د ایران د کرمان ښار په ځانمرګو بریدونو کې ۱۲ تنه افغانان هم وژل شوي

ندای بلوچ خبري اژانس د راپور له مخې؛ ایراني چارواکو اعلان کړی، چې د کرمان په پرونیو ځانمرګو بریدونو کې ۱۲ تنه قربانیان افغانان دي.

د دغې اعلان له مخې؛ رضا نورزی، محمد قاسم احمدي، مریم تاجک، محمد متین احمدي، محمد تاجک هند، نازنین فاطمه عزیزي، زهرا فیضي، نظیفه غفوري، نعمت الله اڅکزی، لطیفه اڅکزۍ، معصومه اڅکزۍ او راز ګل علي زی هغه افغانان دي، چې تېره ورځ د کرمان ښار په چاودنو کې ووژل شول.

د ایران په کرمان ښار کې د دوو غبرګو ځانمرګو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۰۳ تنه مړه او ۱۷۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین د یاد غونډې څېرمه شوې دي.

داعش د دغو ځانمرګو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.