شننې؛ اخر کومه توره ورځ؟
مقوله ده، چې ستا تېر تاریخ ستا راتلونکې نه شي تعینولی؛ خو له تاریخ څخه باید یو څه یاد کړو نه دا چې د تاریخ په تورو ورځو کې ژوند وکړو او تېر تاریخ د دې باعث شي، چې د اوس او راتلونکي لپاره خپله لاره او تګلاره تعین نه کړی شو.
په افغانستان کې د سپینو ورځو په عوض د تورو ورځو شمېر زیات و او اوس هم ورځ تر بلې تورې ورځې زیاتیږي.
خبره دا ده، چې کومه - کومه توره ورځ وغندو ؟
د پخوانيو پادشاهانو او امیرانو له جنګونو څخه یې پیل کړو او که د کودتاه ګانو او نظامونو د ړنګېدلو او بهرنیانو له یرغلونو څخه؟
دا د تاریخي شالید د څېړنې په اړه د ګڼ شمېره تورو ورځو د شمار د لومړیتونو غوراوی دی.
د هرې مرحلې ورځې تورې ورځې وې؛ ځکه د علم او پرمختګ د فرهنګ په عوض د جنګ، د وطن د ورانولو او ورور وژنې فرهنګ زیات شوي او رواج شوی دی.
ایا د افغانانو لپاره همدا نن توره ورځ نه ده؟
ایا همدا نن توره ورځ نه ده، چې افغان بچي ته نه په بهر او نه دننه څوک په درنه سترګه نه ګوري؟
همدا اوس د نجونو په تعلیم بندیز، هره ورځ یې توره ورځ نه ده؟
ایا د یو غیر مشروع او غیر قانونمند حاکمیت موجودیت چې نړېوال او ملي مشروعیت نه لري، هره ورځ یې د افغانانو لپاره توره ورځ نه ده؟
روان جبر او وحشت د افغانانو لپاره توره ورځ نه ده؟
کله چې یو د هېواد حاکمیت ملي او نړېوال مشروعیت ونه لري، سفارتونه یې فلج وي، د ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو سازمانونو چوکۍ ورسره نه وي، بانکي سیستم یې فلج وي، ولس یې له حاکمانو څخه فرار کوي، مشران یې ورځ تر بلې په تور لېست کې اضافه کیږي، د داسې ملت هره ورځ توره ورځ نه ده؟
ایا په یو ملت باندې داسې نامعلومه کس حکومت کوي، چې ولس او خپل ملګري یې نه شي لیدلی، دا هره ورځ توره ورځ نه ده؟
ایا یو ملت چې نه یې مشر او نه یې کشر، نه یې عالم او نه یې جاهل اعتبار نه لري، داسې ملت په تورو ورځو کې شپې او ورځې نه تېروي؟
د هر جنګ نه وروسته د دنیا د پرمختګ او سیالیو نه چې یو هېواد وروسته پاتې کیږي، ایا دا ورځې تورې ورځې نه دي؟
یوه کیسه مې راپه یاد شوه.
د ۱۳۵۸ل کال په اولو کې د کوز کونړ یو قومي مشر حاجي سیف الدین خان راته وویل، چې روسان به خامخا په افغانستان کې د ماتې سره مخامخ کیږي.
ما ورته وویل، چې حاجي صیب روسان (شوروي اتحاد) یو سوپر پاور دی؛ نو څنګه د خړو پړو مجاهدینو له لاسه د ماتې سره مخامخ کېدلی شي؟
حاجي صیب راته وویل، چې خبره په مجاهدینو کې نه ده؛ خبره د شوروي اتحاد او د امریکي په مشرۍ د غرب رقابت کې ده. شوروي اتحاد چې هره ورځ په افغانستان کې تېروي، د خپل رقیب څخه وروسته پاتې کیږي. له افغانانو څخه څه ځي؟ نه فابریکې لري، چې ودرېږي او نه بل کار و بار. بس غنم وکري، بیا د دېوال چنو ته میاشتې - میاشتې پراته وي او بچي راوړي. د جنګ بشري قوه نه کمیږي او په وژلو نه کیږي. روسان دلته ستړي کیږي او مجبوریږي چې له افغانستانه ووځي ځکه دلته ورته موجودیت ګټور نه تمامیږي.
هغه وخت د امریکې د ملي امنیت مشاور بريژنسکي هم د حاجي صیب سیفدالدین خان غوندې تحلیل نه درلود ځکه هغوی هم په دې باور نه وو، چې شوروي اتحاد قواوې دې له افغانستانه ووځي. هغه وخت ویل کیدل چې شوروي اتحاد د پیل پښه ده چې یو ځلې چیرته کیږدي نو بیرته په شا کیږي.
امریکا او د هغوي غربي او اسلامي هیوادونو یوازې غوښتل یې چې د ماشي عملیات په افغانستان کې جاري وساتي تر څو د شوروي اتحاد د پرمختګ مخه هند سمندر ته او هم نورو اسلامي هیوادونو کې ونیسي. د ماشي عملیاتو ته یې Operation Mosquitoes ویل چې روسان ستړي او مصروفه کړي.
که د انګریزانو تاریخ ولولئ خبره بیا هماغه ده، چې د هند په راج یې د افغانستان اشغال ساته او نور ستړي شوي وو، چې په افغانستان کې اوسېدل ورته ارزښت نه لري.
د امریکا محاسبه هم همدا وه، چې په افغانستان کې ورته اوسېدل اهمیت نه لري او د خپلو اهدافو لپاره یې طالبان غوره وګڼل.
د افغانانو د مشرانو محاسبه دا نه وه؛ خو د پاکستان، ایران او د سیمې ځینو نورو هېوادونو محاسبه دا وه، چې امریکا د افغانستان څخه وځي؛ نو پاکستان د ماشي د عملیاتو تجربه یې بېرته په امریکا عملي کړله. که د تاریخ نه عبرت وانه خستل شي؛ نو بیا د ماشي د عملیاتو تجربه به بیا تکرار شي او طالبان به بیا د غوماشو ښکار شي.
لکه څنګه چې جمهوریت په اولو کلونو کې د طالبانو د محوه کولو خبرې کولې؛ خو د ماشي عملیاتو تجربه یې هیره وه. اوس له طالبانو هم د خپلو ماشو عملیاتو تجربه ډیره ژر هېره شوې او نه پوهیږي، چې همدا ماشي د دوی غوندې یوه ورځ لکه د دوی په څېر په غوماشو بدلیدلی شي.
پدې توګه تورې ورځې دومره ډېرې دي، چې هماغه د کفن کش قصه ده. ټولې تورې ورځې د غندلو دي؛ خو د تېرو تورو ورځو او تاریخ نه باید یو څه زده کړو ځکه هغوي چې د ماشو نه غوماشي جوړوي، ډېر ماهره دي.
عاقبت بخیر
یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.