د «طالبانو ته باج مه ورکوئ» کمپاین غړې؛ نه غواړو د دغې ډلې واک خوندي پاتې شي

د «طالبانو ته باج مه ورکوئ» تر سرلیک لاندې کمپاین یوه غړې مریم معروف اروین وایي، د دغه کمپاین له لارې هڅه کوي، چې نړۍوالې ټولنې ته ووایي د هیڅ ډول تعامل له امله د دغې ډلې واک مه خوندي کوئ.

هغه وایي:« موږ غواړو له دغې لارې نړۍوالې ټولنې ته ووایو، چې د ښځو او بشري حقونو د ټینګښت لپاره طالبان او د هغوی له حکومته ملاتړ، باج ورکونه او په رسمیت پېژندنې لار غوره نه کړي؛ که دا یوازینۍ لاره هم وي دا د خلکو رایه نه ده او په تېره بیا د هغو ښځو چې په تېرو دوو کلونو کې یې د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه کړې د هغوی رایه هم نده.»

هغه زیاتوي:« زموږ هڅه دا ده، چې د افغانستان د ښځو غږ تر نړۍوالو ورسوو او نړۍواله ټولنه دې له طالبانو د ملاتړ او د دوی د حکومت پرځای پر یوې داسې بدیلې لارې فکر وکړي، چې په هغې کې د افغانستان د اغېزمنو ښځو حقونه خوندي شي.»

دغه ښځې چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کابل، تخار، غزني، پنجشیر او بلخ کې فعالیت لري وایي هوډمنې دي تر هغې چې خپل تروړل شوي حقونه یې نه وي تر لاسه کړي په ارامه نه کیني.