د کډوالو نړۍواله ورځ او د زرګونو افغان کډوالو نامعلوم برخلیک

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۷

نن د ډسمبر ۱۸مه د کډوالو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې میلیونونه وګړي یې په ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

خو له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو جبري ایستل هغه ستونزه ده، چې د افغان کډوالو ستونزې یې زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالو نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې زرګونه افغانان له لسیزو راهیسې بیا په ځانګړي توګه له تېرو څه باندې دوو کلونو را په دېخوا د کډوالۍ له سختې څپې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ بیا وایي، چې د افغانانو د کډوالۍ ناورین ډېر لوی او دوامداره دی.

د دې کمېشنرۍ د شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۸ میلیونه او دوه لکه افغانانو په هېواد کې خپل کورونه پرېښي دي، چې پکې څه باندې ۳ میلیونه کورنۍ بې ځایه شوي هم شاملې دي.

سره له دې، چې په افغانستان کې د کډوالۍ علتونه زیات دي؛ خو تر ټولو لوی لامل یې د نظامونو بدلیدل، ناامنۍ، ناسم اقتصادي وضعیت او د ژوند د شرایطو سختیدل دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د کډوالو د نړۍوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې ځینې کوربه هېوادونه له افغان کډوالو سره د ټولو نړۍوالو قوانینو او اصولو خلاف ناوړه چلند کوي او اړوند نړۍوال بنسټونه باید د دغه نامناسب چلند د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

سره له دې، چې نوموړي د کوم مشخص هېواد نوم نه دی اخیستی؛ خو په وروستیو میاشتو کې پاکستان، ایران او ترکیه هغه هېوادونه دي، چې زرګونه افغانان یې په جبري توګه له دې هېوادونو اېستلي دي، چې ډېر شمېر کډوال بیا د دغو هېوادونو د پولیسو له خوا سخت ځورول شوي هم دي.

د طالب چارواکو په ګډون ډېر شمېر هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو له دغو هېوادونو په ځانګړي توګه له پاکستانه وغوښتل چې د ژمي په درشل کې دې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودوري؛ خو پاکستان خپل دریځ بدل نه کړ.

د افغانانو د کډوالۍ بهیر څنګه او څه وخت زیات شو؟

که څه هم په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانانو پراخه کډوالي روانه وه؛ خو کورنۍ جګړې او پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ لومړی پړاو د دې لامل شو، چې دا بهیر نور هم چټک شي.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د نظام له ړنګېدو او د امریکا او لوېدیځ په ملاتړ د نوي حکومت له جوړېدو یوه لسیزه وروسته د افغانانو د کډوالۍ کچه هم راټیټه شوې وه؛ خو د ملي یووالي حکومت له پیل څخه وروسته د ناامنیو زیاتیدل او د وزګارتیا د کچې زیاتوالی ددې لامل شو، چې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانانو د کډوالۍ نوې څپه رامنځته شي.

د افغانانو د کډوالۍ دغه لړۍ روانه وه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه نېټه د دویم ځل لپاره واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا بهیر یو ځل بیا په بې سارې توګه چټک شو.

د افغان کډوالو دقیق شمېر معلوم نه دی، ځکه چې ډېری افغانان په ناقانونه توګه مهاجرت کوي او په دې وروستیو کې د طالبانو له واکمنۍ او د پاسپورټونو د وېش له بندیدو وروسته د غیر قانوني کډوالۍ لړۍ هم پیل شوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې هم په خپل وروستي راپور کې د افغان کډوالو وروستی حالت اندېښمنوونکی بللی و او ویلي یې وو، چې که د کډوالو بهیر همداسې روان وي افغانستان به له بشري ناورین سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو