د بخښنې نړۍوال سازمان د ندا پرواني له خوشې کېدو هرکلی کړی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۵

د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، د طالبانو له بنده د ښځو د بشري حقونو مدافع ندا پرواني او د هغې د خاوند د خوشې کېدو هرکلی کوي.


دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د مېرمن پرواني خوشې کېدل یو مثبت پرمختګ دی.

ندا پرواني چې څه موده وړاندې له خپل خاوند او ماشوم سره په کابل کې نیول شوې وه، د چهارشنبې په ورځ په ضمانت خوشې شوې ده.


د بخښنې نړۍوال سازمان یوځل بیا د ښځو حقونو د مدافعینو ژولیا پارسي، منیژې صدیقي او پریسا د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.


طالبانو د ندا پرواني د خوشې کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو