مولانا فضل رحمان؛ د پاکستان په نالېږلي او د طالبانو پر نابللي مېلمه د افغان ملت احتجاج

نورالبشر نوید

نورالبشر نوید

د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د کابل دورې په مهال د افغان ولس د ناخوښۍ څرګندونه د دې ملت دريځ ښيي، چې روښان فکره افغانان د پاکستاني بنسټ پالو نه مړه خوا شوي دي او د خپلو ستونزو لپاره نه غواړي چې د بل چا منځګړتوب ومني.

د افغان ولس د مولانا پرضد مظاهره ' د مولانا پر ضد مخالفې نعرې او د هغه انځورونه سيځل د سخت دريځ څرګندونه ده.

بل خوا د بېلا بېلو سرچينو د تبصرو نه هم دا څرګندېږي چې مولانا چا بللی او د چا لخوا کابل ته تلی دی-.د شلو بللو ځاې وي د يو نابللي نه وي، په رڼا چې ووايو نو مولانا نه ديخوا پاکستان د ثالث په توګه قبلوي، نه د طالبانو سرچينې دا بللی مېلمه ګڼی .

مولانا د طالبانو مشر هېبت الله سره د ليدو لپاره کندهار ته هم تلی و، خو چې د طالبانو د وياند زبيح الله مجاهد څخه وپوښتلی شول نو هغه وویل-!!

""زه څه نشم ويلی""

د وياند له دې جملې هم معلوميږي چې د مولانا مېلمستيا او ملاقاتونه د طالب حکومت د افغاني روايت يوه ناسته ده -دا مېلمه د کابل په زړه ناست وو-

د مولانا له کابل دورې هاغه مېلمستياګانې هم د هېرولو نه دي چې پښتانه قامپرست اوبلوڅ مشرتابه به کابل ته تلل، نو ولسونو به ورته د سرکار نه زياته خوښي څرګندوله او په مينه به یې نازول، خو د مولانا د دورې په مهال د افغان ولس احتجاج دا څرګندوي چې افغانان په مذهبي حبس کې له بنسټ پالو تنګ دي، لکه څنګه چې د ايران ولس اوس د خپلو امامانو د سرونو پټکي په ځمکه غورځوي او نوی نسل یې د ازادو قومونو روښان فکرۍ طرف ته روان دی.‎

د مولانا فضل الرحمان د کابل دورې هم ډېرې خبرې په خولو را وستلې چې اخر دا څه دومره د غوږ پټه صلاح وه چې مولانا د کور ټولټاکنو مهمات پرېښودل او خپلو شاګردانو له ورغی، هلته ښه او بد طالب جدا جدا کوي او کندهار پورې ورسېد.

دا هاغه کندهار دی چې د طالبانو پخواني مشر ملاعمر پکې د پاکستان وفدونه ليدل او په اخري ځل یې ورته د پخواني جنرال مشرف غږ رسولی شوی و چې د اسامه په حقله یې د امريکني ګواښ اخری خبره کوله.

هغه دا خبره وه چې له پاکستان نه په کابل د حملې لاره ورکول او نه ورکول له افغانستانه د اسامه له وتلو سره مشروط و، خو د طالبانو دريځ دا وو چې مونږ خپله مېلمه پالنه نه پرېږدو او د دې په نتيجه کې د طالبانو حکومت پر ضد د امريکا ګواښ او په پاکستان کې افغان سفير ملا ضعيف ته دا وېنا نن هم ياديږی چې پاکستان ورته ويلی وو-!!

""اوس ته زمونږ لپاره محترم نه یې""

د اسلام اباد نه تر کندهار پورې د محترم او نه محترم په دغه يو ټکي کې د امريکا خوښي او ناخوښي په نظر راتله .

اوس د طالبانو په دویمه دوره کې د کندهار مشرتابه هم نوی شوی دی او د مولانا فضل الرحمان په شکل کې دا سلسله هم دومره حده پورې شکمنه ده چې د طالبانو وياند هم وایي «زه څه نشم ويلی.»

د دې ناستې بندوبست د بلخ والی داود وفا کړی وو چېطالبانو مشرتابه ته نزدط وفادار کس بلل کيږي. د دغې ناستې موخه دا ښودل کيږي چې له پاکستان نه یې د امن پیغام راوړی دی. د طالبانو لومړي وزير ملا محمد حسن اخوند هم په دې اړه ويلي وو چې مونږ هيچاته دا اجازه نه ورکوو چې زمونږ د هېواد څخه دې بل ګاونډی وګواښي.

دا دهغو وېناکانوجواب دی چې پهپاکستاني رسنيو خپور شوی دی چې ټي ټي پي له افغانستان څخه حملې کوي.

