بدخشان د ریښتر په کچه ۴.۱ درجې زلزلې ولړزاوه
د امریکا د زلزلې معلوماتي مرکز د سې شنبې په ورځ – د مرغومې ۲۳ مه - د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د ریښتر په کچه د ۴،۱ درجې زلزلې د رامنځته کېدو خبر ورکړی.
د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، دغه زلزله پر ځايي وخت د شپې د نهو بجو په شاوخوا کې د اشکاشم د سویل لوېديځ په ٣٠ کيلومترۍ کې شوې ده.
په دې وروستیو کې څو پرلپسې زلزلو د افغانستان ځینې سیمې او په ځانګړې توګه بدخشان لړزولی دی.