په پخواني ادب کې د «فرهنګ» له کلمې معمولا د پوهې معنا اخیستل کېده او توقع وه چې پوهه خو له سړي باادبه او

مهذب کس جوړوي.

د فرهنګ د همدې پخوانۍ معنا په اساس بافرهنګه یا فرهنګیال هغه چا ته وایو چې پوهه او شخصیتدواړه ولري او ناسته پاسته، خبرې او د ژوند طریقې یې د پوه او باادبه سړي وي. خوشحال فرمایي:

لاړل و جنت ته چې په پوهه خبر نه وو

لاړل و دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې

یعنې د هغوی انجام خراب و چې ځانونه یې پوه بلل، خو په واقعي معنا پوه نه وو او بد کارونه یې کول.

«فرهنګ» په همدې پخوانۍ معنا کې یو ښه صفت دی چې ځینې کسان یې لري. په اوسنۍ زمانه کې چې د اروپایانو د

کلتور یا کلچر کلمه «فرهنګ» وژباړل شوه، دې کلمې یوه بله معنا هم پیدا کړه. په دې بله معنا کې د هرې ټولنې د ژوند

طریقې، دودونه او ارزښتونه د هغې فرهنګ(کلتور) بولو.

د فرهنګ د نوې معنا په رڼا کې وویل شول چې د ټولنې پهغړیو باندې خپل کلتور ګران وي او معمولا یې خوښ وي. کلتور یو ناڅاپه نه خپلېږي، وختونه غواړي چې خپل شي اوچې خپل شي، بیا د خپلوانو او عزیزانو غوندې شاید په زړه کې ځای ومومي.

څلور، پنځه پیړۍ پخوا هندوستان ته له اروپا څخه تمباکو راوړل شول. په هند کې چیلم څکول ورو ورو دود شول.

وروسته بیا دغه دود زموږ سیمو ته راغی. چیلم حجرو ته، مجلسونو ته، لنډیو ته او خاطرو ته لاره وکړه.

موږ یوازې دشلمې پېړۍ په وروستیو کې خبر شوو چې چیلم ډېر ضرري شی دی. اوس دغه دود کم شوی دی مګر پوره ختمېدا یې یوالله ته معلومه ده.

معاصر انځورګر چې د کاغذ پر مخ وطني ژوند انځوروي، ممکن چیلم پکې له یاده ونه باسي، د وطنپه یوه لوکس رستورانت کې به وګورې چې چیلم په ښکلي تخت باندې بره خوا ایښی دی او اوسني شاعر استاد شپون پهپردیسي کې د وطن د خوشحاله ژوند تخییل داسې کړی و: زه یمه، یاران وي، چیلمونه، مجلسونه وي.

چیلم څکول یو دود و چې د سلام اچولو د دود په اندازه عام نه شو او نن سبا خو یې شاید ناوړه هم وبولو.د ناوړو دودونو

په اپوټه،ځینو چارو، دودونو او باورونو ته په ډېره درنه سترګه ګورو، ورباندې ویاړو او خپل ارزښتونه یې بولو. طبعا

چیلم څکول په ارزښتونو کې نه راځي خو سلام اچول یو اخلاقي ارزښت دی.

موږ چې یو بل ووینو، سلام علیکم وایو، هندو نَمَستې وايي او پرنګی ممکن هیلو ووایي.کلتوري توپیرونه د ملتونو او

ټولنو تر منځ د توپیر سبب کېږي.

د کلتور یا فرهنګ یو لوی نقش دا دی چې د ټولنو د هویت په پيژندلو کې پکارېږي.برتش انګرېزي د انګرېز او امریکن انګرېزي د امریکایي یوه نخښه ده.

بل نقش یې دا دی چې د بنیادم د ښکلا تنده ماتوي. انسان خپل عقل په دې پوه کړ چې که د زړبوډن په وخت کې تګ ورته

سخت وي، له امسا دې استفاده وکړي خو وروسته یې چې د امسا په لرګي نقشونه وایستل او غمي یې پکې کېښودل دا د

ذوق او کلتور خبره وه.

