د چهارشنبې په ورځ د ایران په کرمان کې د دغه هیواد د ترورستي پېښو په تاریخ کې ډېرې خونړۍ بمي چاودنې وشوې چې شاوخوا درې سوه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

چاودنې چې د ایراني جنرال، قاسم سلیماني د څلورم تلین په مناسبت غونډه کې وشوې، انتحاري نه وې. د ایران د پارلمان مرستیال مجتبا ذوالنوري وایي چې په دغو چاودنو کې د اسراییل لاس دی او دلیل دا دی چې انتحاریانو پکې برخه نه لرله.

دوه درې اونۍ دمخه چې د دسمبر په پنځلسمه د ایران د سیستان بلوچستان ولایت په راسک ښارګوټي کې د بلوڅو وسلوالې ډلې جیش العدل لس، دولس کسه پولیس ووژل، نو د هغو د تدفین په مراسمو کې د ایران داخله وزیر احمد وحیدي وویلچې اسراییل په ایران کې د فعالو ترورستي ډلو تر شا ولاړ دی.

د یو شمېر شناندو په نظر د ایران حکومت په ترورستي پېښو کې اسراییل ځکه یادوي چې اسراییل هم د ایران په اسلامي جمهوریت ورته تورونه لګوي او بل دلیل دا دی چې پر اسراییل د امنیتي ستونزو پړه اچول د ایران د حکومت لپاره داخلي مصرف لرلای شي.

د ایران دولت ډېر پیاوړی امنیتي سیستم لري او څرنګه چې خپل سیاسي مخالفان او شورشیان په اسانۍ سره مفسد الارض بولي، نو د هغوی په اعدام کې ډېر ځله نه دوه زړی کېږي، مګر دغه دولت بیا هم له جدي امنیتي ننګونو سره مخامخ دی.

د پاکستان سرحد ته څېرمه د راسک ښارګوټي حمله جیش العدل ډلې په غاړه واخیسته او د ایران حکومت له پاکستان څخه وغوښتل چې د دې ډلې د کسانو په ځپلو کې ورسره همکاري وکړي.

جیش العدل ډله تر دوه زره دولسم کاله پورې جندالله نومېدله. دا ډله ادعا کوي چې په ایران کې د بلوڅانو د فرهنګي، سیاسي او مذهبي حقونو لپاره جنګېږي خو د ایران حکومت یې تجزبه طلب بولي او د دوی هڅې د ایران د ملي وحدت او ملي امنیت خلاف ګڼي.

د کرمان د چاودنو پړه د حملې په لومړۍ ورځ چا په غاړه وانه خیسته او څرنګه چې عام ولس ته پکې زیاته صدمه رسېدلې ده نو دا احتمال زیات دی چې حد اقل د جیش العدل غوندې مشخصه او واقعي ډله یې مسوولیت په غاړه وانخلي.

د سپاه قدس د پخواني قومندان، جنرال قاسم سلیماني د تلین د سږنیو مراسمو په اړه اټکل کېده چې د ایران امنیتي ادارو به یې د خونديتابه لپاره ډېر کار کړی وي، ځکه یو خو له تېرو دریو میاشتو په منځني ختیخ کې د غزې د جګړې اور بل دی او حالات نهایت نازک دي او له بلې خوا د کرمان ولایت په ګاونډ کې په سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل د وروستیو اونیو بریدونه ډېر پېچلي وو.

قاسم سلیماني په سوریه، عراق او لبنان کې ډېر کلونه په داسې امنیتي ماموریتونو بوخت وو چې د اسراییل په شمول د سیمې ځینې هیوادونو او امریکا ته یې سر خوږی جوړاوه.

دی څلور کاله پخوا د امریکا په حمله کې ووژل شو. د دغسې چا د تلین په مراسمو کې د چاودنې پړه په اسانۍ سره اسراییل ته متوجه کېدای شي، مګر دا هم ده چې د جنګ پراخول د اسراییل په ګټه نه دي.

د اسراییل حکومت دا خبره نه پټوي چې د غزې جګړه به څو میاشتې نور وخت هم واخلي. اسراییل چې د حماس د ختمولو اراده لري، معلومه نه ده چې په خپل مقصد کې به په څومره وخت کې بری مومي او دا هم ممکنه ده چې په خپل نهایي مقصد کې پاته راشي.

له بلې خوا امریکا او د اسراییل نور پلویان د جګړې پراخوالی نه تاییدوي او له اسراییل یې بیا بیا غوښتنه کړې ده چې خپل عملیات محدود وساتي، نو په داسې شرایطو کې پر اسراییل د کرمان د چاودنو پړه اچول، زړه ته چندان نه پرېوځي.

د کرمان د چاودنو ډېر شک پر داعش کېدای شي. داعش چې په منځني ختیځ کې د ایران د سپاه قدس ډېر ګوزارونه خوړلي دي، په سیمه کې فعال دی او په افغانستان کې یې هم په تېرو څو کلونو کې خصوصا د شیعه مسلمانانو د وژلو پړه په غاړه اخیستې ده.

له بده مرغه زموږ په سیمه او منځني ختیځ کې حالات دومره ترینګلي او پېچلي دي چې د ناامنیو، قتلونو او وحشتونو د مسوولیت ګوته مشخص لوري ته نه شی نیول کېدای او له لویه سره عوامل ګڼ او پېچلي وي.

نن سبا چې په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې دي، ځینې افغانان په مجازي فضا کې وایي چې د پاکستان امنیتي ادارو هماغه کسان په کلونو کلونو ساتل او حمایه کول چې نن ورنه سر ټکوي.

د کرمان له چاودنو وروسته هم مختلفو لوریو ته د ملامتۍ ګوته ونیول شوه. ځينو وویل چې که د ایران حکومت د نورو ملکونو په چارو کې مداخله نه کولای نو داسې پېښې به اوس نه کېدې.

ځينو نورو ولیکل چې د ایران حکومت د افغانستان د طالبانو ملګرتیا کړې ده او داسې پېښې د همدې ملګرتیا نتیجې دي.

موږ د دې په ځای چې د اسیا په دې سیمه کې د روانو بدمرغیو په مخنیوي اساسي فکر وکړو، غمیزو ته ډيری وخت د رقیبانو د وهلو لپاره د یو فرصت په سترګه ګورو. دغسې چلند مو په نهایت کې کوم ځای ته نه رسوي.

د اسیا دا ناکراره سیمه له جګړو، تروریزم او ناامنۍ د ژغورنې لپاره او د ودې او سوکالۍ لپاره تر بل هر څه ډېر د خپلو اوسېدونکو تعاون او همکاري ته اړتیا لري.

کله چې درې میاشتې پخوا د اکتوبر په اوومه نېټه حماس د اسراییلو پر جنوب حمله وکړه او تر زر زیات اسراییلیان یې ووژل، ځینو کسانو دا کار د فلسطین د خلکو په ګټه وباله خو دې ته یې ونه کتل چې انتقامي حملې خو د فلسطینیانو ژوند ډېر ورتریخولی او په سیمه کې د وینو رودونه بهولی شي.

جګړه، تروریزم او انتقامي سیاستونه د هیچا په ګټه نه دي او برعکس، یوازې تعاون او همکاري ملتونه ژغورلی او نیکمرغه کولی شي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.


نور خبرونه

رادیو