د پاکستان پوځ ومنله چې بلوچستان کې یې پنځه سرتېري وژل شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۴

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې یې له وسلوالو سره په چاودنه نښته کې پنځه سرتېري وژل شوي او په مقابل کې یې درې وسلوال وژلي دی.

د پوځ د اعلامیې له مخې، پرون اول د دوی پر ګاډي چاودنه او بیا نښته شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوچستان سرپرست سروزیر میر علي مردان خان ډومکي د سرتېرو په وژل کېدو خواشیني ښودلې ده.

هغه نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سولې او امن لپاره د دغو سرتېرو قرباني به هېره نه کړي.

نور خبرونه

رادیو