د طالب او سیاسي قشر په مخ کې درې پوښتنې

صفدر سلېمانخېل

مېلمه لیکوال

په افغانستان کې حتا د طالبانو په شمول ټول په دې نظر دي چې دا اوسنی حالت موقتي دی. طالبان چې خپل حکومت ته سرپرست وایي، مانا یې همدا ده چې اوسنی پړاو تېرېدونکی ورښکاري.

طالبان له جدي امنیتي ګواښ سره مخامخ نه دي. دوی د خپل قدرت په مقابل کې مسلح مخالفت تر ډېره حده د جمهوریت د نسکورېدو په لومړي کال کې ختم کړ. د داعش یا یوې نیمې بلې ډلې غلچکي بریدونه که ادامه هم ومومي، له دوی جغرافیه نه اخلي.

د طالبانو نظام ته په رسمیت پیژندل هم لوی چلینج نه دی، ځکه د ښځو د کار او زدکړو په شمول که د بشري حقونو په ساحه کې ځینې حد اقل اقدامات وکړي، دنیا یې شاید په رسمیت وپیژني.

د دوی په مقابل کې اصلي چلینج دا دی چې په دې نه پوهېږي چې نظام به څنګه جوړوي او داخلي مشروعیت به څنګه حاصلوي؟

په افغانستان کې د یوه باثباته او واقعي نظام د جوړېدو پوښتنه نه یوازې د طالب، بلکې د طالب د اپوزیسیون او د هېواد د ټول سیاسي قشر په مخ کې پرته ده.

یو منلی او مشروع دولت به څنګه وي؟ د خلکو او دولت رابطه به یې څه ډول وي؟ مختلف لوري به د کومو قواعدو په اساس فعالیت کوي؟ د طالبانو جدي مخالفان ډېر ځله دا خبره کوي چې اول باید دا اوسنی حالت ختم شي، بیا به د نظام په اړه بحث کوو، خو تيرې تجربې د د دوی د دغه نظر کمزوري ثابتوي.

جهادي تنظیمونو به د جهاد په وخت کې ویل چې اول باید د خلق او پرچم حکومت ختم شي، بیا دا خبره اسانه ده چې اسلامي نظام جوړ کړو.

د ډاکتر نجیب الله حکومت یې ړنګ کړ خو د اسلامي نظام په اړه واحد تعریف ته ونه رسېدل. دوی په دې اړه واضح او مشخص نظرات نه لرل چې حکومت به یې په انتخاباتو ټاکل کېږي، لویه جرګه به رابولي، د اهل حل و عقد شورا به یې د مشروعیت منبع وي که به کومه بله لاره غوره کوي؟

کله کله به وویل شول چې اسلامي حکومت د اهل حل و عقد په ذریعه ټاکل کېږي خو د اهل حل و عقد په اړه هم کوم واضحتصور نه و او هر چا خپل تعبیر ورنه درلود.

تر مجاهدینو له مخه د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند مشرانو هم د نظام په اړه واضح نظریات نه لرل. په ظاهره خو دوی ته د شوروي د نظام تیار ماډل په مخ کې پروت و خو د هغه ماډل په اړه دوی کوم واضحتصور نه درلود.

په اوله کې چې له خلقیانو سره پوځي زور زیات و، پرچمیان یې یا له وطنه وایستل، یا یې ووژل یا یې برطرفه کړل.

هغه پولیت بیرو چې د ګوندي تشکیلاتو په اساس یې باید د دواړو لوریو استازیتوب کړی وای، د پرچم د فرکسیون دښمنه شوه. وروسته بیا چې حفیظ الله امین په ترهکيزورور شو، نور محمد ترکی یې ناڅاپه له ګوندي او دولتي دندو برطرفه کړ او د دې کار لپاره نه پولیت بیرو چا وپوښتله او نه د پولیت بیرو غړیو دا وویل چې دغه برطرفي خو باید زموږ د فیصلې په اساس وي.

وروسته بیا چې شوروي عسکر په افغانستان کې وو، ګوندي مشرانو په خپل منځ کې سره ونه وژل او چې شوروي عسکر ووتل، د دوی اختلافونه دومره زیات شول چې د نظام سقوط ته یې لاره اواره کړه.

