ده چې طالب چارواکي ځینې وخت «کلتوري ستونزې» د نجونو د زدکړو د ممنوعیت لپاره پلمه کوي.
ملا عبدالکبیر دفتر وايي، چې دا غونده پرون په ارګ کې د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د علماوو او قومي مشرانو د ونډې په اړه جوړه شوې وه.
د طالبانو په خبره، په دې غونډه کې د هیواد له ۳۴ ولایتونو دیني عالمانو او قومي مشرانو نجونو او ښځو ته د تعلیم د اجازې ور کولو سره زیاته کړه چې دې کار سره د افغانستان په چارو کې د بهرنیانو د مداخلې او دسیسې مخه ونیسي.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څه باندې دوه کاله تیریږي، خو نه یوازې دا چې د نجونو پروړاندې د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې نه شوې، بلکې د هرې ورځې په تیریدو سره د ښځو پروړاندې د ټولو تعلیمي مرکزونو دروازې هم کېوتړل شوې.
د ښځو پروړاندې د محدودیتونو زیاتیدل له بیلابیلو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو،ې خو طالبان بیا دغه غبرګونونه ددوی په چارو کې مداخله ګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې له تیرو دوو اونیو راهیسې د ټولو بندیزونو سره سره د طالبي حجاب د مراعتولو په تور لسګونه نجونې د کابل له شاوخوا سیمو څخه نیول شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دغه نجونې د بې حجابۍ د عامولو په تور نیول شوي، خو د امربالمعروف سرپرست وزیر محمد خالد حنفي نن یو ځل بیا د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د علماوو او قومي مشرانو د ونډې په اړه جوړه شوې غونډه کې د نجونې د نیولو تورونه رد کړل.