ریچارد بېنېټ: ندا پرواني او ژولیا پارسي باید هیڅکله بندیانې شوې نه وای

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ندا پرواني، ژولیا پارسي او د دوی د کورنیو د خلاصونه هرکلی کړی دی.

هغه په خپله اېکس پاڼه لیکي:« زه د ندا پرواني، ژولیا پارسي او د هغوی د کورنۍ د غړو د خلاصون هرکلی کوم.»

ښاغلي بېنېټ زیاته کړې، چې دوی باید هیڅکله بندیانې شوې نه وای.

هغه همدارنګه لیکلي:« زه د نادولتي موسسو کارکوونکو، ژورنالیستانو او د نورو فعالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوم، چې له بشري حقونو په دفاع کې په خپلسري توګه نیول شوي دي.»

د ښځو د حقونو فعالانې ندا پرواني او ژولیا پارسي درې میاشتې وړاندې د طالبانو له‌خوا د خپلو کورنیو د غړیو سره یو ځای له خپلو کورونو ونیول شوې.

ندا پرواني تېره اونۍ د کورنۍ له غړو سره یې د طالبانو له بنده خوشې شوه او ژولیا پارسي تېره ورځ طالبانو له بنده خوشې کړه.

د ژولیا پارسي کورنۍ د هغې د خوشې کولو پخلی کړی؛ خو د هغې د روغتیا په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ طالبانو نوموړې د نامالوم لامل له امله له زندانه روغتون ته لېږدولې وه.

نور خبرونه

رادیو