بنګله دېش له پاکستان څنګه بېل شو؟

نورالبشر نوید

نورالبشر نوید

د مشرقي پاکستان مرحوم نه په شپاړسم دسمبر کال نولس سوه يو اويايم بنګله دېش د يو ازاد خپلواک هېواد په توګه جوړ شو او دا تاريخي حقيقت یې رښتيا کړ چې د غلامۍ نه باغي راپېدا کيږي او باغي انقلاب راولي، خو د خليل جبران په خبره، هر انقلابي باغي وي، هر باغي انقلابي نشي کېدی.

بنګالي قامپال یا ملتپال د پنځويشتو کلونو باغيان وو او په کال نولس سوه يو اويايم یې بغاوت د بنګله دېش په نوم د يو ازاد خپلواک هېواد نتيجه ورکړه او د بنګله دېش بېرغ هم داسې علامتي دی چې په شين رنګ کې یې سور رنګ ګول دايره ورکړه او د پنځويشتو کلو د وينو د قربانیو هنداره شوه.
پاکستان ورته سقوط ډااکه وایي، خو بنګاليانو په لبرېشن يعنی په زور ازادي اخستې ده. د هغې ثبوت د پاکستان يو لک پوځ په ډااکه کې وسله غورځول او د جنرال نيازي لاس ليک او د انډيا قېديان کېدل دي. دا کار د خپلې دغې مذهبي نعرې پر ضد يو عمل دی چې هغه وخت هم اوس هم دا نعره د پوځي بېرکونو په ديوالونو ليکلې ده-!!
نصرمن الله و فتح قريب
خو که بل خوا د انډيا د وزيراعظم په دفتر کې د ډاکې د وسلې غورځېدو او جنرل اروړا ته د جنرال نيازي لاس ليک کوم تصوير اويزان دی نو دا د پاکستان د شکست يو ثبت شوی باتصويره تاريخ دی.

د بنګله دېش جوړېدو نه پس

د بنګله دېش باني شېخ مجيب د قامي ازادۍ له ګټلو نه پس پوځي کودتا کې سره به خپل خاندان ووژل شو، خو بنګاليان که پوځي و که سياسي جمهوري و خو په بنګالي قام پالۍ يو شان وو ځکه یې نه بېرغ په بل رنګ واړاوه، نه سيکه، نه یې قام او ژبه واړوله او يو ځل بيا د شېخ مجيب لور شيخ حسينه واجد د پلار قرباني وګټله چې اوس په نور فعاليت سره سياسي جمهوري وزير اعظمه ده او هېواد یې له اقتصادي معاشي پلوه په هره حواله له اتومي پاکستان نه لوړ مقام لري.
د شېخ حسينه واجد يو بل جرات من کار لکه د مصر جمال ناصر په شان دا و چې ټول اخواني شدت پسند یې قانون ته وسپارل او د پانسۍ سزاګانې یې ورکړې.

د دغو سزاګانو په ضد د پاکستان بنسټ پالو احتجاج وکړ چې دا خو سپين ږيري دي، خو شېخ حسينه واجد د دوی په ځواب کې وویل چې کوم وخت دوی دا جرم کولو هغه وخت دوی بوډاګان نه وو.
هغې د پلار او د بنګله دېش د باني د قتل او په جمهوريت د شبخون غچ واخست، خو دېخوا په ۱۹۸۸ کې چې بېنظير بوټو وزارت عظما چوکۍ وګټله نو د اقتدار شرط یې دا وو چې د جنرال ضيا په شکل کې د پوځ خلاف به داسې انتقامي سلوک نه کوي چې پوځ یې پلار وژلی دی؟

بېنظير بوټو ورسره دغه هر څه ومنل چې د جنرال ضيا د لسو کلو د اوږدې مارشلا او د بټو سياسي جمهوري قتل معاف کول وو. د پاکستان هر نازولی نيازبين جمهوريت هره پوځي کودتا دغه شان بښلې ده. زمونږ او د بنګله دېش په رويو او جمهوريت کې دغه فرق دی.

چېرته چې مذهب او رياست جدا جدا خپل خپل کار ته چمتو شي هلته مذهبي مسلکي سياسي اختلافات وي، خو د جنګونو سوب نه جوړيږي او چېرته چې دا کردارونه لکه د ډرامې يوبل سره منفي او مثبت رول ولري هلته لکه د پاکستان سياستونه هم جمهوريت او ټولې ادارې د يو پوځي قوت په سکنجه کې نښلي او داسې شکل جوړ شي لکه دا اوس چې پاکستان کوم لري.

چې کله مقتدره ادارې وغواړي نو سېکولر، مترقي، قامپال نظرياتي او د هر مسلک مذهبي ګوندونه په يو حمام کې بربنډ ودروي، کله یې د يوبله په ځانګړي حیث لکه د مړزانو وجنګوي، ګټه د يو قوت او تاوان د ټولو خلکو او سياسي ګوندونو.
بنګله دېش د دې سکنجې نه ځان په لويه قربانۍ ووېست، لکه څنګه چې د براعظمګي په وېش کې مغربی او مشرقی ترمنځ سمندر و او دا جوړښت غېر فطري و، دغه شان د دوی فقط يو مذهب مشترک و، نور په ژبه، قام، رنګ نسل خوی بوی مزاج په هره حواله مغربي او مشرقي جدا جدا وو.

