د افغان مېرمنو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا په دې هېواد کې د ښځو د وضعیت د څېړلو لپاره د «افغانستان په اړه د ښځو لید» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.

د امنیت شورا دغه غونډه په ملګرو ملتونو کې د سوېس، جاپان او متحده عربي اماراتو د استازو په مشرۍ جوړه شوه.

د امنیت شورا په دې غیر رسمي غونډه کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم حضور درلود.

په ملګرو ملتونو کې د سوېس استازولۍ د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیې کوفي او د ښځو د حقونو د فعالانو یلدا رویان او اصیلا وردک په حضور سره د دې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.

په ملګرو ملتونو کې د سوېس استازولۍ لیکلي، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې هم د افغان ښځو د بشپړ، برابر او خوندي ګډون ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دې غونډې د جزییاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

ښايي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواک استازي فریدون سینیرلي اوغلو په راپور کې پر شویو وړاندیزونو هم خبرې شوي وي.

په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مسوولې هېدربار د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې د تړلو دروازو تر شا د غونډو په جوړولو نیوکه کړې وه.

مېرمن بار خبرداری ورکړ، چې د دغو هېوادونو دا ډول چلند به د افغان ښځو او نجونو او نورو ډلو "د طالبانو تر ظلم لاندې" پر برخلیک سترې بدې پایلې ولري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو د ښځو د محدودولو اړوند څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي دي، چې په هېواد دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو