سي اېن اېن: پر تعلیم محدودیت نجونو کې د ځان وژنې فکر زیات کړی دی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۵

د امریکا د سي اېن اېن ټلویزیون د رپوټ له مخې، د پاکستان کراچۍ ښار په څنډو کې په یوه وړه تیاره کوټه کې، یوه ۱۵ کلنه جلۍ ارزو په داسې حال کې چې سترګې یې تړلې دي، په ارامه نفس اخلي، خو دغه سا اخیستل هم د هغې د خورا ډیر زخمت سبب کیږي.

د هغې ورور ورته وايي چې تشویش مه کوه هر څه به ښه شي، مونږ به تل تا سره یو.

وروسته له هغه چې د ارزو په ژوند کې یو شمیر داسې پیښې راغلې چې د هغې ژوند یې بدل کړ، نو خویندو او وروڼو یې پنځه میاشتې وړاندې له افغانستانه پاکستان ته راوړه .

د هغې ورور وايي چې دوی نه غواړي چې هغې ته دا وریاد کړي چې په ژوند کې یې څه پیښ شوي دي.

کله چې هغه د خپل تیر ژوند په اړه فکر کوي نو په ژړا شي.

ارزو تل داسې ستومانه او له ستونزو ډک ژوند نه درلود. په یو شمیر ویډیوګانو کې چې په ټلیفون کې ثبت شوې، هغه د ګډا په حال کې ښکاري.

هغې خورا لویې هیلې درلودې او غوښتل یې چې یوه ورځ ډاکټره شي. خو د هغې ټول خوبونه وروسته له هغه په ناهیلۍ بدل شول چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکا د ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هیواد واکمني د طالبانو لاس ته ولویده.

د طالبانو له خوا تحمیل شويو لومړيو محدودیتونو کې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز وو.

ارزو خپلې خور ته وویل چې غواړي چې له افغانستانه ووځي ځکه چې هلته د تعلیم فرصوتونه له منځه تللي دي.

خو د ارزو کورنۍ دغه وضعیت ته تر هغه پاملرنه نه وه کړې چې تیر جولای میاشت کې یې سترګې بل ډول شوې.

کله یې چې خور ترې پوښتنه وکړه چې څه خبره ده؟‌ هغې ورته وویل چې تیزاب یې څښلي دي.

د ارزو خور وايي چې د هغې په خبره یې باور ونه کړ او خپله ګوته یې د هغې په حلق کې واچوله او هغې وینه راوګرځوله.

د ارزو خور وايي چې ارزو د بېټرۍ تیزاب په دې موخه څښلي وو چې خپل ژوند پای ته ورسوي.

دا ورځې ډیرې افغان نجلۍ هم په دې اړه فکر کوي.‌

یو افغان ډاکټر چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله یې په دې رپوټ کې نوم واخیستل شي، وايي چې د افغان نجونو په رواني ستونزو کې ۵۰ سلنه ډیروالی راغلی دی.

هغه وايي کلنیک ته یې د راتلونکو نجونو ۱۰ سلنه د خپل ژوند ته پای ته رسولو پریکړه کړې ده.

دغه نجونې د خپل ژوند د پای ته رسولو په خاطر کمیايي مواد،‌ زهر او نورې دواګانې استعمالول غواړي

دا ډکټرد دغې ستونزي اصلي لامل له تعلميه د نجونو محرومیدل بولي.

نور خبرونه

رادیو