کلتور په روحي لحاظ مرسته راسره کوي چې د پناه کېدو وېره مو کمه شي.د پېړیو، پېړیو یو دود مو له خپلو اسلافو سره

وصل کړي او داسې وګڼو چې موږ د یوه نه وچېدونکي سین برخه یو.

د کلتور لا لوی نقش دا دی چې د ټولنې غړي سره پېوندوي. د اختر په ورځ چې یو بل ته مبارکي وایو، ځانونه سره خپل

احساس کړو او چې په شریکه ژبه خبرې کوو، د یو بل په مطلب پوهېدل راته اسان شي.

د ټولنې د کلتور یا فرهنګ ځينې برخې عامې وي، ځینې یې نه وي، ځینې یې ارزښتونه بولو او ځینې یې د وخت په

تېرېدو سره ممکن ناوړه راښکاره شي. د ارزښتونو او ناوړو دودونو تر منځ ډېر نور څه هم شته چې نه ورباندې ویاړو او

نه یې بد بولو خو د ژوند په طریقو او رواجونو کې مو راځي، مثلا موږ اکثرو ته خوند راکوي چې په کوټه کې غالۍ

اواره وي او په توشکونو باندې بالښت ته ډډه ووهو خو اروپایان په کوچونو او چوکیو باندې د ناستې عادت دي.

فرهنګ د انسان ځانګړنه ده. د پوهانو په قول، دې دواړو پوښتنو ته چې ځناور ولې اوبه څښي؟ او څنګه یې څښي؟ ځواب

دا دی چې دا چارې د غریزې په حکم کوي، خو د انسان په اړه وایو چې ولې څښل یې د غریزې په حکم وي او څنګه

څښل یې د انسان له فرهنګ سره تعلق لري.یو به د سروزو په جام کې اوبه څښي او بل به یې د خاورو په کنډولي کې.

موږ اکثره په لاس ډوډۍ خورو او اروپایان یې په پنجه او کاچوغه. د چین خلک بیا په دوو نریو لرګیو خواړه اوچتوي.

هر کلتور په یوه چاپېریال او یوه زمانه کې د یوې اړتیا د پوره کولو لپاره راپیدا کېږي.

د لومړیو وختونو انسان چې د ګېډېد مړولو لپاره ښکار کاوه، طبعا د غریزې حکم و، خو چې د ښکار د غوښو په ويشلو کي دي نتیجي ته ورسيدل چې دګروپ د پیاوړي کس درناوی پکار دی، ده ته تر نورو زیاته برخه ورکړئ، دا یو دود او کلتور شو او دا کلتور د پیاوړيکس د وراني د مخنیوي لپاره پکار راته.

د لومړیو وختونو انسان د طبیعت له قوانینو ډېر ناخبره و. ده په خپل ګومان دستونزو د کمېدو لپاره کوډې جوړې کړې چې نن سبا ورته د خرافاتو کلتور وایو. اوسنی انسان که څه هم د علم و عقلمني خو د کوډو له خرافاتي کلتوره یې لا یو مخ لاس نه دی اخیستی. ولې؟ ځکه چې ساینس مو ټولې غوټې نه اواروي اوچې عقلاني حل لاره ونه مومو، خرافاتو ته په تمه شو.

که مو په کور کې د برق سستم ګډوډ شي،له کوډګره نه غواړو چېڅه چل ورکړه، راجوړ یې کړه، خو که روحي پرېشاني ولرو، ممکن کوډګر ته ورشو، دا ځکه چې په ټولنه کې په کافياندازه برقیان شته او په کافي اندازه ارواپوهان نشته. یو وخت چې مو اوسنۍ دواګانې نه لرلې د زیارتونو او تعویذګرو بازارلا تود و.