دلته د مولانا په دوره کې د ''ښه او بد'' طالب خبره سر راښکاره کوي چې''ټي ټي پي'' د پاکستان په کاغذونو کې بلېک لسټ دی او د افغانستان طالب دې دغه بد طالب مونږ ته نه ګواښوي. دلته د ټي ټي پي شکل د اسامه بن لادن شو چې پاکستان کندهار ته د ملاعمر په وړاندې هم دا غږ لېږلی و چې اسامه دې د افغانستان نه ووځي او اوسدویمه دوره کې هېبت الله ته هم د ټي ټي پي په حواله د پاکستان د ناخوښۍ څرګندونه شوې ده- مولانا کابل ته د تګ نه وړاندې هم د ښه او بد طالب خبره کړې وه چې مونږ بد طالب په ځای ښه طالب اخلو يعنې ټي ټي پي سره ناسته نه کوو،خوافغان طالب چې څنګه د اسامه په مېلمستيا ټول افغانستان د امريکا په ګواښ بايللی وو دغه شان ټي ټي پي نه به څنګه لاس پسر شي چېد افغانستان نه پاکستان پورې يو ځای شريکوال پاتې شوی دی او پاکستان پکې د ښه اوبد طالب فرق داسې راوستو چې نيم ډنډ پاک او نيم پليت!!

له کندهار نه تر کابل او کابل څخه تر د اسلام اباد پورې دا سلسله له ډېرو خوږو ترخو وارداتو ډکه ده دا وارداتي عمل او عکس العمل په ځان کې ډېره نا ارامي او ناکراري هم لري او شکونه ګومانونه کله پټ کله ښکاره د دواړو ګاونډیو هېوادونو لپاره ښه نه دي خو بدبختانه د علامه اقبال دې وېنا ته د تاريخ په اوږدو کې هيچا کتلي نه دي-!!

اسيا يک پيکر اب ګل است

ملت افغان دران پيکر دل است

از کشاد او کشاد اسيا

از فساد او افساد اسيا

نن دا مسله يوازې د اسيا نه ده، د نړيوال امن لپاره به په دې منطقه کې لومړی قرار امن راوستل وي هله به نور هېوادونه په امن سکون ساه اخلي او پاکستان که هم کمزوری افغانستان د خپل ځان د فعاليت سره تړي نو دا به هم غلطه وي، د دغه بدبختو نتيجې د څلورو لسيزو د جنګونو جهادونو فسادونو او اوس د ښه اوبد طالب په شکل کی بيخي داسې صفا ښکاري لکه په شيشه کې مخ-!!

د دې منطقې په شيشه کې په ټولو مخونو د خپلو خپلو غرضونو او زاتي مفاداتو کرښې بيخي صفا ښکاري چې هر چا خپل جنګونه د پښتون افغان خاورې ته راوړل او نن حالت دا دی چې دوه ګاونډي هېوادونه په يوبل باور نشي کولی او په ښه او بد طالب کی نښتي دي. دغه ګونجې ګونجې تار کې د پولې اخوا او ديخوا پښتون افغان ځپلي کډوال شول او ترهګر ياديږي.

د افغان مسلېاوږدېلویې لوبې د مذهبی انتها پسندۍ غوندې خطرناک جنګ نن په ښه اوبد طالب دواړو کې يو شان څرګند دی. دغه دواړه يو شان پاکستان جوړ کړي وو او بيا څه وخت داسې راغی چې طالبان چاڼ کړی شول نو ښه او بد دوه قسمونهترې جوړ شول - او هر هېواد ځانته ځانته خپل خپل طالب ايجاد کړ، اوس پخپله طالب ته هم معلومه نه ده چې زه کوم قسم کوم نمبر ښه که بد يم. مولانا هم دغه چاڼ په لاس کابل ته لاړ، خو اوس طالب چڼولی نشي چې ځانته څوک رانزدې کړي او څوک اخوا کړي ځکه چې ښه او بد دواړه د جنګونو فسادونو مور زېږولي دي. د جنګ مور به د امن بچی څنګه راوړي دغه ټول د پاکستان د مدرسو شاګردان پاتې دي او شاګردانو چې کوم بچي راوړيدي، هغه د شر د نيکانې نسل دی. مولانا هم د هغو مدرسو دارلعلومومالک دی چې د افغان جهاد ثمرات دي، يو خوا یې بې کوره افغانان په کيمپونو کې بدبخته افغان نسل د دنيا په نمايش کې دشربت ګلې په انځور کې وړاندې کړ، د افغانستانمعصوميت یې په ډالرو خرڅ کړ بل خوا یې خپلې وړې کچه مدرسې په غټو مينارونو ودرولې چې شاګردانو ته یېد کتاب په ځاې بارود په لاس ورکړل

دااوسنۍ ناکرارۍ د اوږدو سلسلو هاغه سلسله ده چې ټول کردارونه که نوغې او ځيلې یې ديخوا دي که اخوا دي او که ديخوا، مولانا استاز دی که اخوا ښه او بد طالب دی، ټول د يو حماملوڅ لمبيدلي دي او که هرڅو هر چا خپلې خپلې جامې بدلې کړې دي خو هر څوک د تاريخ په سترګو کې ليدل کيږي او په هر چا څرګنده ده چې چا د افغانستان لپاره څه وکړل، د دې خاورې خاين څوک دی او مین څوک----- ؟؟؟