له ۱۹ کلنو کمعمره افغان لوبډله سوېلي افریقا ته لاړه

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له نوولس کلنو کم عمره لوبډله له هند او سویلي افریقا سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره سویلي افریقا ته روانه شوه. د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې، افغان لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سوېلي افریقا ته روانه شوې ده.

افغان لوبډلې له څه مهال راهیسې د دې د درې اړخیزې لوبلړۍ او د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو لپاره د بشپړې تیاري لپاره په متحده عربي اماراتو کې تمرن کاوه.

د ۲۰۲۴ کرېکټ له نولس کلنو کمعره لوبډلو جام په سوېلي افریقا کې د راتلونکې میاشت په ۱۹ نېټه کې پیلېږي او تر فبروري ۱۱ به روان وي.