سرچينې: د پاکستان قومي اسمبلۍ پخوانی وکیل محسن داوړ له یوه بریده روغ وتلی

د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخوانی وکیل او د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې پرې له شوي بریده روغ وتلی. هغه وزیرستان ته د پاکستان په راتلوونکو ټاکنو کې له خپل ګوند نوماند دی او وزیرستان ته د ټاکنیز کمپاین لپاره نن چهارشنبه (مرغومي ۱۳مه) تللی.
داوړ ته نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې په برید کې نوموړي ته زیان نه دی اوښتی او یوازې د هغه ګاډی زیامن شوی.

د پیښې د څرنګوالي په اړه لا ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي خو د چاودنې په شاوخوا سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري د پلټنې عملیات روان دي.
د پیښې مسوولیت لا کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې د هغه په موټر ډیرې مرمۍ لګیدلې دي خو وایي خپله محسن داوړ ته زیان نه دی رسېدلی.
تر دې وړاندې د پښتونخوا په ډېره اسمعیل خان ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان پر موټریز کاروان هم برید شوی و خو خپله هغه پکې زیان نه و اوښتی.