اختلافونه په هره سیاسي ټولنه کې موجود وي مګر اختلافونه هغه وخت د تباهي سبب ګرځي چې د لوبې قواعد معلوم نه وي. حقیقت دا دی چې د افغانستان ګوندونو او تنظیمونو د حکومت کولو هوس کړی و مګر په دې یې کافي غور نه و کړی چې د کومو سیاسي قواعدو په چوکاټ کې به رقابتونه پالي؟

دویمه مهمه پوښتنه د ملي هویت ده. په افغانستان کې د بل هر هېواد غوندې یو ملي هویت شته خو پر له پسې جګړو او د پردیو لاسوهنو دغه هویت کمزوری کړی دی او تر هرې لویې سیاسي پرېکړې مخکې پکار ده چې سیاسي قشر د ملي هویت په اړه واحد دریځ ولري.

تر جګړو له مخه د ملي هویت په اړه اختلافي بحثونه نه اورېدل کېدل، مګر اوس شته. اوس د هېواد له نومه رانیولې د ملت تر نوم او ملي بیرغ پورې د بېلابېلو هویتي موضوعاتو په اړه متفاوت نظرونه وړاندې کېږي.

دا اختلافونه شاید ډېر جدي نه وي، مګر که یوه باثباته اینده غواړو، په دې اړه باید واضح او مشترک دریځونه موجود وي.

له ملي هویت سره اړوندو مسایلو په هکله مختلف نظرات لرل او داسې څرګندونې چې ملي وحدت ورسره کمزوری کېږي، په هېواد کې د راتلونکو مثبتو تغییراتو مخه نیسي.

ملي هویت د بلې هرې تاریخي پدیدې غوندې کاملا ثابت او نه بدلېدونکی مفهوم نه دی خو که په نوي ملي هویت باندې اتفاق نه وي شوی او زوړ تخریب کېږي، نتیجه یې لا زیاته ګډوډي او ناامني ده. د افغانستان سیاسي قشر او روڼاندو ته پکار ده چې په دې اړه هم واضح دريځ ولري.

دریمه لویه پوښتنه د افغانستان د خارجي روابطو ده. د افغانستان کابو څلورمه برخه اوسېدونکي په بهر کې کډوال دي او په بهر کې کار کول د خلکو د اقتصادي ژوند یو لوی فکتور دی.

زموږ هېواد نه یوازې د لویو انکشافي پروژو د مالي تامین لپاره بلکې ډیری وخت د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خارجي مرستو ته سخته اړتیا لري. ځکه نو د افغانستان د باثباته او روښانه اینده لپاره د خارجي روابطو بحث ډېر مهم دی.

تاریخ راته وایي چې د افغانستان تاریخي موقعیت ډیری وخت د خارجي قدرتونو د کشمکش میدان و. په شپاړلسمه او اولسمه پېړۍ کې افغانستان تر ډېره حده د صفوي او ګورکاني امپراتوریو د کشمکش ډګر و.

وروسته بیا دلته د څاري یا تزاري روسیې او برتانوی هند تر منځ کشمکش روان و او د مجاهدینو د خپل منځي جګړو یا د مجاهدینو او طالبانو ترمنځ د جګړو په وخت زموږ هېواد د ایران او پاکستان د رقابتونو شاهد و.

د افغانستان سیاسي قشر باید یوې نتیجې ته سره ورسېږي چې د روښان راتلونکي او باثباته هېواد د لرلو لپاره څنګه خارجي روابط پکار دي چې تاوان پکې حد اقل او ګټه پکې حد اکثر وي؟

د بېلګې په توګه له پاکستان او د هغه له رقیب یعنې هند سره په روابطو کې او دغه راز له ایران او د هغه له رقیب یعنې سعودي سره په اړیکو کې څنګه توازن ساتلی شو؟ دغه راز د لویدیځ او روسیې او چین تر منځ په کشمکشونو کې به خپلې ګټې څنګه تامینوو؟

د افغانستان د نیمې پېړۍ غمیزه دا سبق راکوي چې په خارجي روابطو کې بې انډولي لوی جنجالونه راته پیدا کړي دي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.