په غېر فطري جغرافيه کې ډېر وخت څوک نږدی فقط په مذهب يو ځای نشي پاتې کېدي او په ژبه، قوميت، دود دستور، کلتور او تاريخ د يوبله بېلېدی نشي.
که په مذهب څوک يو ځای پاتی کېدی شوی نو خليج کې به کرښې نه وې چې ټول مسلمانان دي، خو ملکونه او هدفونه یې ځانګړي دي.

د بنګاليانو قامپالنه

بنګاليانو ته د پاکستان د جوړېدو نه پس معلومه شوه چې د مغربي پاکستان ولسي او پوځي پنجابي رويې زمونږ په ضد دي. چې جنرال ايوب خان پرې اردو قامي سرکاري ژبه منله او بنګالي قامپالو انکار وکړ چې د قام په حیث زمونږ قامي ژبه بنګالي ده.

دا وړومبنی قامي بغاوت و چې په قامي لساني بنياد راپورته شو او پوځ په بنګالي طالبعلمانو ګولۍ وورولې او په بنګاليانو کې قامپال سياست لشه راپېدا کړه چې په اصل کې یې د بنګله دېش نتيجه ورکړه او د ملل متحد يويشتمه فروري د مورنو ژبو عالمي ورځ د بنګاليانو د وينو اعتراف دي؟

قام خاوره ځمکه او ژبه

د قام، خاورې، ځمکې او ژبې رګ ريښه د يوبله نشي بېلېدی. دا خبره د مشرقي او مغربي پاکستان تر منځه په دوو غټو ثبوتونو داسې ده چې د مغربي پاکستان پوځ او پنجابي ډیکټېټر ته د بنګالي قامپال فکر نه ويره او خطره پېدا شوه، نو هغوی د رشتو ورکولو راکولو ناکامه تجربه وکړه.

خيال یې دا وو چې پنجابيان او بنګاليان په خپلو کې رشتې وکړي، نو دا تاو تريخوالی به ختم شي، خو قوميت، ژبه، ځمکه او خاوره خپل زور لري ځکه نو دواړه غېر فطري برخې په رشتو هم ټينګې نه شوې.
بل ثبوت یې دا دی چې هرکله په مشرقی پاکستان کې د ازادۍ عمل تېز شو او د پوځ ټولې تجربې ناکام شوې، نو جنرال ټکا خان ډاکې ته د تلو په وخت په جارحانه لهجه ويلي وو-
"ماته د بنګال ځمکه پکار ده خلک نه"
خو بنګاليانو د جارح پوځي جنرال دا دعوه او دړکه غلطه وګرځوله، هېڅ زور او جبر د بنګاليانو ژبه، ځمکه او خاوره د يو بله جدا نه کړل.

نورالامين چې خپله ژبه، قام او خاوره پرېښوده او اسلام اباد ته د وفادار پاکستاني په نوم راوتښتېد، نو دلته ورله په انعام کې د پاکستان صدارت ورکړی شو، خو له مرګ نه پس یې دوه ګزه ځمکه قبر په برخه شو.

پاکستان ورته وفادار وویل او خپل قام، خاورې او د بنګله دېش تاريخ ورته نن هم غدار وایي.

دوه پنځوس کاله پس

اوس دوه پنځوس کاله پس د بنګله ديش ازادي او د پاکستان دعوې اخوا رښتيا او ديخوا دروغ وختې.

ديخوا بوټو د نوي پاکستان نوم ورکړ، خو اته کاله پس د نوي پاکستان پوځ پانسي کړ، اخوا پوځ شېخ مجيب قتل کړ، خو لور یې غچ واخیست.
ديخوا بيا بيا پاکستان نوی کيږي او زړيږي خو هېڅ نتيجه نه ورکوي. چې هر ځل نوی کيږي نو نوې جامې او وجود یې يو بل سره هډو سمون نه لري او دوه قومي نظريه خو یې څلريشت کاله پس د بنګله دېش سره له منځه تللې ده.
جناح صېب یې په نوټونو پاتې دی يا په سرکاري دفترونو او ايوانونو او اعلا بالا ادارو کې د تبرک په توګه خاموش اويزان دی نور هېڅ معنا نه ورکوي، ځکه نو دا وخت ديخوا په هر نوي پاکستان کې زړې دعوې نوې کيږي او نوې تجربې ناکامه کيږي.

چېرته چې په کثيرالقوم هېواد کې د هر قوم اهداف او مفادات جدا جدا وي، چې د غالب او مغلوب تصور زهنونه ويشلي وي، چې د قامونو ژبې خپل ارزښت له لاسه ورکړی وي، چې د يو قام اتلان په قبرونو کې هم نه معاف کيږي، چې اوس هم په ازاد ملک کې د هندوستان او د پردو تحريکونو تاريخ د مطالعه پاکستان حصه وي هلته به هره د ترقۍ دعوه دروغجنه وي.
نن هم چې مونږ وايو جنګونه نوي شو نو دا هر څه زاړه دي، د زړو جنګونو شکلونه د خپلو خپلو مفاداتو لپاره نوي کيږي
د دې جنګ بنياد قامي، لساني او د خاورې د اختيار دی.
مونږ چې د خپلو حالاتو شکل ته دومره موده پس د بنګله دېش په اينه کې ګورو او د اتومي ملک د ترقۍ دعوې اورو نو د تاريخي قام په غوڅه ژبه به دا دعوه داسې ردوو.

د دنيا د ابادۍ دعوې دروغ دي
چې ترڅو د پښتنو کورونه وران دي

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.