په تېره زمانه کې چې حکومتي نظامونه ډېر کمزوري وو، وګړي مجبور وو چې تیریګر ته خپله سزا ورکړي او دې شي

کسات اخیستل په ارزښت بدلول ځکه خلک یې په ظلم کولو کې احتیاط ته وربلل،خوشحال خټک خو ځکه وایي:

څو وانخلي له غلیمه انتقام

مرد نه خوب کا، نه خواړه کا، نه ارام

مګر کله چې حکومتونه پیاوړي شول او د قضاوت چارې دولتونو په غاړه واخیستې، بیا نو انتقام د ارزښت له مقامه

راولوېد او په یوه ناوړه دود او ان جرم بدل شو.

په اوسنۍ زمانه کې دا دولتي نظام دی چې قاتل ته باید سزا ورکړي، نه دمقتول ورور او کورنۍ. دغه مثال راښيي چې دودونه، ارزښتونه او د ژوند طریقې د خاصو اړتیاوو پیداوار وي او چېاړتیاوې بدلې شي، په کلتور کې هم بدلون راځي یا باید راشي.

څو لسیزې پخوا د ژمي لپاره د رومیانو او پیازو وچول زموږ د ژوند یوه برخه وه خو په تجارت او صنعت کې د تغییراتواو پرمختګ په برکت اوس په ژمي هم تازه پیاز او رومیان پیدا کوو، نو د وچولو رواج یې مخ په هېرېدو دی.

د کمپیوټرکار په مېز او چوکۍ باندې ښه کېږي. اوس چې کمپیوټر کورونو ته لاره کوي، په مېز او چوکۍ باندې ناسته ورسره یوڅه زیاتېږي او هغه وخت لرې نه دی چې د توشکونو ځای به چوکۍ ونیسي.

زما د ماشومتوب په کلونو کې به له لویدیځه راغلیو وطنوالو ویل چې اروپایان اول د تلفون له لارې له یو چا سره وخت

ټاکي، بیا د هغه کور ته ورځي. موږ چې تلفون نه درلود، د وخت ټاکلو دود مو نه و خو د موبایل له عامېدو وروسته اوس

ورو ورو دا په دود او ادب بدلېږي چې اول به یو چا ته وایو چې د ملاقات لپاره څه وخت وزګار دی.

کلتور په نهایت کې د ژوند د اسانولو لپاره دی. په هغو دودونو، ارزښتونو او د ژوند په طریقو کې تغییر ته اړتیا ده چې

نور نو د اساني سبب نه ګرځي.

کابو نیمه پیړۍ پخوا په کابل کې د فاتحې دود بدل شو، داسې چې فاتحې ته په جوماتونوکې د ماسپښین او مازدیګر د لمونځونو ترمنځ شاوخوا دوه ساعته وخت وټاکل شو. دا وخت د ډوډۍ نه دی نو د غمجنوکورنیو د لګښت له کمولو سره مرسته کوي او دا وخت ډېر اوږد نه دی چې په اوسني بوخت ژوند کې غمرازي مشګلهوګرځوي.

موږ د خپل کلتور ځینو نورو اړخونو ته هم د عقل په حکم بیاکتنه کړې او مثبت تغییر مو پکې راوستی دی خوځينې نور دودونه مو د بدلېدونکي ژوند له غوښتنو سره سمون نه خوري.

وده او نېمکرغي د هغو ټولنو په اسانه په نصیب کېږي چې د خپل کلتور اجزاوو ته د ژوند له اړتیاوو سره د سمون په چل

پوهېږي او برعکس هغه ټولنې چې خپل رواجونه ورته په پټو سترګو ښه ښکاري او له نویو حالاتو او معلوماتو سره

سمون ته یې تیارې نه وي، وروسته پاته، بېوزلې او په ستونزو کې ایسارې پاتېږي.

نور خبرونه

رادیو