غبرګونونه؛ کابل ته د ملا فضل الرحمان سفر د طالبانو د خوښۍ او د مخالفینو د غوسې لامل شوی

د یو شمېر افغانانو له سختو غبرګونونو سره - سره د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) نېټه د یوه پلاوي په مشري کابل ته ورسېد. کابل ته د طالبانو د دغه خواخوږي سفر د ټولنیزو رسنیو د کارکوونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د نوموړي له راتګ سره سم په خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډيوګانو له مخې لیدل کیږي، چې ارګ ته تلونکې لارې بندې او د کابل په شاوخوا سیمو کې سختې امنیتي تابیاوې نیول شوې وې.
طالب چارواکو د نوموړي په راتګ د خوښۍ په څرګندولو سره د هغه تود هر کلی وکړ.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر کابل ته په رسېدو سره په سپیدار ماڼۍ کې د رییس الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، چې مولانا فضل الرحمن په سیمه کې یو منل شوی سیاستوال او د افغانستان او پاکستان له حالاتو با خبره شخصیت دی.
مولانا فضل الرحمن چې په پاکستان کې د افغان طالبانو له مهمو ملاتړو بلل کېږي؛ تر دې مخکې ویلي وو، چې د نورو طالب چارواکو ترڅنګ به په کندهار کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره هم وګوري.
تر اوسه روښانه نه ده، چې له هبت الله سره به د نوموړي لیدنه وشي او که نه او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا بیا د نوموړي دغه سفر د یو شمېر افغان سیاستوالو، لیکوالانو او عامو خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.
د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «کابل ته د هغو څېرو راتګ چې د افغانستان په ۵۰ کلن ناورین کې یې ژور رول لوبولی، د اصیلو افغانانو لپاره پیغور دی.»
له دې سره؛ افغان لیکوال عصمت الله قانع بیا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: « ددين د مارکيټ دغه مردار خور دلال رد کړئ، کابل ته د دغه خړن او حيوان صفته مذهبي دلال د راتګ په مقابل کې د ملي نفرت اظهار وکړئ.»

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال بیا لیکلي، چې پاکستاني سیاسي- استخباراتي ملایانو ته «مولانا» مه کاروئ!

نوموړی زیاتوي، چې «مولا» په عربي کې د خاوند، څښتن، بادار، سرپرست او مالک په معنا دی.

هغه ویلي: "ناظم الاطباء يې مطلق بادار بولي، چې دا نور یې غلامان وي. «نا» = زموږ مولانا یعنې زموږ بادار او موږ یې مرییان. دا نوم سیاسي دی. بس «ملا» کافي ده."
د مولانا فضل الرحمان سفر په داسې حال کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی، چې نوموړي پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت مخکې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې جهاد فرض دی.
نوموړي ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د طالب چارواکو له خوا بلنه ورکړل شوه.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په پاکستان کې له وروستیو ناامنیو وروسته هغه وخت ترینګلې شوې، چې د پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې؛ طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي غړو ته ځای ورکړی .
طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي دي.