د پښتنو او په لویه کې د افغانانو ولسي ادبیات زموږ د ټولنې تېر تاریخ، فرهنګ او دود را ښيي، که د فرهنګ تاریخ ولولو، تېرې کیسې واورو او که له هر اړخه خپل فرهنګ مطالعه کړو، جوتیږي چې افغانې مېرمنې له فرهنګي اړخه دروند فرهنګ لري او باحجابه دي.

فرض کړئ څوارلس سوه کاله وړاندې موږ مسلمانان شوي یو؛ مګر دا باید هېر نه کړو چې زرګونه کاله پخوا هم موږ افغانان او پښتانه وو، زموږ د حجاب، حیا او عزت ساتنې دود له پخوا غښتلی و.

افغانه مېرمن بې حجابه او بې حیا نه ده!

د بې حجابۍ کلیمه زموږ په فرهنګ کې منفي معنا لري او که یې چا ته وکاروو؛ دا په دې معنا چې کنځاوې مو ورته وکړې او په پښتني فرهنګ کې کنځاوې ډېر دروند پور لري.

د طالبانو په راتګ سره ښوونځي وتړل شول، ښځې له کاره منع شوې، له ټولنیز ژونده بې برخې شوې، پوهنتونونه بند شول او هر هغه کار چې ښځو پکې ونډه درلوده یوازې په دې نوم چې دلته بې حیايي وه مطلق محدود شول.

د طالبانو له مشره نیولې، تر کوچني طالبه هره ورځ په یوه او بله ژبه وايي، چې موږ پر مېرمنو حقیقي اسلام تطبیقوو، باحجابه کوو یې او تېره بې حیايي له منځه وړو، له دوی وپوښتئ چې له تاسو وړاندې ستاسو د پلرونو او نیکونو مېرمنې بې حیا وې؟

دوه نیم کاله کیږي، چې پښتنې مېرمنې هره ورځ کنځل کیږي؛ مګر زموږ درانه او مخور پښتانه او افغانان چوپ دي؟

اخر ولې؟

تاسو په خپلو کورونو کې مور لرئ؟ خور لرئ؟ مېرمن لرئ؟ تاسو په کومو سترګو هغوی ته ګورئ؟ هغه باعزته او باحجابه مېرمنې چې هره ورځ یې یو څوک کنځي او تاسو غلي یئ!؟

ولې؟

خاونده بې وسي دې وی خو دومره ډېره نه!

هو!

زه یوه افغانه مېرمن یم، ما مه کنځه!

ما د افغاني فرهنګ او دود توغ تل هسک ساتلی، پر ما د پردي تپل شوي روایت تور مه پورې کوئ، زه بې حجابه نه یم!

ما په وږي نس د افغاني ټولنې عزت ساتلی او لمبه – لمبه ماحول کې مې د وطن د ابادۍ او پایښت هڅه کړې، ما مه بدرنګوه! زما په اړه بد روایت مه جوړوه، زه بې حجابه نه یم!

له تا وړاندې هم زه د اسلامي او افغاني ټولنې برخه وم او بیا به هم یم، زما اسلام مقدس اسلام دی؛ مګر ستاسو په څېر بدرنګه سیاسي او پاکستانی اسلام نه دی.

زه په سر پړونی او پر تن حجاب لرم، په زړه کې افغاني غرور او پښتني عظمت لرم؛ د خپل برخلیک په خپله د ټاکلو هیله لرم، د زده کړو ارزو لرم او د وطن د ابادۍ نیت لرم؛ ما په زوره په پنجره کې بوره او بدنامه مه بندوه.

چې د باغ سروې یې پستې تر قامت دي

پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي؟

خوشحال خټک

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

نور خبرونه

رادیو